"د لوېدلې پاکستانۍ الوتکې یوه سپرلۍ هم ژوندۍ نه ده پاتې"

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه الوتکه کې ښځې او ماشومان هم سپاره ول.

پاکستاني چارواکي وايي د دغه هېواد د نړیوالې هوايي کرښې پي آي اې یوې الوتکې کې، چې ۴۸ کسان پکې ول او د پښتونخوا له چترال سیمې اسلام اباد ته پر لاره لوېدلې، هېڅ څوک ژوندي نه دي پاتې.

تر دې وړاندې هم پر پي آی اې نیوکې وې چې د خوندیتابه برخه کې بې اعتباره ده.

د پاکستان د نړیوالې هوايي کرښې پي آي اې مشر اعظم سهګل د چهارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته تایید کړه چې ټوله سپړلۍ له مینځه تللې. د ښاغلي سهګل په وینا الوتکه له تخنیکي پلوه دومره په جدیت چک شوې وه چې "د تخنیکي ستونزې شونتیا نه وه پرېښودل شوې".

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان د نړیوالې هوايي کرښې پي آي اې مشر اعظم سهګل وايي" دا یوه غمجنه پېښه ده او موږ هڅه نه کوو چې ځان له مسولیته خلاص کړو. موږ منو چې دا زموږ الوتکه وه او سپرلۍ هم زموږ وه."

د چترال چارواکي وايي، په دغه الوتکه کې د دغې سیمې مرستيال کمشنر اسامه وړایچ هم و. د یاد شرکت د چارواکو په خبره په دغه الوتکه کې ټول ۴۷ کسان سپاره ول چې ۳۱ نارینه، ۹ ښځې، ۲ ماشومان او پنځه د الوتکې عمله وه.

ښاغلي سهګل زیاده کړه "دا یوه غمجنه پېښه ده او موږ هڅه نه کوو چې ځان له مسولیته خلاص کړو. موږ منو چې دا زموږ الوتکه وه او سپرلۍ هم زموږ وه، او څه چې پېښ شول د خپګیان وړ ده".

ښاغلي سهګل خبر ورکړ چې پلټنه به ترسره شي خو د اوس لپاره د ده په وینا د وژل شوو کسانو د جسدونو ترلاسه کول، اسلام آباد ته لېږدل او کورنیو ته یې سپارل مهم دي.

الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان د هوايي شرکت ویاند دانیال ګیلاني وايي، یاده الوتکه د حویليا د سدا بټولني کلي ته څېرمنه په غرونو کې لوېدلې او ویجاړه شوې ده.

د دغه هېواد د هوايي شرکت په خبره پي کې ۶۶۱ الوتکه چې له چترال سیمې د پښتونخوا په وخت درې نیمې بجې روانه شوې وه ټاکل شوې وه څلورنیمې بجې اسلام اباد ته ورسېږي، خو له اسلام اباد سره څېرمه د ایبټ اباد په حویليا سیمه کې لادرکه شوه.

د دغه هېواد د هوايي شرکت لخوا تردې پېښې سمدستي وروسته د بېړنۍ مرستې لپاره د ټیلفون شمېرې اعلان شوي دي.

په دغه الوتکه کې د پاکستان پېژندل شوی نعت ویونکی او پخوانی پاپ سندرغاړی جنید جمشېد او د هغه مېرمن هم سپاره ول. جنيد جمشېد په دې وروستیو کې سندرې پرې ايښې وې او تبلیغ يې پېل کړی ؤ. نوموړي اوس ږيره پرې ايښې وه او د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې به يې تبلیغ کاوه. کورنۍ يې وايي، چترال ته هم له خپلې مېرمنې سره د تبلیغ لپاره تللی و.

جنید جمشید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رپوټونو له مخې په الوتکه کې جنید جمشید او مېرمن یې هم وو.

د حویليا چارواکي د سیمې د عیني شاهدانو له خولې وايي، پر الوتکه لا تر لوېدلو مخکې اور بل و.

بلې خواته د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني وايي، په سیمه کې د تیارې له امله مرستندويه ډلې له ستونزو سره مخامخ دي.

پاکستان ایرلاین
د عکس تشریح، د پاکستان حکومتي سرچینې وایي؛ د پی آی اې الوتکه له چترال ښار نه پلازمېنې اسلام اباد ته روانه وه

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، د دغه هېواد د مخالف یا اپوزيسيون ګوند مرستیال مشر او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو زوی بلاول بوټو زرداري او ګڼو نورو سیاستوالو د الوتکې د رالوېدو په دغه پېښه خواښيني څرګنده کړې او د وژل شويو له کورنیو سره يې د خواخوږۍ بیانونه ورکړي دي.