په نوښار کې دوه جنگي الوتکې ولويدې

د پښتونخوا په نوښار کې د پاکستان د پوځ دوه جنگي الوتکې په کورونو رالويدلې چې څلور پېلوټان يې وژلي او پنځه کسه نور يې په کورونو کې ټپيان کړي دي.
دا دواړه الوتکې جنگي وې او د پاکستان د پوځ له خوا د ازمېښتونو لپاره پورته شوې وې.
پېښه د پښتونخوا مرکز پېښور ته نژدې په نوښار کې وشوه.
ويل کيږي چې د الوتکو څلور پېلوټان په دې پېښه کې ووژل شول.
پوليسو خبري اژانسونو ته ويلي چې الوتکې پر استوگن ځايونو لويدلي دي او د هغې له امله پنځه کسه په کورونو کې ټپيان شوي دي.
د لويدلې الوتکې ځينې برخې د کورونو په منځ کې ليدل شوې دي.
د نوښار اوسيدونکي وايي دا الوتکې په خپلو کې سره په هوا کې وجنگيدلې خو د پاکستان د هوايي ځواک چارواکي پلټنې کوي او وايي تر هغه وروسته به پوى شي چې څه پېښ شول.
د نوښار د پوليسو يوۀ چارواکي وويل دا الوتکې د رسالپور له هغه هوايي ډگره پورته شوې وې چې د هوايي ځواکونو د اکاډمۍ لپاره دى.
د پاکستان هوايي ځواکونو په تېر يوۀ کال کې گڼې داسې پېښې درلودې چې دوى يې تخنيکي ستونزې بولي.








