د کشمیر برید ته د طالبانو حکومت غبرګون: دا ډول پېښې د سیمې امنیت او ثبات ګواښي

بلخي

د عکس سرچینه، Getty Images/MoFA

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو شوی برید غندلی او دا یې د "سیمې د امنیت او ثبات لپاره ګواښ" بللی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس‌پاڼه په دې اړه اعلامیه خپره کړې. پکې راغلي، "د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په جمو او کشمیر کې پر سیلانیانو شوی برید غندي او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوي."

په اعلامیه کې زیاته شوې، "دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې وسله والو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای پهلګام کې پر سیلانیانو بريد کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژلي دي.

چارواکو بي بي سي ته ويلي، په برید کې ګڼ شمېر خلک ټپیان شوي چې ویل کېږي د ځینو حالت نازک دی.

راپورونه وايي، امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او روغتيايي ډله د پېښې ځای ته رسېدلې ده.

د پېښې په ځای کې عیني شاهدان وايي، د وسله والو کسانو له خوا پر سيلانيانو د ناڅاپي ډزو له امله ګڼه ګوڼه رامنځته شوه.

د سیمې اعلی وزیر عمر عبدالله وايي، دا په وروستیو کلونو کې پر ملکي وګړو تر ټولو لوی برید دی.

په هندي رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې هندي پوځيان د پېښې ځای ته منډې وهي، په داسې حال کې چې په یوه بله ویډیو کې، د قربانیانو غږونه اورېدل کېږي چې وایي بریدګرو یوازې "غیر مسلمانان" په نښه کړي دي.

بي بي سي په خپلواکه توګه د دې ویډیوګانو تصدیق نه دی کړی.

کشمير

د عکس سرچینه، Getty Images

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی. دا سیمه چې ډېری اوسېدونکي يې مسلمانان دي له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ناامنۍ پېښې په کې کېږي. خو په وروستیو کلونو کې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، د دې بريد مسؤلین به عدالت ته راکاږي. هغه په خپل پیغام کې چې پر اېکس خپور شوی، لیکلي، "له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره زموږ هوډ ثابت دی او نور به هم پیاوړی شي."

مودي ویلي چې د کورنیو چارو وزیر امیت شاه به د هند تر ادارې لاندې کشمیر مرکز سرینګر ته سفر وکړي او هلته به یوه بېړنۍ امنیتي غونډه جوړه کړي.

دا په پهلګام کې پر سیلانیانو لومړنی بريد نه دی

کشمير

د عکس سرچینه، Getty Images

پهلګام د هند تر واک لاندې کشمیر کې موقعیت لري چې د سيلانيانو لپاره يوه مشهوره سیمه بلل کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۳.۵ ملیون سیلانیان کشمير ته تللي دي.

دا په پهلګام کې پر سیلانیانو د برید لومړۍ پېښه نه ده.

د ۱۹۹۵ کال د جولای پر څلورمه نېټه شپږ بهرني سیلانیان له پهلګام څخه تښتول شوي وو.

په دوی کې دوه امریکایان، دوه بریتانویان، یو جرمنی او یو نارویژي وګړی و. د "الفاران" په نوم یوې ډلې د دې پیښې مسؤلیت پر غاړه اخيستی و او د حرکت الانصار د وسله والې ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله.

څلور ورځې وروسته، یو امریکایی سیلانی د تښتوونکو له منګولو وتښتېد، په داسې حال کې چې څو اوونۍ وروسته، د یوه نارویژي سیلانی سر پرې شوی جسد وموندل شو چې په سینه یې د "الفاران" نوم کښل شوی و. تر نن ورځې پورې د نورو څلورو سیلانیانو په اړه هېڅ خبر نه دی ورکړل شوی، که څه هم داسې راپورونه وو چې څلور واړه وژل شوي دي.

د ۲۰۲۴ کال په جون کې د جمو به رياسي ولسوالۍ کې په ملکي وګړو یو لوی برید وشو. په دې کې وسله والو د هندو زیارت کونکو په یوه بس ډزې وکړې چې له امله یې نهه کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

د نړيوالو غبرګونونه

کشمير

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په پهلګام کې د ترهګریز برید له کبله خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي پر اېکس خپاره شوي بيان کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته په خطاب کې ويلي "زما ګران ملګری نریندرا مودي، زه د دې وحشیانه برید له امله چې په کې لسګونه بې ګناه خلک ووژل شول او ډېری نور ټپیان شول، ژوره خواشیني څرګندوم."

نوموړي زیاته کړې، "زموږ دعاګانې د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره دي. اسرائیل، لکه تل، د ترهګرۍ پر وړاندې په روانه جګړه کې له هند سره ولاړ دی."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ترهګریزې پیښې په اړه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې د دې "وحشي جرم" لپاره هېڅ توجیه نشته.

نوموړي ويلي، "موږ تمه لرو هغه کسان چې په دې کې ښکېل دي، له سختې سزا سره مخ شي. زه او د روسیې ټول ملت غواړو چې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له هند سره د همکارۍ د لا زیاتولو لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې "وسله وال برید" په کلکه غندلی دی، او ټینګار یې کړی چې "په هېڅ حالت کې د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه د منلو وړ ندي."

د جرمني لومړي وزير اولاف شولز هم په پهلګام کې د ترهګریز برید له امله د ۲۶ کسانو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي پر اېکس يوه خپره شوې اعلامیه کې ويلي، "موږ په پهلګام کې د سیلانیانو پر وړاندې وحشتناک ترهګریز برید په سختو ټکو غندو. زموږ خواخوږي د قربانیانو له کورنیو سره ده او موږ د ټولو ټپیانو لپاره د چټکې روغتیا دعا کوو."

د اروپايي ټولنې مشرې اورسولا وان دیر لاین په کشمیر کې د وسله والو له خوا د لږ تر لږه ۲۶ کسانو وژنه غندلې او دا یې "یو ناوړه ترهګریز برید" بللی دی.

هغه د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته د خواخوږۍ پیغام کې ويلي، "په پهلګام کې ترهګریز برید نن د ډېرو بې ګناه خلکو ژوند واخیست."

د شري لنکا د بهرنیو چارو وزارت د هند تر ادارې لاندې کشمیر په پهلګام کې ترهګریز برید په کلکه غندلی او له هند سره یې خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی دی.

د شري لنکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ويلي، "شري لنکا نن په پهلګام کې وحشتناک ترهګریز برید په کلکه غندي. موږ د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د ژر روغتیا لپاره دعا کوو. شري لنکا د ترهګرۍ د هر ډول بڼو په وړاندې په مبارزه کې د هند حکومت او خلکو سره ولاړ دی. موږ د سیمې سولې او امنیت لپاره خپله نه ماتېدونکې ژمنه بیا تکراروو."

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر وېنسټن پیټرز پر اېکس یوه بیان کې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې د ترهګریز برید غندنه کړې او وايي، "موږ د قربانیانو، د هغوی کورنیو او د هند خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو. موږ په دې سخت وخت کې د خپلو هندي ملګرو سره ولاړ یو."