په کشمیر کې پنځه هندي پوځیان وژل شوي

کشمیر

د عکس سرچینه، Getty Images

هندي چارواکي وايي، د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر په کتوا ولسوالۍ کې د شکمنو وسله والو په برید کې د دوی پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د لومړنیو رپوټونو له مخې، وسله والو له نژدې غونډیو په پوځي موټرو کې پر سپرو پوځیانو برید کړی دی.

چارواکو ویلي، سیمې ته یې مرستندویه ځواکونه ورلېږلي او د برید کوونکو د نیولو لپاره د لټون عملیات هم پیل شوي دي.

کشمیر له ۱۹۸۹ کال راهیسې د هند د واکمنۍ پر ضد د وسله وال والو پېښو شاهد دی، خو په وروستیو کلونو کې تاوتریخوالی په کې کم شوی دی.

په جمو کې د دوشنبې ورځې برید په وروستۍ میاشت کې، سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتېدل په ګوته کوي.

تېره میاشت په سیمه کې د هندو زیارت کوونکو پر یوه بس موټر هم شکمنو وسله والو برید کړی و، چې له امله یې نهه کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان وو.

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ د وروستیو وژل شویو کسانو په اړه "ژوره خواشینی" ښوولې.

او ویلي یې دي، "د ترهګرۍ ضد عملیات روان دي، او زموږ سرتېري هوډ لري چې په سیمه کې سوله او نظم راولي."

رپوټونه وايي، وسله والو، چې کره شمېر یې معلوم نه دی، په یوه سیمه کې چې یوې غونډۍ ته څېرمه او له بله خوا د غره په لمن کې پرته ده، برید وکړ. دوی له غره څخه راښکته شوي او یوه لارۍ یې په نښه کړې ده.

د چارواکو په خبره په دغه برید کې پنځه سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د جون له میاشتې راهیسې، په نسبتا امن جمو سیمه کې د اوو بریدونو رپوټونه ورکول شوي دي.

کشمیر

د عکس سرچینه، ANI

وروستی برید په یوه میاشت کې په کتوا ولسوالۍ کې دویمه لویه پېښه او په دوو ورځو کې په جمو کې پر پوځ دویم برید دی.

د جون په ۱۱مه په کاتوا کې یو عسکر او دوه مشکوک وسله وال په ډزو کې ووژل شول. د یکشنبې په ورځ د جمو په راجوري ولسوالۍ کې د پوځ په یوه کمپ د برید په ترڅ کې یو بل پوځي ټپي شوی و.

هند او پاکستان د کشمیر همالیا سیمه له لسیزو راهیسې له یو بل سره اختلاف لري.

ډيلی پر اسلام اباد تور پورې کوي، چې اورپکو ته پناه ورکوي او په سيمه کې سوله ګډوډوي، خو پاکستان دا تور ردوي.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي روسیې ته تللی

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې د ناټو مشران په واشنګټن کې غونډه کوي، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي روسیې ته په دوه ورځني سفر تللی دی.

ښاغلي مودي روسیې ته خپل سفر د دوشنبې په ورځ له مسکو څخه بهر د ولسمشر ولادیمیر پوتین په استوګنځي کې په غیر رسمي لیدنې پیل کړ.

پر اوکرایین د روسیې تر برید وروسته ناټو د مسکو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او د اوکرایین ملاتړ یې کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اوکرایین جګړه له ولادیمیر پوتین سره د ښاغلي مودي د خبرو یوه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، امریکا له روسیې سره د هند د اړیکو په اړه خپلې اندېښنې له هندې لوري سره شریکې کړې دي.