نرېندرا مودي: "که پاکستان بنګړي نه په لاس کوي، ور په لاس به یې کړو"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مرزا اې بي بیګ
- دنده, بيبيسي اردو، نوی ډیلی
"ویل کېږي، پاکستان بنګړي نه دي په لاس کړي. اې وروره په لاس به یې وي. اوس دوی اوړو ته هم اړتیا لري، برېښنا هم نه لري. اوس موږ نه پوهېږو چې بنګړي هم لري که نه."
د دوشنبې په ورځ، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د بهار ایالت په دریو سیمو کې پرله پسې ټاکنیزو غونډو ته ویناوې کړې. په دې لړ کې هغه په مظفرپور سیمه کې د خپلې وینا په ترڅ کې د اپوزېسیون په نښه کولو، په ځانګړې توګه د طنز په بڼه د پاکستان یادونه کړې او ویې ویل، چې هغه به "پاکستان ته بنګړي ور په لاس کړي."
د نرېندرا مودي دغه څرګندونې په وروستیو ورځو کې د هند د سیمه ییز سیاست په چوکاټ کې د ویناوو یوه لړۍ ښکاري. په دې وروستیو کې ملي کانګرېس او د هند تر ولکې لاندې کشمیر پخواني اعلی وزیر فاروق عبدالله په هند کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د شاملولو په اړه د بي جې پي ګوند د مشر او د دفاع وزیر راج نات سینګ او د کورنیو چارو وزیر امیت شا د څرګندونو په اړه ویلي و: "پاکستان اټومي بم لري، دوی بنګړي نه دي په لاس کړي."
په هند کې په روانو پارلماني ټاکنو کې د پاکستان يادونه يوه عادي پېښه بلل کېږي او ځينې څارونکي وايي، دا د خلکو او رايه ورکوونکو په وېشلو سره د رايو ګټلو يوه قصدي تګلاره ده.
نرېندرا مودي د مظفرپور غونډې ته څه وویل؟

د عکس سرچینه، BJP/YOUTUBE
د مظفر پور په غونډه کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، سیمه ییز پولیس او ښوونکي باید پیاوړی وي، نو د هېواد لومړی وزیر هم باید پیاوړی وي، که نه؟ ایا یو ډارن لومړی وزیر هېواد چلولای شي؟
مودي وویل، تاسو فکر کولای شئ دا خلک (د هند اپوزېسیون) دومره وېره لري. دوی د شپې په خوبونو کې هم د پاکستان اټوم بم ویني. اوس داسې ګوندونه او مشران شته چې د شپې په خوب کې هم د پاکستان اټوم بم لیدلی شي. ایا داسې خلکو ته هېواد ورکول کېدای شي؟
د مودي په وینا، 'د کانګرس د مشرانو او د هند اتحاد (په هند کې د اپوزېسیون اتحاد) د مشرانو څرګندونې څنګه دي؟ ویل کېږي چې پاکستان بنګړي نه دي په لاس کړي. اې وروره! په لاس به یې کړي. اوس دوی اوړو ته اړتیا لري، برېښنا هم نه لري. اوس موږ نه پوهېږو چې بنګړي هم لري که نه.
د مودي دا څرګندونې د فاروق عبدالله د وینا او د کانګرېس د مشر ماني شنکر اییر هغه وینا ته ځواب ښکاري چې ویلي یې وو، پاکستان یو اټومي وسله وال هېواد دی او موږ یې باید درناوی وکړو.
د بنګړو په لاس کول ولې د کمترۍ نښه ګڼل کېږي؟
د ډېرو خلکو په اند د لومړي وزیر نرېندرا مودي څرګندونې د ښځو ضد دي.
د ترنامول کانګرېس مشر او د پارلمان غړي ساکیت ګوکلې پر خپله اېکس (مخکېني ټوېټر) پاڼه لیکلي "مودي په زړه کې دننه له ښځو کرکه لري، پرته له دې چې هغه یې د پټولو څومره هڅه وکړي." له پاکستان سره چې څه کول غواړئ ویې کړئ، خو د بنګړو په لاس کول ولې د کمترۍ نښه ګڼې؟"
هغه زیاتوي، دا د هند یوازینۍ ښځه وزیره ممتا بنرجي ده چې په بنګال کې یې د دغه شخص (مودي) خوب تښتولی دی.
بنګړي په لاس کول د ډار نښه نه ده. په ټول هند کې ښځې بنګړي په لاس کوي او په سختو شرایطو کې سترې زړورتیاوې ښیې. مودي د دوی د زړورتیا او ځواک په سلو کې یو هم نه لري. نریندرا مودي! پر ښځو بریدونه بند کړئ. دا درواغجنې د ښځینه ځواک (ناری شکتي) وینا دا حقیقت نشي پټولی، تاسو هېڅکله هم ښځې مساوي نه دي ګڼلې.
د هند په ټاکنو کې پاکستان ولې یادېږي؟

د عکس سرچینه، FB/THEDAWOODIBOHRAS
خبریال او سیاسي شنونکی ادیتیا مینن بي بي سي ته ویلي، پاکستان اکثره د هندي مسلمانانو لپاره په نیابتي توګه کارول کېږي، چې د بي جې پي رایه ورکوونکو پام ځانته ور واړوي.
هغه وايي: "زه فکر کوم دوی دا کار د دې لپاره کوي چې خپل اصلي رایه ورکوونکي متحرک کړي، ځکه ښايي د دوی رایه ورکوونکي د ۴۰۰ څخه د زیاتو څوکیو ګټلو لپاره په خبرو کې یو څه نرم شوي وي."
بي بي سي په دې اړه په ډیلي کې د جواهر لعل نهرو پوهنتون د سیاسي مطالعاتو د مرکز مرستیال پروفیسور عامر علي سره خبرې کړې، ښاغلی عامر وايي، "هر څوک پوهېږي چې د هند په ټاکنو کې د پاکستان نوم د قطبي کولو لپاره یاد شوی، خو د بي جې پي له خوا د پاکستان په اړه تر دې وړاندې هم دغه شان څرګندونې شوې دي."
هغه زیاتوي، دا چې اوس "ډېر مخامخ او مستقیم سپکاوی شوی، دا چاره په مستقیم ډول د مسلمانانو د په نښه کولو لپاره ترسره کېږي."
ښاغلی عامر علي وايي، دا پدیده خطرناکه ده، ځکه د مسلمانانو د وفادارۍ په اړه پوښتنې راپورته کوي. دا پخوا فرعي خبره وه، خو اوس دا خورا روښانه ده چې تاسو کولای شئ دا د کرکې ویناوو په کټګورۍ کې واچوئ.
هغه د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا شان څرګندونې په څه معنی دي، وايي، "یوه نظریه دا ده چې دوی له تمې سره سم پایلې نه ګوري، نو دا ډول بیانونه خورا سختېږي."











