د پاکستان دفاع وزیر: د ترهګرۍ تخمونه موږ کرلي، کورنیو چارو وزیر: زموږ جوړ کړي مجاهدین ترهګر شول

د عکس سرچینه، Getty Images
په پېښور کې له خونړي برید وروسته چې ګڼ غبرګونونه یې را پارولي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دغه هېواد د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې یوازې دی.
هغه چې نن یې د پاکستان پارلمان کې وینا کوله وویل "پاکستان له ډېر پخوا راهیسې له نړیوالو قوتونو سره د څنګ په څنګ درېدو شوق لري، خو پوښتنه دا ده چې ایا دا نړیوال قوتونه نن له موږ سره ولاړ دي؟ نه هېڅکله نه، هېڅوک مو تر څنګ نه دي ولاړ او پاکستان په دې جګړه کې یوازې دی."
نوموړي وویل، دوه- درې کاله مخکې موږ ته ویل کېدل چې له دې خلکو 'پاکستاني طالبانو' سره خبرې کېدای شي او دوی سوله ییزې لارې ته راځي.
هغه پارلمان ته وویل، په دې اړه بېلابېلې نظریې وې، خو هغه مهال یې هېچا په اړه وروستۍ پرېکړه ونه کړه.
د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه "هغه مهال له افغانستانه ځينې خلک پاکستان ته راوستل شول او په سوات او واڼه کې یې د خلکو غبرګونونه هم را وپارول."
نوموړي پخپلو خبرو کې وویل "د دې ترهګرۍ تخمونه موږ خپله کرلي".
خواجه اصف همداراز د پېښور پېښې په اړه د یوه ډول سیاسي مصلحت یادونه هم وکړه او په وینا یې "نن هم چې څنګه پکار ده د پېښور برید وغندل شي په اړه یې هسې غږونه نه پورته کېږي، په دې کې هم له سیاسي مصلحته کار اخیستل کېږي"، خو دا چې څنګه مصلحت او د چا لخوا هغه ډېر څه ونه ویل.

د عکس سرچینه، Getty Images
"زموږ جوړ کړي مجاهدين ترهګر شول"

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې مهال د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي "د پېښور په پېښه هر پاکستانی خواشینی دی، موږ ته د مجاهدینو تیارولو اړتیا نه وه."
رانا ثناءالله د پاکستان پارلمان کې د وینا پر مهال وویل "موږ له خلکو مجاهدین جوړ کړل او هغه ترهګر شول، اوس هره ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونه قربانۍ ورکوي".
نوموړي دا هم وویل چې د پېښور پېښې په اړه د ټولو خلکو احساسات ځپل شوي او څوک دې د پېښور او لاهور تر منځ توپیر نه کوي.
پښتانه ګیله لري چې د پاکستان ناوړه سیاستونو بیه پرې کوي.
له پېښوره د خلکو استازي او د پارلمان غړي نور عالم د پارلمان ننۍ غونډې ته په وینا کې د ګیلې په ډول وویل "کله چې په پنجاب یا لاهور کې څوک ووژل شي بیا به تاسې جدي شئ".
نوموړي وویل، په پښتونخوا کې سل کسان وژل شوي او د دې مانا دا ده چې ۷۰۰ کسان یې پر وژنه اغېزمن دي.
هغه وویل د پاکستان حکومت وایي چې دلته له ۳۰ کالو راهیسې ناامني روانه ده، خو زموږ پوښتنه دا ده چې "دا کارونه څوک کوي؟ ایا موږ ترهګر یو؟".

د عکس سرچینه، PTV Parliament
هغه همدا راز وویل "پښتانه له پاکستان سره مینه لري، خو دا ګیله هرو مرو لري چې موږ د پاکستان د ناسمو پالیسیو له کبله وژل کېږو."
د پاکستان په پارلمان کې نن د نور عالم تر څنګ ګڼو نورو وکیلانو په حکومت دا نیوکه هم وکړه چې له دې خونړۍ پېښې وروسته ولې د پوځ لوی درستیز او نور امنیتي چارواکي د ځواب لپاره پارلمان ته نه وو ورغلي.
د خلکو استازو له ګڼو غبرګونونو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وکیلانو ته وویل "دلته به خپله لومړی وزیر، د پوځ لوی درستیز او د ایاېسای مشر راشي او پارلمان ته به جزییات ورکړي."
د پاکستان دا لوړپوړی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په یوه مهمه امنیتي سیمه کې تېره ورځ د پولیسو لاین جومات کې چاودنې لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.
پاکستاني چارواکو ویلي په دې ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته رسېدلی او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.












