د پېښور یوه جومات کې چاودنه؛ د وژل شویو شمېر ۱۰۰ تنو ته لوړ شوی

پولیس

د عکس سرچینه، Getty Images

په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د تېرې ورځې چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ته لوړ شوی.

په دې چاودنه کې د ۲۲۱ کسانو د ټپي کیدو هم ویل کېږي.

دا شمېر د ودانۍ شاوخوا د ژغورنې عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته اعلان شوی او ژغورنډلې اعلان کړی چې نور د کنډوالو لاندې څوک نه دي پاتې.

ژغورنډلې ویلي، تېره شپه یې تر ۱۲ بجو د ۲۱ نورو کسانو مړي له کنډوالو راویستلي چې ورسره د وژل شویو کسانو شمېر نږدې سلو ته ورسېد.

د ویډیو تشریح، د پېښور یوه جومات کې خونړۍ چاودنه

خیبر پښتونخوا کې نن یو ورځنی ماتم اعلان شوی.

د دغه ایالت یوه چارواکي محمد اعظم خان په ټوله صوبه کې د یوې ورځې لپاره د ویر اعلان کړی.

دی وايي حکومت د قربانیانو له کورنیو سره په دې غم کې شریک دی او صوبايي‌ حکومت به اغېزمنې شوې کورنې یوازې پرې نږدي.

چاودنه دقیقآ چېرته شوې؟

پېښور

د پېښور پولیسو لاین د دې ښار یوه حساسه امنیتي سیمه ده، چې د پولیس مشرانو دفترونه او د ځينو هغو کورونه هم دي.

د پولیس لاین سیمې ته هر تلونکی کس ټینګ پلټل کېږي او هلته ګڼ شمېر پولیس د امنیت نیولو ته ګومارل شوي، د پولیس لاین شا ته د پېښور مرکزي زندان هم دی.

دا ځای د خیبر په نوم پر یوه مشهور سړک پروت دی او له دې ځایه یوه لار د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی او بله لار د ګورنر تر دفتره تللې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دا یو ځانمرګی برید بللی او په وینا یې د پېښې په اړه لومړنۍ څيړنې پیل شوې دي.

هغه ویلي، د دې ځانمرګي موخه پولیس وو او د هغه په وینا په چاودنه کې ډېری وژل شوي او ټپیان پولیس دي.

د پېښور پولیسو مشر په وینا د چاودنې په ځای کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پولیس وو .

پاکستاني طالبان: برید موږ نه دی کړی

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي‌ټي‌پي) یوه جګپوړي غړي پیل کې دغه برید مسؤلیت ومانه، خو وروسته دې ډلې پکې خپله ښکېلتیا رد کړه.

د ټي‌ټي‌پي ویاند په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې پر جوماتونو، مدرسو، عیدګاوو او نورو سپېڅلو ځایونو بریدونه نه کوي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي "دا پېښه له پاکستاني طالبانو سره هېڅ تړاو نه لري او زموږ د لایحو او عمومي کړنلارې له مخې جوماتونو، مدرسو، د جنازې ځایونو او نورو مقدسو (سپېڅلو) ځایونو کې د مواخذې وړ کارونه جرم دی".

له دغې چاودنې څو ساعته وروسته د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پېښور ته سفر کړی.

پاکستان

د عکس سرچینه، PM Office

شهباز شریف له نورو لوړ پوړو چارواکو سره په دې چاودنه کې د ټپي شویو کسانو پوښتنې لپاره روغتون ته هم ولاړ.

نوموړي پر ټویټر لیکلي "همدا اوس له پېښوره راستون شوم. دا انساني غمیزه د تصور وړ نه ده.‌ دا پر پاکستان تر برید کم نه دی. ملت په غم او ژور ویر کې ډوب دی. شک نه لرم چې ترهګر زموږ د ملي امنیت تر ټولو لوی ګواښ دی."

هغه اعلان وکړ چې د کورنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې چې د خیبرپښتونخوا پولیسو د صلاحیت په ډېرولو کار وکړي.

د پېښور د پولیسو یوه مسول ریاض محسود په وینا "په دغه ځای کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او امنیتي ادارې په دې لګیا دي چې معلومه کړي د سخت امنیتي تدابیرو سربېره برید کوونکی څنګه دغه مهم ځای ته ځان رسولی."

پاکستان

د عکس سرچینه، AFP

د پاکستان پخواني ولسمشر او د اوسني حکومت یوه شریک اصف علي زرداري په دې پېښه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ویلي "په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو فعالیتونه خورا خطرناک دي."

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي "د ترهګرۍ ډيریدو ته په کتو موږ ته پکار دي، چې خپلې استخباراتي ادارې پیاوړې او خپل پولیس په نویو وسلو سمبال کړو."

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پښتنو یوه استازي محسن دوړ ویلي "په پښتونخوا کې له ډېرې مودې جګړه روانه ده او پښتانه په قصدي ډول وژل کېږي."

هغه ویلي، د پاکستان مرکزي حکومت اوس هم د افغانستان پر وړاندې له خپلې ناوړه او ناکامه پالیسۍ انکار کوي.

د هغه په وینا "د طالبانو ملاتړ کوونکي باید د ورته پېښو حساب او ځواب ورکړي."