د پېښور یوه جومات کې خونړي برید ته غبرګونونه

پېښور

د عکس سرچینه، Getty Images

په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۷ ته لوړ شوی. دې برید ته په کور د ننه او بهر په پراخ کچ توند غبرګونونه ښودل شوي.

که څه هم لومړي سر کې د برید مسؤلیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ یوه مشر ومانه، خو وروسته د ټي‌ ټي‌ پي ویاند په یوه ویناپاڼه کې وویل، دوی پر جوماتونو، مدرسو، عیدګاوو او نورو سپېڅلو ځایونو بریدونه نه کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش یوه ویاند سټیفن دوچارېک تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ښاغلی ګوتېرېش د پې‍ښور په یوه جومات کې ځانمرګی برید په کلکه غندي.

دی وايي په ځانګړې توګه دا برید چې په یوه عبادتځي شوی، ناوړه عمل دی.

د هغه په ټکو، د مذهب ازادي، د نظر ازادي او په سوله ییز چاپېریال کې د عبادت کولو وړتیا د انسانانو له اساس‍ي حقونو څخه دي.

اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم دا برید غندلی او له قربانیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي ښودلې ده.

دغه سفارت پر ټویټر یوه بیان کې دا بوږنوونکی برید بللی او وايي چې ترهګري چې په هره بڼه وي دوی یې غندي.

په افغانستان کې هم د طالبانو حکومت په ګډون ځینو پخوانیو سیاسي مشرانو د پېښور په یوه جومات کې یاد ځانمرګی برید غندلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی په جوماتونو کې پر عبادت کوونکو برید غندي او ورته کړنې د اسلام دین له لارښوونو سره په تضاد کې ګڼي.

دغه وزارت د یادې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ اظهار کړی دی.

"د ترهګرۍ جرړو په نښه کولو ته اړتیا ده"

په ورته مهال د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني هم د پېښور د وروستي ځانمرګي برید له زیانمنو سره خواخوږي ښودلې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو یې ویلي اسلامي نړۍ کې یوې لویې اجماع او سیمه کې د ترهګرۍ د جرړو په نښه کولو ته اړتیا ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

هغه زیاته کړې، پاکستان لا هم دا فرصت لري چې په ټولیز ډول هغو ګواښونو ته نوې لار پیدا کړي چې تر دې دمه یې ورسره په تاوتریخوالي او پوځي لارو مبارزه کړې.

د افغانستان بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم یاد ځانمرګی برید د بشریت پرضد یو جنایت بللی او ویلي یې دي، ورته کړنې د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف دي.

د افغانستان د پخواني دولت د سولې عال‍ي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ویلي، ترهګري په هرځای او حالت کې د غندنې ده.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان د ورته پېښو د یوه قرباني په توګه په غوره ډول درک کوي چې د ورته پېښو ډېری قربانیان ملکي کسان وي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پېښور دغه برید په ټینګه غندلی او دا یې یو ترهګریز عمل بللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، سعودي پر عبادتځایونو بریدونه او د ترهې خپرول او د بې‌ګنا خلکو د وینې تویېدل غندي.

"د طالبانو ملاتړي باید د ورته پېښو حساب او ځواب ورکړي"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

په کور د ننه پاکستان کې هم ددغه هېواد د ملي جمهوري غورځنګ یوه پښتون مشر محسن دوړ ویلي، په پښتونخوا کې له ډېرې مودې جګړه روانه ده او پښتانه په قصدي ډول وژل کېږي.

ښاغلي دوړ زیاته کړې، د طالبانو ملاتړي باید د ورته پېښو حساب او ځواب ورکړي.

پېښور کې له یاد ځانمرګي برید وروسته، پلازمېنه اسلام اباد کې او همدارنګه سېند ایالت کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.

وړاندې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ (ټي‌ ټي‌ پي) یوه لوړپوړي غړي ددغه برید مسؤلیت ومانه، خو دې ډلې وروسته پکې خپله ښکېلتیا رد کړه.

د ټي‌ ټي‌ پي ویاند په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې پر جوماتونو، مدرسو، عیدګاوو او نورو سپېڅلو ځایونو بریدونه نه کوي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي "دا پېښه له پاکستاني طالبانو سره هېڅ تړاو نه لري او زموږ د لایحو او عمومي کړنلارې له مخې جوماتونو، مدرسو، د جنازې ځایونو او نورو مقدسو (سپېڅلو) ځایونو کې د مواخذې وړ کارونه جرم دی".

پاکستاني مشران

پېښور

د عکس سرچینه، Getty Images

له دغې چاودنې څو ساعته وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز عاصم منیر پېښور ته سفر کړی.

شهباز شریف له نورو لوړ پوړو چارواکو سره په دې چاودنه کې د ټپي شویو کسانو پوښتنې لپاره روغتون ته هم ولاړ.

نوموړي پر ټویټر لیکلي، "همدا اوس له پېښوره راستون شوم. دا انساني غمیزه د تصور وړ نه ده.‌ دا پر پاکستان تر برید کم نه دی. ملت په غم او ژور ویر کې ډوب دی. شک نه لرم چې ترهګر زموږ د ملي امنیت تر ټولو لوی ګواښ دی".

د پاکستان پخواني ولسمشر او د اوسني حکومت یوه شریک اصف علي زرداري په دې پېښه د خواشینۍ څرګندولو تر څنګ ویلي "په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو فعالیتونه خورا خطرناک دي."

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي "د ترهګرۍ ډېرېدو ته په کتو موږ ته پکار دي، چې خپلې استخباراتي ادارې پیاوړې او خپل پولیس په نویو وسلو سمبال کړو."