د پېښور یوه جومات کې خونړۍ چاودنه

د ویډیو تشریح، د پېښور یوه جومات کې خونړۍ چاودنه

په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳ ته لوړ شوی او لا هم د ودانۍ لاندې ایسارو خلکو ایستلو عملیات روان دي.

د پېښې ډېری قربانیان نږدې د پېښور لېډي رېډېنګ روغتون ته وړل شوې.

د پېښور پولیسو مشر په وینا د چاودنې په ځای کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ پولیس وو .