امریکا ته د مودي سفر؛ اېلن ماسک وايي، ټيسلا به ''څومره ژر چې کېدای شي'' په هند کې فعالیت پیل کړي

مودي، ماسک

د عکس سرچینه، Ani

د عکس تشریح، ښاغلي ماسک له لومړي وزیر مودي سره خپلې خبرې ''عالي'' بللې دي.
    • Author, میریل سباستین
    • دنده, بي بي سي

د ټیسلا موټر جوړوونکي شرکت مشر ایلن ماسک وايي، د برېښنايي موټر جوړونکی شرکت به "څومره ژر چې کېدای شي '' هند کې فعالیت پیل کړي.

نوموړي دا څرګندونې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره تر لیدنې وروسته وکړې. د یادونې ده چې لومړی وزیر نریندرا مودي د امریکا متحده ایالاتو ته په یوه رسمي سفر تللی دی. د هند حکومت وايي، ښاغلي ماسک ته یې بلنه ورکړې، چې هېواد کې یې د برېښنايي توکو اړوند نوښتونو او پرمختګونو ته زمینه برابره کړي او همدارنګه د فضايي چارو اړوند سوداګرۍ کې هم کاروبار پیل کړي.

ښاغلي ماسک په دې اړه وویل، مناسب وخت ته په تمه دی ترڅو وکولی شي د دې هر څه رامنځ ته کول ممکن کړي. د یادونې ده، چې ښاغلی ماسک د خواله رسنۍ ټویټر څښتن هم دی.

له ښاغلي مودي سره د ښاغلي ماسک لیدنه څو ورځې وروسته له هغه وشوه، چې د ټویټر بل شریک جیک ډورسي پر هند تور پورې کړ. ښاغلي جیک هند حکومت تورن کړ، چې هند د ځینو منځپانکو په لېرې کولو کې ورسره مرسته نه کوي او ګواښ یې وکړ، چې دا پلیټ فارم به بندوي.

د ښاغلي ډورسي دا څرګندونې له یوې خپلواکې خبري خپرونې سره مرکه کړې. د هند حکومت بیا د نوموړي دا څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې "ښکاره دروغ" وبلل. ښاغلي ماسک په دې اړه وویل، چې دوی کومه بله لاره نه لري یا به د حکومتونو اطاعت کوي او یا دا چې خپل خدمات به هالته بندوي.

نوموړي وویل:"موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې د قانون تر سیوري لاندې د ازادو خبرو زمینه برابره کړو."

ښاغلي ماسک خبریالانو ته وویل: "هغه (ښاغلی مودي) په حقیقت کې هند ته ډېره پاملرنه کوي، ځکه هغه موږ هڅوي چې په هند کې د پام وړ پانګونه وکړو، دا هغه څه دي چې موږ یې نیت لرو. انتظار کوو چې سم وخت یې راشي. زه ډاډه یم چې ټیسلا به په هند کې وي او څومره ژر چې له انساني پلوه ممکنه وي. "

رویټرز خبري اژانس تېره میاشت راپور ورکړی و، چې ټیسلا په هند کې د برېښنايي موټرو جوړولو لپاره د یوې فابریکې جوړولو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي ماسک زیاته کړه، چې هیله لري هند کې د سټار لینک په مټ انټرنېټي چوپړونه هم وړاندې کړي، دا خدمات د نوموړي د سپېس ایکس شرکت لخوا برابریږي.

نیویارک ته د ښاغلي مودي سفر

ښاغلی مودي د سې شنبې پر ورځ نیویارک ته د درې ورځني رسمي سفر لپاره ورسېد. دا سفر د هند او متحده ایالاتو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یو مهم بلل کېږي. نوموړی به د پنجشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر جوبایډن سره وویني او د ښه راغلاست غونډه په ورته جوړه کړي.

بل لور د سې شنبې پر ورځ د امریکا د متحده ایالاتو شاوخوا ۷۰ پارلمان غړو خپل ولسمشر جو بایډن ته لیکلي و، چې له ښاغلي مودي سره د بشري حقونو پر موضوع وغږیږي.

دوی وايي، هند کې د نورو مذهبونو پر وړاندې او د بیان ازادۍ پر وړاندې زغم په کمېدو دی او همدارنګه د مدني ټولنو په نښه کول د اندېښنې وړدي.