لټکو او مارانو د ټیسلا شرکت کار ودراوه

ټیسلا

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، فعلان وايي، د ټیسلا شرکت فابریکې جوړېدل د لټکو او مارانو استوګنځي ته خطر دی

په جرمني کې د چاپېریال ساتنې برخه کې د فعالانو تر کمپاین وروسته یوې محکمې ټیسلا شرکت اړ کړی چې په هېواد د فابریکې جوړولو چمتووالی ودروي.

د الکترونیکي ګاډو جوړوونکي دغه شرکت غوښتل برلین ته څېرمه اروپا کې د ګاډو او بېټریو جوړولو کمپنۍ لپاره ځنګل پاک کړي.

خو د دې پروژې مخالفانو ویلي، دا کار د لټکو او مارانو استوګنځی ګواښي.

فرانکفورټ کې محکمې امر کړی چې د لا ډېرو څېړنو تر پای ته رسېدو پورې د ځنګل پاکول ودرول شي.

د روان کال لومړیو کې یوې بلې محکمې هم د ختیځ برانډبورګ په ګرینهېډ کې د "ګېګا فاکټري" په نامه د ټیسلا د فابریکې جوړولو ضد امر کړی و.

مخکېنی حکم داسې مهال شوی و، چې د وحشي ژوو د ژوند په اړه وېره وه او په سیمه کې د اوبو رسولو چارې روانې وې.

تر اوسه ټیسلا په ښکاره د محکمې د وروستي حکم په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو لاهم وروستۍ پرېکړه پاتې ده.

د چاپېریال ساتنې ډلې وايي، د ځنګلونو لیرې کول به د ریګي لټکو او د جبې مارانو استوګنځی له منځه وړي چې دواړه باید وساتل شي.

دغو ډلو دا اندېښنه هم ښودلې چې د فابریکې جوړول به دغو مارانو او لټکو ته د دوی د ژمني خوب پرمهال لوی مزاحمت وي.

په برانډنبورګ کې د زرغون اتحاد مشر هاینز هیرفیګ ماشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ان ټیسلا هم باید ځان له قانون پورته ونه ګڼي."

د ټیسلا شرکت مشر ایلون ماسک په تېر نومبر کې د دې فابریکې د جوړولو پلان اعلان کړ، چې ډېرې نیوکې هم پرې وشوې.

ده وویل، د فابریکې رسمي چارې به د ۲۰۲۱ کال د جولای له لومړۍ نېټې پیلېږي چې هدف به هر کال د ۵۰۰ زره ګاډو تولیدول وي.

ماسک زیاتوي، دا شرکت په ګرینهېډ کې د بېټریو تر ټولو لویې نړیوالې فابریکې جوړولو هوډ لري.

ټیسلا

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، ټیسلا اوسمهال په امریکا او د چین په شنګهای کې د (ګېګا فاکټري) دوې فابریکې لري.

خو د دغه شرکت دا دریځ په جرمني کې د چاپېریال ساتنې د فعالانو، مسیحي دیموکرات ګوند او ازادو دیموکراټانو ګوند ترمنځ د اختلاف لامل وګرځېد.

دواړو ګوندونو د ټیسلا د نوې فابریکې له جوړولو سره له دې وېرې موافقه ښودلې که رد یې کړي نو جرمني به نور شرکتونه کار ته ونشي هڅولی.

ټیسلا د جرمني له چاپېریال اړوند وزارت د خپلې فابریکې جوړولو اجازه اخیستې، چې کابو ۹۱ هکټاره ځنګل کې به زرګونه ونې وهل کېږي.

خو وروستۍ اجازه د ځايي چارواکو تر موافقې پورې اړوند ده، چې د چاپېریال ساتنې له ډلو او سیمه ییزې ټولنې سره بحث پرې وکړي.

د فابریکې جوړولو چارې وروسته تر هغه ودرول شوې چې د کار په ځای کې د دویمې نړیوالې جګړې اوه ماینونه وموندل شول.

ټیسلا له سیمه ییزو چارواکو او د چاپېریال ساتنې له سیمه ییزو ډلو سره په تېر اکتوبر کې سلامشورې وکړې او تر ۴۰۰ ډېر شکایتونه او اندېښنې وړاندې شوې.

ټیسلا اوسمهال په امریکا او د چین په شنګهای کې د (ګېګا فاکټري) دوې فابریکې لري.

د روان کال لومړیو کې، د نړۍ تر ټولو قېمتي ګاډو جوړولو کې ټیسلا پر ټویوټا شرکت مخکې شو.