برېښنايي لارۍ به اوس لارې لنډوي

ټېسلا نومي شرکت چې برېښنايي ګاډي جوړوي، لومړۍ ځل برېښنايي لارې سړک ته ایستلې.

ټېسلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټېسلا نومي شرکت چې برېښنايي ګاډي جوړوي، لومړۍ ځل برېښنايي لارې سړک ته ایستلې.
ټېسلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټېسلا وايي، برېښنايي لارۍ به ډیزلي لارۍ چې د لویو لارو واکمن بلل کېږي، وننګوي
ټېسلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شرکت ادعا کوي، چې ټیسلا سیمي به له یو ځل چارج کېدو وروسته وکولای شي تر ۵۰۰ کیلومترو پورې لار ووهي.
ټېسلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټېسلا ویلي ۲۰۱۹ کال له پیل سره به بازار کې د خرڅلاو لپاره دغه لارۍ وړاندې کړي.
ټېسلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دغې لارې سرعت په ۲۰ ثانیو کې له صفر نه په یوه ساعت کې ۶۰ میلو ته رسېدای شي او ۳۶ زره ۲۸۷ کیلوګرامه بار لېږدولای شي.
ټېسلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاس اینجلس کې د ټېسلا کارخانې کې د خبرو پر مهال د ټېسلا کمپنۍ اجرايي مشر ایلن مسک ویلي، دا لارې له هغو ټولو ګوښې او ځانګړې ده، چې تر اوسه مو چلولې.
ټېسلا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د لارۍ معرفي پر مهال د ټېسلا اجرایي مشر ایلن مسک یو سپورتي ګاډی هم پېژندګلوۍ ته وړاندې کړ، دغه سور رنګه موټر ناڅاپه د برېښنايي لارې له ډالې راووت