د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر زیارت کوونکو برید؛ نهه کسان وژل شوي لسګونه ټپیان دي

pk

د عکس سرچینه، ANI

پولیس وايي، مشکوکو وسله والو د هند تر ولکې لاندې د جمو په ریاسي ولسوالۍ کې پر یوه بس چې هندي زیارت کوونکي یې لېږدول مرګونی برید کړی دی.

په دغه برید کې نهه کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

لومړنیو رپوټونو کې د لسو کسانو د وژل کېدو ویل شوي وو.

چارواکو ویلي، په غرنۍ سیمه کې له دغه برید وروسته موټر د چلوونکي له کنټروله وتلی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.

پر خواله رسنیو بېلابېلو خپرو شویو تصویرونو کې هم ښکاري چې بس یوه ګړنګ ته پرېوتی او مرستندویانو لاندې په قربانیانو پسې ګرځي.

تر دې پېښې وروسته د پوځ او پولیسو له خوا په سیمه کې د بریدکوونکو لټون روان دی.

چاوراکو ویلي، لومړي وزیر نرېندرا مودي وضعیت ارزولی او ټپیانو ته یې د جدي‌ او بېړنۍ پاملرنې غوښتنه کړې."

د دغه برید خبر تر هغې لنډ وخت وروسته ورکړ شو، چې نرېندرا مودي درېیمې دورې لپاره د هند لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

د سیمې مسوول چارواکې مانوج سینها پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "هغه ټول کسان به ډېر ژر مجازات شي چې په دغه ناوړه کار کې ښکېل دي."

هغه همدا راز ویلي په دې پېښه کې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته به ۱۲۰۰۰ ډالره او هر ټپي ته شپږ سوه ډالر غرامت ورکړ شي.

بس د هندوانو یوه مشهوره زیارت (ماتا ویشنو دېوي) ته پر لار و چې برید پرې وشو.

pk

د عکس سرچینه، ANI

تر اوسه د برید مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو د سیمې د پولیسو مشر موهیتا شرما رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې مشکوکو وسله والو کړی.

د کشمیر پر سر له شپږ لسیزو راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ شخړه روانه ده.

دغو دواړو پر اټومي وسلو سمبالو ګاونډیو د دغه ځای د ملکیت پر سر چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، دوه جګړې هم کړې دي.

ډیلی پاکستان کشمیر کې جنګېدونکو وسله والو ته په پناه ورکولو تورنوي، خو پاکستان یې ردوي.

د جمو ریاسي ولسوالۍ کې د دغه برید قربانیان د راجستان او اتراپرادېش ایالت اسېدونکي وو.

دوه ماشومان هم پکې دي.

د قربانیانو له کورنیو یوه کس ویلي تر هغې وروسته چې بس کندې ته لوېدلی، بیا هم ډزې نه دي درېدلې.

امیت شاه چې د مودي تېره دوره کې د هند کورنیو چارو وزیر و، پر دې پېښه خواشینې ښودلې.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي: "د دې غمجن برید مسولین به پټ پاتې نه شي او د قانون له منګولو نه خلاصېږي."

د هند د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي امنیتي وضعیت تر پوښتنې لاندې راوست.

هغه پر اېکس د پېښې په غبرګون کې لیکلي: "دا شرموونکې پېښه په جمو او کشمېر کې د بد امنیتي وضعیت تصویر او د اندېښنې وړ دی."

په ۲۰۱۷ کال کې هم اووه هندو زیارت کوونکي چې شپږ یې ښځې وې، زیارت ته پر لار وژل شوي وو.