کشمیر کې برید کوونکې ډله جیش محمد څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پنجشنبې پر ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند پر نیمه پوځي ځواک یوه موټر بم برید کې لږ تر لږه ۴۴ سرتېري ووژل شول. دا له ۱۹۸۹ راهیسې په کشمیر کې پر هندي امنیتي ځواکونو تر ټولو خونړی برید بلل شوی.
بل لور ته پاکستان مېشتې سخت دریځې وسله والې ډلې جیش محمد ویلي، دغه برید دوی کړی دی. د دغې ډلې مخینه لنډه خو له لوړو ځوړو ډکه ده.
د دغې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر کشمیر کې زنداني و، چې د یوې هندۍ الوتکې یرغمل کېدو پایله کې له دوو نورو ملګرو عمر سعید شیخ او مشتاق زرګر سره یو ځای خوشی شو.
پاکستان ته له رسېدو سملاسي وروسته مسعود اظهر د یوې بلې ډلې حرکت المجاهدین له مشر مولانا فضل الرحمان خلیل سره لیدنه کې پر تتظیمي مسایلو وغږيد.
د سرچینو په خبره مسعود اظهر په هغه لیدنه کې د لوړ پوړي حیثیت غوښتنه کوله او فضل الرحمان خلیل ورته د څه مودې لپاره د پټه خوله پاتې کېدو توصیه کوله. له همدې کبله یې د دوی هغه لیدنه ډېره کامیابه نه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغې لیدنې لږ وروسته د ۲۰۰۰ کال په جنورۍ کې مسعود اظهر د پاکستان کراچۍ ښار کې د یوه لاریون پر مهال د جیش محمد په نامه خپله نوې ډله اعلان کړه. ۲۰۰۱ کال اکتوبر کې د کشمیر پر ایالتي پارلمان برید وشو، چې ۳۰ کسان پکې ووژل شول او پړه یې پر جیش محمد واچول شوه.
له هغه وروسته ۲۰۰۱ کال کې پلازمېنه ډیلي کې د هند پارلمان پر ودانۍ له بریده نیولې په ۲۰۰۲ کال کې پاکستان کې د امریکايي خبریال ډنیل پرل تر وژنې پورې پېښو کې د پړې ګوته جیش محمد ته ونیول شوه.
د خبریال پرل په وژنه کې د القاعده مهم مشر خالد شیخ محمد مخامخ ښکېلتیا سره د جیش محمد او القاعده تر منځ اړیکي هم ثابت شول.
هند، برتانیا او امریکا ډېر ژر جیش محمد ترهګره ډله وبلله او له هغه وروسته د ۲۰۰۲ کال جنورۍ کې د پاکستان پوځي واکمن پروېز مشرف هم دغه ډله ناقانونه اعلان کړه او مسعود اظهر یې کور کې نظر بند کړ. خو دې سره هم د مسعود اظهر فعالیتونه روان وو او د (خادم الاسلام) په نامه یې ډلې د ده په مشرۍ فعالیت کاوه.
له جیش محمد یوې بېلې شوې ډلې بیا د جماعت الفرقان په نامه فعالیت پیل کړ. ۲۰۰۳ کال کې جنرال مشرف حکومت دغه دواړه ډلې هم ناقانونه اعلان کړې، خو د دوی فعالیتونه بیا هم روان وو.
د بېلې شوې ډلې مشر مولانا عبدالجبار پر جنرال مشرف د برید په تور ونیول شو، چې یو کال وروسته بېرته خوشی شو. داسې باور کېږي، چې مسعود اظهر د پاکستاني پنجاب په بهاولپور ښار کې اوسي.
هند څو ځله له پاکستانه غوښتي چې مسعود اظهر ور وسپاري، خو پاکستان وايي، د نوموړي خلاف ثبوتونه نشته او هند ته یې له سپارلو انکار کړی.
له هغه وروسته چې ملګرو ملتونو جیش محمد (ترهګره) ډله وبلل، هند د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې د مسعود اظهر نوم شاملولو غوښتنه هم کړې، خو د پاکستان دوست هېواد چین یې مخالفت کړی.

د عکس سرچینه، AFP
د پنجشنبې له برید وروسته د جیش محمد لخوا یو ویډيويي کلېپ خپور شو، چې ویل کېږي له برید مخکې ثبت شوی او د هند (انډیا ټوډې) نومې ټلویزیون هم دغه کلېپ خپور کړ.
ویډیويي کلېپ کې د عادل ډار په نامه یو زلمی لیدل کېږي چې وايي کشمیر کې له مسلمانانو سره ظلم کېږي.
نوموړی وايي، پروسږ کال د جیش محمد ډلې غړی شوی دی او له هغه وروسته د دغه برید هدف ورکړل شوی و. نوموړی دغه راز وايي د کلېپ خپریدو تر مهاله به 'جنت ته رسېدلی یم. '
د ۲۰۱۷ کال دسمبر کې همدې ډلې یوه بل ویډیويي کلېپ خپور کړی و، چې د فریدین احمد په نامه یو ۱۶ کلن زلمی پکې غږيده. نوموړي ادعا کړې وه چې د هندي چارواکو د څرګندونو خلاف د جیش محمد وسله وال لا هم په کشمیر کې فعال دي.








