'پاکستان باید وښيي، چې د ترهګرۍ له منځه وړلو کې جدي دی'

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما وايي، 'پاکستان د ترهګرو خلاف فعالیتونو کې پر سم لوري روان دی، خو وايي پاکستان باید وښيي، چې د ترهګرو له منځه وړلو کې جدي دی.'
د یکشنبې په ورځ واشنګټن کې له پریس ټرسټ اف انډيا سره خبرو کې ولسمشر اوباما ویلي، دی فکر کوي پاکستان د هغو ترهګرو ډلو خلاف اغیزمن فعالیت کولای شي، چې د دغه هېواد له خاورې ترهګریزې کړنې کوي او وايي باید همداسې وشي.
د نوموړي په وینا پاکستاني مشران پوهیدلي، چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو ناوړه حالت خپله د پاکستان لپاره هم زیانمنونکی دی او د ترهګرو خلاف د فعالیت پاکستانۍ پالیسي وايي سمه ده: ' دا یوه سمه پالیسي ده، په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له برید کېدو وروسته موږ ولیدل، چې پاکستان د یو شمېر ځانګړو ډلو خلاف فعالیتونه وکړل او ورسره موږ پاکستان کې پر پوهنتون د برید په شمول پرلپسې د ترهګرو بریدونه هم ولیدل.'
د ښاغلي اوباما په وینا پاکستان فرصت لري، چې وښيي د ترهګرو شبکو له منځه وړلو او د دغو ډلو غیر قانوني اعلانولو موضوع کې جدي دی.

د عکس سرچینه، AFP
نوموړي دا هم ویلي، چې دغه سیمه ( سویلي اسیا ) کې او د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرو خوندي پټنځایونه په هېڅ ډول باید و نه زغمل شي او وايي ترهګر باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د امریکا ولسمشر دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې هندوستان پر پټان کوټ هوايي اډې د برید تور پر سخت دريځه پاکستانۍ ډلې جېش محمد پورې کړی دی.
پاکستان له یاد بریده وروسته څېړنو کې له هند سره د بشپړې مرستې اعلان وکړ او له دغه اعلانه څو ورځې وروسته یې د یادې ډلې دفترونه وتړل او مشر یې مسعود اظهر ونیول شو.
د یکشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف لندن کې وویل، چې پر پټان کوټ هوايي ډګر د برید څېړنې او د هند له لوري ورکړل شوي معلومات څېړل کېږي، چې وايي له بشپړيدو وروسته به یې حقیقت برالا شي.
د نوموړي په وینا دې لړ کې به د پاکستان یو څېړنیز ټیم د نورو شواهدو یو ځای کولو لپاره هند ته سفر وکړي.
۔








