کشمیر: ایا د طالبانو حکومت د هند او پاکستان جنجال کې ښکېلېږي؟

د عکس سرچینه، PakistanFouj/X
- Author, یاسین رسولي
- دنده, بيبيسي
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ له هند سره د پوځي ټکر لپاره تیارېږي. هند او پاکستان درې ځلې سره جنګېدلي، چې دوه ځلې یې پر کشمیر وو. کله چې دواړو اټومي وسلې جوړې کړې، څو ځلې پوځي تاوتریخوالي ته سره رسېدلي.
وروستی ځل هم د ۲۰۱۹ کال په وري میاشت کې و، چې د "جیش محمد " ډلې ځانمرګي برید کې ۴۰ هندي سرتېري ووژل شول، د هند جېټ الوتکو د پاکستان شمال ختیځ کې بالاکوټ کې د دې ډلې پر روزنځي هوايي برید وکړ.
د ډونلډ ټرمپ په لومړۍ واکمني کې د امریکا د هغه وخت بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د خپلو خاطرو کتاب کې لیکلي، "نړۍ لا هم سمه نه پوهېده چې هند او پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې څومره اټومي جګړې ته سره نژدې شوي وو."
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د اپرېل پر ۲۸ له هند سره د ممکنه جګړې خبره وکړه.
هغه رویټرز ته وویل: "موږ خپل ځواکونه پیاوړي کړي، ځکه دا داسې څه دي چې ژر پېښېږي او په دغو حالاتو کې باید ستراتیژیکې پرېکړې وشي او دا پرېکړې شوې دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
وسلوالو د اپرېل پر ۲۲ د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام کې ۲۶ سیلانیان ووژل.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو د هند امنیتي سرچینو په پاکستان کې د "لشکر طیبه" څانګه دې برید کې په لاس لرلو تورنه کړې ده.
هند بیا پاکستان پر "له پولې بهر ترهګرۍ " تورن کړی دی، خو اسلام اباد دا تورونه یو مخ رد کړي دي.
امریکا د چین پر وړاندې د هند پر همکارۍ حساب کوي او نوي ډېلي ته د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس له سفر سره هممهاله د کشمیر پېښې ته د هند سخت غبرګون له دې سفره هم اغېزمن و.
ډونلډ ټرمپ هم د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اړوند پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "موږ له هند او پاکستان سره ډېر نژدې یو. هغوی ښايي زرګونه کلونه یا هم تر دې ډېر پر کشمیر جنګېدلي وی."
خو پر کشمیر د دوی اختلاف د ۱۹۴۷ کال خپلواکۍ ته ورګرځي چې پکې دغه سیمه د هند او پاکستان ترمنځ ووېشل شوه او اسلام اباد او نوی ډېلی پر ۱۹۴۷ او ۱۹۵۶ کال پر کشمیر دوه ځلې سره جګړه کړې ده.
د طالبانو حکومت هند ته نژدې شوی؟

د عکس سرچینه، Taliban Foreign Ministry
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د هند واک لاندې کشمیر کې برید غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوولې او دا پېښه یې "د سیمې د امنیت او ټیکاو د خرابولو هڅه " بللې ده.
ځینې پاکستاني شنونکي او رسنۍ اوسني کړکېچ کې طالبان د هند په ملاتړ تورنوي او برعکس د هند خواله رسنیو کارن له دغه هېواد سره د طالبانو تعامل مهم بولي.
دا ډول د افغانستان، پاکستان او ایران په چارو کې د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال انند پرکاش د اپرېل پر ۲۷ کابل ته لاړ.
هغه د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د دواړو هېوادونو اړیکي "مهم" وبلل او زیاته یې کړه چې هند غواړي په افغانستان کې خپلې پخوانۍ بنسټیزې پروژې بېرته پیل کړي.
"هند به له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوم ور کړي، غواړي ځینې بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړي او ځنډېدلې پروژې بیا پیل کړي."
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې هم د هند او پاکستان وروستي تاوتریخوالي ته له اشارې پرته ویل شوي، "په دې لیدنه کې د سیمې پر سیاسي حالت خبرې وشوې."
واشنګټن کې د سوېلي اسیا شنونکي مایکل کوګمن بيبيسي ته وویل: "دا لیدنه حیرانوونکې نه ده. طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې څو ځلې له هند سره په لوړه کچه تعامل کړی دی."
خو هغه باوري دی چې هند په سیمه کې د پاکستان "منزوي کول" غواړي او د طالبانو حکومت سره اړیکي زیاتول یې "یوه ځواکمنه لار ده."
"دې ته په پام چې له پاکستان سره د طالبانو اړیکي بد حالت کې دي. دا ډله به له هند سره لیدنه ارزښتناکه وبولي. په همدې وخت کې هند هیلمن دی چې پاکستان په سیمه کې منزوي کړي. کشمیر کې د تېرې اونۍ له برید وروسته یې دغه هدف ډېر مهم شوی دی. په سیمه کې د پاکستان ډډې ته کولو لپاره هند ته یوه ځواکمنه لار د اسلام اباد له پخوانیو دوستانو یانې طالبانو سره د اړیکو پیاوړي کول دي.
په اسلام اباد کې د پوهنتون استاد قندیل عباس د بي بي سي یوې راډیويي خپرونې ته وویل" هندي ډیپلوماتانو د دې لپاره افغانستان ته سفر کړی و چې د طالبانو ملاتړ ترلاسه کړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د ۲۰۲۵ کال جنورۍ کې د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرام مسیري سره په دوبۍ کې ولیدل.
دا په ۲۰۲۱ کال د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې د دې ډلې د حکومت او هند ترمنځ د تر ټولو لوړې کچې لیدنه ده.
افغانستان په دودیز ډول هڅه کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ کې بېپرې پاتې شي. د جمهوریت دوو لسیزو نظام کې هڅه وشوه هند او پاکستان په دې قانع کړي چې په افغانستان کې د دوی فعالیت د یو بل پرضد ونه ګڼل شي، خو نوي ډېلي او اسلام اباد دغه پیغام په دې بڼه نه اخیست.
په هند کې د افغانستان پخواني سفیر بي بي سي سره په خبرو کې وویل، افغانستان تل د هند او پاکستان د سیالۍ منځ کې راغلی او زیان یې لیدلی. هغه وویل "طالبان لا هم نه پوهېږي چې کوم اړخ کې ودرېږي."
د پاکستان پوځ: ټي ټي پي د هندي مشرانو له خوا له افغانستان عملیات کوي

د عکس سرچینه، PakistanFauj/X
اوسمهال د پاکستان پوځ وايي، تېرو درېیو ورځو کې یې ۷۱ وسلوال وژلي چې "له افغانستان دغه هېواد ته ننوتل."
معلومه نه ده چې د پاکستان پوځ دې ادعا سره چې "له افغانستان ور ننوتلي" لسګونه ټي ټي پي وسلوال یې وژلي دې کړکېچ کې د طالبانو حکومت ښکېلول غواړي که نه.
د پاکستان پوځ وايي دې عملیاتو کې یې بې پیلوټه الوتکه کارولې ده.
د پاکستان پوځ پاکستاني طالبان "خوارج " بولي او وايي چې "د هندي مشرانو په خوله یې کار کاوه." پوځ پر اېکس د اعلامیې خپرولو سره د وژل شویو کسانو او ولجه شوې وسلې انځورونه هم پورته کړي چې د اپرېل له ۲۵ تر ۲۸ یې د شمالي وزیرستان په حسن خېل کې وژلي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د پاکستان پوځ په خوست او پکتیکا کې د هوايي برید له لارې د پاکستاني طالبانو د "پتڼځیو" په نښه کولو ادعا وکړه، خو د طالبانو حکومت وویل، دې برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او د غچ ګواښ یې وکړ.
په وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، تر هغه چې وسله وال د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي، د طالبانو حکومت سره سوله ییز اړیکي ممکن نه دي.
"سره له دې چې له کابل سره د ګاونډیتوب سوله ییز اړیکی غواړو، خو دا چاره تر هغه ممکنه نه ده چې خوارج په پاکستان کې زموږ د بې ګنا خویندو او وروڼو د وژلو لپاره او پر پاکستانیانو د برید لپاره د افغانستان خاوره کاروي."
د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه ردوي چې پاکستاني طالبان افغان خاوره د دغه هېواد پرضد کاروي.
د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د دې کسانو د وژلو خبر ته هم غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې د ټي ټي پي مسله "د پاکستان کورنی امنیتي مشکل " بللی دی. خو له دې سره یې له پاکستاني طالبانو سره له خپلو پخوانیو اړیکو انکار هم نه دی کړی.

د عکس سرچینه، Taliban Foreign Ministry
یوه اونۍ مخکې او د اپرېل پر ۱۹ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر محمد اسحاق ډار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر درلود او د طالبانو حکومت له مهمو چارواکو سره یې خبرې وکړې. له دوو کلونو وروسته په دې کچه د پاکستاني چارواکو سفر د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو فال وبلل شو او ښاغلي ډار هم امیر خان متقي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.
دواړو مشرانو پر سیمه ییزو اقتصادي پروژو او ټرانزیټي او سوداګریزو مسلو سربېره له پاکستان د افغان کډوالو پر تازه اېستلو خبرې وکړې او متقي له پاکستاني سیال وغوښتل چې له افغان کډوالو سره "بد چلن" ونه شي.
اسوشېټېډ پرس اژانس د پاکستان مرکزي بانک له قوله وايي، افغانستان ته د پاکستان صادرات تېرو نهو میاشتو کې ۶۲۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي، د تېر کال ورته موده کې دا شمېر ۳۷۹ میلیون ډالره وه.
د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي، هر کال د نژدې پنځه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي هند ته صادروي، چې ۸۰ سلنه یې د د واګه بندر له لارې نوي ډېلي ته لېږدول کېږي، چې دا لار د هند او پاکستان تر وروستي کړکېچ وروسته تړل شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېرو دوو کلونو کې نژدې یو میلیون افغانان له پاکستان واېستل شول.
تازه پړاو کې له اتیا زرو ډېر افغانان هېواد ته ستانه کړل شوي او پاکستان پرېکړه کړې چې دا بهیر به روان وی. د طالبانو حکومت یې لا هم مخه نه ده نیولې او نړیوالې مرستندویه ادارې وايي د کډوالو ستنېدو انساني کړکېچ رامنځ ته کړی دی.
د هند او طالبانو حکومت دا نمایشي لیدنه هم ښايي له پاکستان د افغانانو وتلو ته غبرګون وي.
د هند او پاکستان د نښتو پېښلیک
- ۱۹۴۷ کال اکتوبر: د کشمیر پر سر د هند او پاکستان لومړنۍ جګړه چې د پاکستان له جوړېدو دوه میاشتې وروسته پېښه شوه.
- ۱۹۶۵ اګست: دې ګاونډیانو د کشمیر پر سر بله لنډمهالې جګړه درلوده.
- ۱۹۷۱ ډسمبر: هند د ختیځ پاکستان د خپلواکۍ ملاتړ وکړ. د هند هوايي ځواکونو پاکستان کې بریدونه وکړل. دې جګړه کې بنګله دېش جوړ شو.
- ۱۹۹۹ مۍ: پاکستاني وسله والو او سرتېرو کارګل کې د هند پوځي پوستې ونیولې. هند هوايي او ځمکني بریدونه پیل او بریدګر یې په شا کړل.
- ۲۰۰۱ اکتوبر: د هند کنټرول لاندې کشمیر کې پر ایالتي پارلمان برید کې ۳۸ کسان ووژل شول. دوه میاشتې وروسته نوي ډېلي کې د هند پر پارلمان برید کې هم ۱۴ کسان ووژل شول.
- ۲۰۰۸ نومبر: د ممبي پر پټلۍ تمځیو، لوکسو هوټلونو او د یهودانو پر کلتوري مرکز همغږي بریدونه، چې ۱۶۶ کسان پکې ووژل شول. هند په پاکستان کې لشکر طیبه د دې بریدونو مسووله وبلله.
- ۲۰۱۶ جنوري: د هند پر پټانکوټ هوايي اډې څلور ورځني برید چې ۷ هندي سرتېري او ۶ وسلوال پکې ووژل شول.
- ۲۰۱۶ سپټمبر: هند وایي د پاکستان کشمیر کې یې د وسله والو پرضد عملیات وکړل. اسلام اباد دا عملیات ردوي.
- ۲۰۱۹ فبروري: هند وايي د پاکستان خاوره کې یې د وسلوالو پرضد بریدونه کړي دي چې ور سره د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې.











