د لوړپوړیو پاکستانیو چارواکو غونډه: "له هنده پر پاکستان د برید خطر لا هم شته"

پاکستان

د عکس سرچینه، PTV NEWS

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، د هند له لوري پر دغه هېواد د برید خطر لا هم شته. عطاءالله تارړ هند یو "مکار دوښمن" یاد کړی او ویلي یې دي چې له لوري یې پر پاکستان د برید خطر لا هم له منځه نه دی تللی.

ښاغلي تارړ دا څرګندونې په هغه حکومتي غونډه کې کړې دي چې د پاکستان دولتي رسنیزې ادارې 'پي‌ټي‌وي' په وینا، د دغه هېواد د سیاسي ګوندونو ګڼو مشرانو او د ملکي او نظامي ادارو لوړپوړه چارواکو ګډون پکې کړی و.

د یکشنبې په ورځ شوې دې ګډه ناسته کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو 'ای‌اېس‌پي‌ار' مشر جنرال احمد شریف چودري او ښاغلي‌ تارړ د پهلګام برید پر سر له هند سره د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کول.

'پي‌ټي‌وي' ویلي چې د غونډې پر مهال ښاغلي چودري د پاکستان پوځ پر چمتوالي خبرې وکړې او په وینا یې، "پاکستان امن غوښتونکی هېواد دی، په سیمه کې امن غواړي خو که جګړه پرې وتپل شي نو پوځ به یې غاښ‌ماتی ځواب ورکړي."

د یادولو ده چې تر دې مخکې هم ښاغلي‌ تارړ او ځینو نورو پاکستانیو چارواکو د هند له لوري پر دغه هېواد د "احتمالي برید" خبره کړې وه خو هند په رسمي ډول د برید کولو یا نه کولو په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

بل پلو هندي رسنۍ وايي چې د هند د هوايي ځواک مشر امر پریت سېنګ له لومړي‌ وزیر نرېندرا مودي سره کتلي دي.

خو د دې لیدنې نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

تر دې یوه ورځ مخکې د سمندري ځواکونو مشر دنیش ترېپاټي هم له ښاغلي مودي سره لیدلي وو او په عربي سمندر کې یې د مهمو سمندري لارو د عمومي وضعیت په اړه هغه ته معلومات ورکړي وو.

ښاغلي مودي تېره اوونۍ د هند پوځ د درېګونو څانګو له مشرانو سره هم غونډه کړې وه.‌

د هند او پاکستان تر منځ دا تازه جنجالونه تر پهلګام برید وروسته پيل شوي چې د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۲مه نېټه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې وسله‌والو برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل. په وژل شویو کې ۲۵ سېلانیان او یو ځایي اوسېدونکی شامل و.

له دې پېښې وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر شو.

اسحاق ډار: پاکستان به تاوتريخوالی پيل نه کړي خو که هند یې پیل کړي نو سخت ځواب به ورکړو

پاکستان

د عکس سرچینه، PTV

د یادولو ده چې تېره اوونۍ (اپرېل ۲۵/غويي ۱۰) د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي وو چې، "پاکستان به په تاوتريخوالي رامنځ‌ته کولو کې پيل ونه کړي خو باید دا روښانه کړو چې که هند کوم عمل وکړ نو سخت ځواب به ورکړو."

ده زیاته کړې وه چې د پاکستان پوځ په "تیار سئ" حالت کې دی.

ښاغلي ډار دا څرګندونې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو مشر احمد شریف او د بهرنیو چارو ویاند شفقت علي خان سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې وې.

اسحاق ډار ویلي، "پاکستان هر راز ترهګري غندي او په پهلګام برید کې د انسانانو پر وژل کېدو خپه یو. دا خبره بیا تکراروو چې پاکستان د پهلګام برید سره هېڅ اړیکه نه لري او وړاندیز یې کړی چې بې پرې پلټنه یې وشي."

ده همدا راز پر هند نیوکه وکړه چې "نا مسؤل او بریدګر" چلند یې خپل کړی او باید نورو ته د ګوتې نیولو پر ځای خپلو کورنیو مسئلو ته پام وکړي. همدا راز یې پر هند تور پورې کړې چې ګواکې "په قصدي توګه د سیمې حالات خرابوي."

اسحاق ډار دا خبره داسې مهال کوي چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیرعطاءالله تارړ ویلي، هېواد یې داسې "باوري استخباراتي معلومات" لري چې هند له راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو پر دغه هېواد پوځي برید کول غواړي.

هند تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې پر پاکستان د بريد تابیا لري او که نه او نه یې هم د پهلګام برید پړه پر پاکستان وراچولې خو د هند تر ادارې لاندې کشمير ځينو چارواکو له هغو درو کسانو دوه یې پاکستانیان یاد کړي وو چې دوی پرې په هغه برید کې د ښکېلتیا شک کړی دی.

تارړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وفاقي وزير عطاءالله تارړ وويل، د هند له خوا هر ډول پوځي اقدام به له ډاډمن او پرېکنده ځواب سره مخ شي.

عطاءالله تارړ همدا راز ادعا کړې وه چې ګواکې هندوستان غواړي له دې بریده د یوې "جعلي پلمې" په توګه کار واخلي او که هند داسې پوځي یرغل وکړي، نو "په قاطع ډول به ځواب ورکړل شي".

بي‌بي‌سي د هندوستان د بهرنیو چارو له وزارت سره د نظر اخیستو لپاره اړیکه نیولې ده.

دغه برید چې د پهلګام د سېلانۍ ښارګوټي ته نژدې وشو، د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په کشمير کې د ملکي وګړو پر وړاندې تر ټولو وژونکی برید بلل شوی. هند او پاکستان دواړه دغه سیمه د ځان ګڼي او تر دې دمه یې پرې دوه جګړې کړې دي.

په وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د سپکو وسلو ډېر بریدونه شوي.

اوس دا اټکل کېږي چې ښایي هندوستان د ۲۰۱۹ او ۲۰۱۶ کلونو له وژونکو بریدونو وروسته بیا هم پر پاکستان پوځي برید وکړي.

چارواکو تېره اونۍ ویلي وو چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې یې پراخې پلټنې کړي او تر ۱۵۰۰ ډېر کسان یې د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیولي دي. له هغې وروسته نور کسان هم نیول شوي، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

چارواکو د لږ تر لږه لسو مشکوکو جنګیالیو کورونه وران کړي دي. ویل شوي چې لږ تر لږه یو تن له هغه مشکوک کس سره تړاو درلود چې په ډزو کې یې نوم یاد شوی و.

پاکستان

د عکس سرچینه، Reuters

کشمیر، چې هند او پاکستان دواړه یې بشپړ ملکیت غواړي خو یوازې یوه برخه یې اداره کوي، له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې دواړه هېوادونه جلا شول، د شخړو یوه مهمه نقطه پاتې شوې ده.

د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې له ۱۹۸۹ راهیسې د هندي واک پر ضد وسله‌وال پاڅون روان دی او جنګیالیو هم امنیتي ځواکونه او هم ولسي وګړي په نښه کړي دي.

هندوستان تر اوسه کومې ډلې ته ګوته نه ده نیولې چې برید یې کړی او لا هم دا نه ده څرګنده چې دا کار چا کړی. یوې لږ‌ پېژندل شوې ډلې چې ځان "د مقاومت جبهه" بولي، لومړی د برید پړه منلې وه، خو وروسته یې له برید سره هر ډول تړاو رد کړ. راپورونه وايي دا جبهه له "لشکر طیبه" سره تړاو لري، چې یوه پاکستان مېشته وسله‌واله ډله ده.

د هندي پولیسو په وینا، دوی د څلورو مشکوکو بریدګرو له ډلې درې تنه پېژندلي دي. وایي دوه یې د پاکستان وګړي دي او یو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځایي اوسېدونکی دی. د څلورم کس په اړه معلومات نه شته.

د پېښې ډېر ژوندي پاتې شوي کسان وایي، وسله‌والو په ځانګړې توګه د هندوانو نارینه په نښه کړي وو.

دغه برید په هند کې پراخ غبرګونونه راپارولي او لومړي وزیر نریندرا مودي په ښکاره ویلي چې هېواد به یې مشکوک کسان "د نړۍ تر وروستي سره تعقیب" کړي او هغه کسان چې دا برید یې پلان کړی او ترسره کړی "له خپل تصوره پورته سزا به وویني".

د پهلګام له پېښې وروسته د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکې ترینګلتیا، د پاکستان ونډو بازار کې له ۳۶۰۰ پوانټونو زیاته پرځېدنه

د بازار شنونکي وايي تېره اونۍ د هند تر ولکې لاندې کشمير په پهلګام سیمه کې د برید له امله د پاکستان او هندوستان ترمنځ زیاتېدونکې کړکېچ د بازار د کمزورۍ اصلي لامل دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بازار شنونکي وايي تېره اونۍ د هند تر ولکې لاندې کشمير په پهلګام سیمه کې د برید له امله د پاکستان او هندوستان ترمنځ زیاتېدونکې کړکېچ د بازار د کمزورۍ اصلي لامل دی.

پاکستان کې د ونډو او اسعارو د تبادله کولو کې د تاوان تمایل لیدل کېږي او د کاروبار پر مهال د بازار شاخص له ۳۶۰۰ پواینټونو زیات راټیټ شوی او ۱۱۱،۱۹۲ پواینټو ته رسېدلی دی.

د شورو/چهارشنبې پر ورځ بازار منفي حالت کې پرانیستل شو او په دوامداره توګه د کمېدو خوا ته روان دی.‌ بازار کې د پانګه‌والو له خوا د پلور فشار محسوس شو، چې هم دولتي ادارې او هم انفرادي پانګه‌وال پکې شامل دي.

د بازار شنونکي وايي تېره اونۍ د هند تر ولکې لاندې کشمير په پهلګام سیمه کې د برید له امله د پاکستان او هندوستان ترمنځ زیاتېدونکې کړکېچ د بازار د کمزورۍ اصلي لامل دی.

د بازار شنونکي شهریار بټ بي بي سي ته ویلي چې د سټاک بازار د منفي حالت سبب د پاکستان او هندوستان ترمنځ روان کړکېچ او د جګړې اندېښنې دي. هغه وویل، د هند وزیراعظم نریندرا مودي له خپل پوځ سره د عملیاتو د لارښوونې له اعلان وروسته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ دا بیان چې هند ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو کې برید وکړي، پر سټاک مارکیټ منفي اغېز کړی دی.

ښاغلي بټ وویل، سټاک مارکیټ د داسې بیانونو پر وړاندې ډېر حساس وي او سملاسي غبرګون ښيي.

هغه زیاته کړه چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمختګونو له امله د جګړې وېره زیاته شوې، چې دا چاره د بازار پر حالت منفي اغېز لري.

د پهلګام پېښې د پلټنو پر ځای د مودي حکومت پاکستان ملامتوي

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان ویلي: "په داسې حساس وخت کې د دولت له خوا سیاسي استحصال ته بې‌ساری پام د هېواد دننه وېش ژور کړی، او دا کار د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د ملت ګډ ظرفیت کمزوری کوي."

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د اېکس له رسمي حسابه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د پهلګام له پېښې وروسته د پلټنو پر ځای د مودي حکومت یو ځل بیا پاکستان تورنوي.

عمران خان د سه‌شنبې په ورځ خپاره کړي بیان کې د پهلګام پېښه کې د انساني مرګ ژوبلې له امله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې کله د پلوامې "جعلي برید" پېښه وشوه، هغه وخت هم پاکستان هند ته د هر ډول مرستې وړاندیز کړی و، خو هند د کوم کره ثبوت وړاندې کولو کې پاتې راغی.

هغه ویلي: "د پلټنو پر ځای د مودي اداره یو ځل بیا پاکستان ته د ملامتیا ګوته نیسي."

عمران خان زیاته کړې چې د یو نیم میلیارد وګړو لرونکي هېواد په توګه، هندوستان ته په کار ده چې د "اتومي خطر له سیمې" سره د لوبې پر ځای مسؤلانه چلن وښيي.

عمران خان همداراز ادعا کړې چې د پاکستان پوځ د کنټرول کرښې (LOC) سره نژدې د "هندي جاسوسي ډرون" ویشتلی او پوښتنه شوې چې کواډکاپټر څنګه جاسوسي کوي.

عمران خان ادعا کړې چې د "جعلي فارم ۴۷" له لارې پر ولس تحمیل شوي حکومت ملت وېشلی، خو د نریندرا مودي توند سیاست پاکستاني ملت یو موټی کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی باید له هغو ټولو اقداماتو ډډه وشي چې د هېواد دننه وېش ته لاره هواروي.

هغه ویلي: "په داسې حساس وخت کې د دولت له خوا سیاسي استحصال ته بې‌ساری پام د هېواد دننه وېش ژور کړی، او دا کار د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د ملت ګډ ظرفیت کمزوری کوي."

امریکا له پاکستان او هندوستانه د ترینګلتیا کمول غوښتي

ټیمي بروس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټېمي بروس وویل، مارکو روبیو به نن یا سبا د پاکستان او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټېمي بروس ویلي چې د کشمیر د روان وضعیت په اړه د امریکا حکومت له پاکستان او هند دواړو هېوادونو سره تماس نیولی.

هغې د سه‌شنبې په ورځ د واشنګټن په یوه خبري ناسته کې د یوه پوښتنې په ځواب کې وویل، د امریکا ټینګار شوی چې کړکېچ دې نه زیاتوي.

ټېمي بروس وویل، مارکو روبیو به نن یا سبا د پاکستان او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره مستقیمې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا، مارکو روبیو له نورو نړیوالو مشرانو او بهرنیو وزیرانو هم غوښتي چې د دې مسالې په تړاو له پاکستان او هند سره خبرې وکړي.

هغې زیاته کړه چې پر دې موضوع هره ورځ ګامونه اخیستل کېږي او دا تمه شته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هڅې هماغه اغېز ولري لکه څنګه چې له نورو سره د دوی اړیکو درلود.

ټېمي بروس دا هم څرګنده کړه چې له پاکستان او هند سره نه یوازې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه، بلکې په نورو کچو هم تماسونه روان دي.

هغې وویل چې ټولو خواوو ته ټینګار شوی چې دا مساله باید په مسؤلانه توګه حل کړي.

د کشمیر په تاریخ کې مهمې نېټې

کشمیر کړکېچ

د عکس سرچینه، Getty Images

  • ۱۸۴۶ بریتانیا تر واک لاندې متحده هندوستان کې د کشمیر نوابي ایالت تاسیس شو.
  • ۱۹۴۷- ۸- د پاکستان قبایلي پوځ له برید وروسته د کشمیر مهاراجا له هند سره د الحاق یا یو ځای کېدو هوکړه لاسلیک کړه.
  • ۱۹۴۹- کشمیر د اوربند پر یوه کرښه د هند او پاکستان له توافق وروسته ووېشل شو.
  • ۱۹۶۲- چین د اکسای چین سیمې پر سر له یوې لنډمهالې جګړې وروسته هند ته ماتې ورکړه.
  • ۱۹۶۵- د یوه اوربند له اعلان وروسته د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر جګړه پای ته ورسېده.
  • په کشمیر کې د ملتپالنې زیاتېدل: د جمو – کشمیر خپلواکۍ جبهه له یوه داسې هدف سره تاسیس شوه، چې د هند او پاکستان تر کنټرول لاندې سیمې سره یو ځای او د یوه خپلواک دولت په توګه تاسیس شي.
  • ۱۹۷۲- شمله هوکړه: هند او پاکستان د بنګله دېش رامنځته کېدو جګړې له پای ته رسېدو وروسته د خبرو له لارې د خپلمنځي مسائلو د حل په موخه د اوربند کرښه د لاین اف کنټرول یا کنټرول کرښې په توګه رسمي کړه.
  • ۱۹۸۰- ۹۰م کلونه – په کشمیر کې تاوتریخوالی: د هند کنټرول پر ضد ناراضایتي په کشمیر کې د پراخو احتجاجونو، تاوتریخوالي او هغو وسله والو ډلو فعالیتونو ډېرېدو لامل شول، چې د پاکستان ملاتړ ورسره وو. په دې تاوتریخوالي کې لسګونه زره کسان ووژل شول.
  • ۱۹۹۹- له کنټرول کرښې هاخوا کارګل نومې سیمې ته د پاکستان له لوري د یو شمېر وسله له ننوتلو وروسته د هند او پاکستان تر منځ یوه لنډمهالې نښتې وشوې.
  • ۲۰۰۸- هند او پاکستان د کنټرول کرښې یوه- بل لور ته په شپږ لسیزو کې لومړی ځل د سوداګرۍ لپاره لار پرانیستله.
  • ۲۰۱۰- د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند پر ضد تاوتریخجنو مظاهرو کې له ۱۰۰ زیات ځوانان ووژل شول.
  • ۲۰۱۵- د کشمیر په ټولټاکنو کې لومړی ځل د هندوانو ملتپال ګوند (بي جې پي) د یوه مهم سیاسي لوبغاړي په څېر رابرسېره شو او دې ګوند د مسلمانانو خلک دیموکراتیک ګوند سره په یوه اتحادي حکومت کې برخه واخیسته.
  • ۲۰۱۹- هند حکومت د کشمیر ایالت هغه ځانګړی حیثیت لېرې کړ، چې کشمیر ته یې پاموړ خپلواکي ورکوله. د جمو او کشمیر مخکینی ایالت یې په دوو برخو ووېشه چې فدرالي حکومت یې چارې سمبالوي.