د ملګرو ملتونو امنیت شورا کشمیر برید غندلی، له ټولو هېوادونو یې د همکارۍ غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر ملکي خلکو د وسله والو برید غندلی او له ټولو هېوادونو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.
د امنیت شورا په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: ''په هره بڼه او شکل چې وي، ترهګري د نړیوالې سولې او امنیت لپاره له سختو خطرونو یو دی.''
د شورا غړو ټینګار کړی، چې په دې برید کې ښکېل کسان، د برید تنظیم کوونکي او له دوی سره مالي ملاتړ کوونکي باید د عدالت منګولو ته راکاږل شي.
امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوال قانون، خپلو مسوولیتونو او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړه لیکونو له مخې له اړوند چارواکو سره په دې لړ کې همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي وايي، ترهګر فعالیتونه که هر چېرې وي او هر څوک یې کوي، جرم دی او هیڅ جواز نه لري.
د یادونې ده، چې د اپریل پر ۲۲مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې وسله والو د سېلانیانو یو ځای کېدو پر یوه ځای برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل. په وژل شویو کې ۲۵ سېلانیان او یو ځایي اوسېدونکی شامل و.
له دې پېښې وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر شو.
هند د سندونو اوبو وېش یوې مهمې هوکړې ځنډولو، د پاکستانیانو لپاره د هند ویزو لغو کولو او یو شمېر دیپلوماتانو شړلو په ګډون سخت اقدمات وکړل.
پاکستان هم په ځوابي اقدام کې یو شمېر هندي دیپلوماتانو ته د وتلو امر وکړ، له هند سره یې هوکړې لغو کړې او د پاکستان ملي امنیت شورا وویل، د سیندونو اوبه ګرځول یا بندول به دوی ته د جګړې یوه اقدام په مانا وي.
له هغه وروسته د دواړو هېوادونو پوځیانو تر منځ د کنټرول کرښې (ایل او سي یا هغه کرښه چې د پاکستان او هند تر منځ کشمیر ویشي) په اوږدو کې د متقابلو ډزو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د هند پریس ټرسټ اف انډیا دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د هندي پوځي چارواکو له قوله ویل شوي، چې د اپریل ۲۶ او ۲۷ تر منځ شپې مهال پاکستاني پوځیانو په رامپور سیکتور او توتمري ګلۍ سیمو کې ''له پارونې پرته'' پر دوی ډزې کړې، چې په ځواب کې یې هندي پوځیانو هم پرې ګوزارونه کړي دي.
د پاکستان له لوري بیا د کنټرول کرښې په اوږدو کې د ډزو په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي کمولو هڅې

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور رپوټونه وايي، د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي کمولو په پار د سعودي عرب او ایران له لوري دیپلوماتیکې هلې، ځلې هم پیل شوې دي.
د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر په هند او پاکستان کې له خپلو سیالانو سره غږېدلی او د ایران بهرنیو چارو وزیر بیا په دې لړ کې د منځګړیتوب وړاندیز هم کړی.
د یادونې ده، چې په کشمیر کې د تېرې سې شنبې له خونړي برید وروسته هند د پاکستان پر ضد د اوبو وېش یوې مهمې هوکړې ځنډولو، پولو تړلو او پاکستانیانو ته د ورکړل شویو ویزو لغو کولو په ګډون ځینې سخت اقدامات کړي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په همدې ترڅ کې پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې لیکلي: ''هند او پاکستان له پېړیو پخواني کلتوري او فرهنګي اړیکو سره د ایران وروڼه ګاونډيان دي او د نورو ګاونډیانو په څېر زموږ لپاره هم لومړیتوب لري.''
نوموړي زیاته کړې: ''تهران په دې سخت وخت کې د افهام او تفهیم زیاتولو په موخه له اسلام اباد او ډیلي سره د خپلو حسنه اړیکو کارولو ته چمتو دی.''
ښاغلي عراقچي د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره هم خبرې کړې دي. اسحاق ډار پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې د دې خبرو تائید تر څنګ ویلي، ''موږ په سیمه کې عادي وضعیت ته د ګرځېدو لپاره د ایران هڅې ستایو.''
بل لور د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر پر خواله رسنۍ اېکس یوه پیغام کې ویلي، ''د سعودي عرب بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره مې د ټیلیفون له لارې خبرې وشوې. له نوموړي سره د پهلګام ترهګریز برید او د پولې له بل لوري سره د دې (برید) د تړاو په هکله وغږېدم.''
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار بیا وايي، د سعودي عرب بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل سره یې خبرې شوې او د هند له اقداماتو وروسته د پاکستان ملي امنیت کمېټې د پرېکړو په هکله یې معلومات ورکړي دي.











