ولې په کشمیر کې ناکراري ده؟

Indian troops on the Indian side of the Line of Control in Kashmir - one soldier looks through binoculars while the other looks in another direction

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کنټرول له کرښې بل لور ته هندي پوځیان

په کشمیر کې د سې شنبې ورځې له برید وروسته چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د همالیې دې غرنۍ سیمې ته چې له ۷ لسیزو راهیسې د هند او پاکستان تر منځ د جنجال یو ټکی دی، یو ځل بیا پام وراوښتی دی.

په ۱۹۴۷ کال کې د هند له وېش او د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې د مسلمانانو دې اکثریتي سیمې پر سر چې دواړه هېوادونه یې د بشپړ ملکیت ادعا کوي، خو پر یوه برخه یې کنټرول لري، دوه جګړې شوې دي.

دا سیمه چې یوه برخه یې د چین تر کنټرول لاندې ده، په نړۍ کې د بل هر ځای پرتله پوځي حضور پکې زیات دی. په ۲۰۱۹ کال کې د هند پارلمان د دې سیمې ځانګړی حیثیت لېرې کړ، چې تر یوه بریده پورې یې سیمې ته خپلواکي ورکوله.

دغه راز دا سیمه په دوو داسې برخو ووېشل شوه، چې د هند فدرالي حکومت یې چارې سمبالوي. له هغه راهیسې هند حکومت ادعا کوي، چې په سیمه کې امنیت ښه شوی او د هند واکمنۍ پر ضد وسله وال فعالیتونه پیکه شوي دي.

خو د سې شنبې ورځې له تازه پېښې وروسته معترضینو د هندي چارواکو د ادعاوو په هکله یو ځل بیا پوښتنې راپورته کړې دي.

د پاکستان یو سرتېری په داسې حال کې څار کوي، چې د ملګرو ملتونو څارونکي د کنټرول کرښې په اوږدو کې ارزونه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان یو سرتېری په داسې حال کې څار کوي، چې د ملګرو ملتونو څارونکي د کنټرول کرښې په اوږدو کې ارزونه کوي.

له ۱۹۴۷ راهیسې تاریخ

په ۱۹۴۷ کال کې چې هند او پاکستان له بریتانیا خپلواکي اخیسته، د کشمیر واکمن ته اختیار ورکړل شو، چې په دواړو هېوادونو کې د خپلې خوښې له هېواد سره یو ځای شي. د کشمیر هغه مهال هندو واکمن مهاراجا هري سینګ چې د یوه مسلمان اکثریت سیمې واکمن و، د دواړو هېوادونو تر منځ د یوه په انتخاب کې زړه نازړه پاتې شو. ده له پاکستان سره د ټرانسپورټي او نورو خدماتو لپاره یوه "standstill" یا په ټپه ولاړ حالت ساتنې هوکړه لاسلیک کړه. د ۱۹۴۷ په اکتوبر کې د هري سینګ زړه نازړه توب او پر مسلمانانو د رپوټونو له خپرېدو وروسته د قبایلي سیمو اوسېدونکي وسله وال کشمیر ته ننوتل او مهاراجا له هنده د پوځي مرستې غوښتنه وکړه.

په ۱۹۴۷ کال کې ډیلي کې د هند ګورنر جنرال لارډ ماونټ بېټن (په منځ کې ښي لاس ته) او هندي مشرانو د هند وېش په هکله هوکړه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۱۹۴۷ کال کې ډیلي کې د هند ګورنر جنرال لارډ ماونټ بېټن (په منځ کې ښي لاس ته) او هندي مشرانو د هند وېش په هکله هوکړه وکړه.

د هند ګورنر جنرال لارډ ماونټ بېټن فکر کاوه، چې که کشمیر په موقت ډول له هند سره یو ځای شي سوله په کې ټینګېدای شي او له همدې کبله یې د کشمير تلپاتي حیثیت معلومولو پرېکړه وځنډوله.

هري سینګ هماغه میاشت کې له هند سره د الحاق یو سند لاسلیک کړ، او پر دفاعي او بهرنۍ پالیسي یې هند ته کنټرول ورکړ. هندي ځواکونو د کمشیر له درېيو برخو پر دوو کنټرول ترلاسه کړ او د خاورې پاتې برخه یې پاکستان تر خپل کنټرول لاندې راوستله. په ۱۹۵۱ کال کې بیا چین د دې سیمې ختیځه برخه لاندې کړه، چې کسای چین نومېږي.

بل لور د الحاق همدا سند او یا کشمیر ته د هندي پوځونو لومړی ننوتنه د هند او پاکستان تر منځ د جنجال لامل پاتې دی. هند ټینګار کوي، چې لومړي هري سینګ لاسلیک کړی او همدا د هندي ځواکونو شتون ته قانوني جواز ورکوي.

خو پاکستان بیا دلیل وړاندې کوي، چې مهاراجا د هندي پوځونو له رسېدو مخکې لاسلیک نه شو کولای او دا چې هند له پاکستان سره د هري سینګ هغه هوکړه له پامه غورځولې چې د وضعیت ځای پر ځای ساتنې په کې ویل شوي و.

د کنټرول کرښې له هندي لوري د پاکستان بیرغ او تاسیسات ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کنټرول کرښې له هندي لوري د پاکستان بیرغ او تاسیسات ښکاري.

پاکستان د کشمیر حیثیت معلومولو لپاره په دې سیمه کې د ریفرنډم غوښتنه کوي او هند بیا وايي، چې په پرلپسې ډول د هند په ټولټاکنو کې له ګډون سره کشمیریانو له هند سره د یو ځای کېدو لپاره رایې ورکړې دي.

پاکستان د ریفرنډم یا ټولپوښتنې لپاره د ملګرو ملتونو هغو پرېکړه لیکونو یادونه هم کوي، چې د همدې سازمان په مشرۍ باید هلته ریفرنډم وشي، خو هند بیا وايي، د ۱۹۷۲ کال شمله هوکړه دواړه هېوادونه مکلف کوي، چې خپلمنځي مسائل د خپلمنځي خبرو له لارې حل کړي.

په تېرو څو لسیزو کې د دواړو لوریو لخوا په دې دريځونو کې پاموړ بدلون نه دی راغلی. بل لور بیا ځینې کشمیریان د یوه درېیم اختیار خبره کوي. دوی د خپلواکي خبره کوي، چې نه هم پرې هند او نه پاکستان غور کولو ته چمتوالی ښوولی.

A Pakistani soldier stands on the edge of a rock face with his gun resting on the ground, looking over the Line of Control into Indian-administered Kashmir

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان یو سرتېری د هند تر کنټرول لاندې کشمیر پر لور ګوري.

دواړه هېوادونو د کشمیر پر سر ۴۸- ۱۹۴۷ او ۱۹۶۵ کلونو کې جګړې هم کړې. دوی بیا په شمله هوکړه کې د اوربند کرښې ته د لاین اف کنټرول نوم ورکړ، خو له دې سره هم په ۱۹۹۹ کال کې د سیاچن ګلېشر سیمې نښتو مخه و نه نیول شوه، چې لاین اف کنټرول ته څېرمې غونډۍ دي. په ۲۰۰۲ کال کې هم هند او پاکستان یوې جګړې ته نژدې شوي وو.

په ۱۹۸۹ کال کې د اسلامپالو سخت دریځو د وسله والو فعالیتونو له پیل وروسته وضعیت لاپسې پېچلی شو. هند پوځیانو ته د دې وسله والو فعالیتونو له منځه وړلو لپاره د (اې ایف اېس پي اې) نومي ناندریز قانون له مخې زیات واکونه ورکړل.

له ځینو بیا ارزونو سره سره تر اوسه پورې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې دغه قانون فعال دی.

د کنټرول کرښې پاکستان لور ته د کیل نومي سیمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کنټرول کرښې پاکستان لور ته د کیل نومي سیمه

د کشمیر په تاریخ کې مهمې نېټې

  • ۱۸۴۶ بریتانیا تر واک لاندې متحده هندوستان کې د کشمیر نوابي ایالت تاسیس شو.
  • ۱۹۴۷- ۸- د پاکستان قبایلي پوځ له برید وروسته د کشمیر مهاراجا له هند سره د الحاق یا یو ځای کېدو هوکړه لاسلیک کړه.
  • ۱۹۴۹- کشمیر د اوربند پر یوه کرښه د هند او پاکستان له توافق وروسته ووېشل شو.
  • ۱۹۶۲- چین د اکسای چین سیمې پر سر له یوې لنډمهالې جګړې وروسته هند ته ماتې ورکړه.
  • ۱۹۶۵- د یوه اوربند له اعلان وروسته د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر جګړه پای ته ورسېده.
  • په کشمیر کې د ملتپالنې زیاتېدل: د جمو – کشمیر خپلواکۍ جبهه له یوه داسې هدف سره تاسیس شوه، چې د هند او پاکستان تر کنټرول لاندې سیمې سره یو ځای او د یوه خپلواک دولت په توګه تاسیس شي.
  • ۱۹۷۲- شمله هوکړه: هند او پاکستان د بنګله دېش رامنځته کېدو جګړې له پای ته رسېدو وروسته د خبرو له لارې د خپلمنځي مسائلو د حل په موخه د اوربند کرښه د لاین اف کنټرول یا کنټرول کرښې په توګه رسمي کړه.
  • ۱۹۸۰- ۹۰م کلونه – په کشمیر کې تاوتریخوالی: د هند کنټرول پر ضد ناراضایتي په کشمیر کې د پراخو احتجاجونو، تاوتریخوالي او هغو وسله والو ډلو فعالیتونو ډېرېدو لامل شول، چې د پاکستان ملاتړ ورسره وو. په دې تاوتریخوالي کې لسګونه زره کسان ووژل شول.
  • ۱۹۹۹- له کنټرول کرښې هاخوا کارګل نومې سیمې ته د پاکستان له لوري د یو شمېر وسله له ننوتلو وروسته د هند او پاکستان تر منځ یوه لنډمهالې نښتې وشوې.
  • ۲۰۰۸- هند او پاکستان د کنټرول کرښې یوه- بل لور ته په شپږ لسیزو کې لومړی ځل د سوداګرۍ لپاره لار پرانیستله.
  • ۲۰۱۰- د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند پر ضد تاوتریخجنو مظاهرو کې له ۱۰۰ زیات ځوانان ووژل شول.
  • ۲۰۱۵- د کشمیر په ټولټاکنو کې لومړی ځل د هندوانو ملتپال ګوند (بي جې پي) د یوه مهم سیاسي لوبغاړي په څېر رابرسېره شو او دې ګوند د مسلمانانو خلک دیموکراتیک ګوند سره په یوه اتحادي حکومت کې برخه واخیسته.
  • ۲۰۱۹- هند حکومت د کشمیر ایالته هغه ځانګړی حیثیت لېرې کړ، چې کشمیر ته یې پاموړ خپلواکي ورکوله. د جمو او کشمیر مخکینی ایالت یې په دوو برخو ووېشه چې فدرالي حکومت یې چارې سمبالوي.
د هند ترکنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د شولو کروندې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند ترکنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې د شولو کروندې.