ایا هند، پاکستان ته د روانو اوبو مخه نیولی شي؟

انډس (سند) سیند د هند او پاکستان له ځینو برخو تېرېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انډس (سند) سیند د هند او پاکستان له ځینو برخو تېرېږي.
    • Author, نوین سینګ کاډکا
    • دنده, د چاپیریال اړوند مسایلو کې د بي بي سي خبریال

له هغه وروسته چې هند له پاکستان سره د انډس اوبو حوزې شپږو سیندونو اوبو وېش مهمه هوکړه وځنډوله، همدا پوښتنه د ډېرو په ذهنونو کې راپورته شوې ده.

هند دا هوکړه د سې شنبې پر ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سيلانیانو د وسله والو له خونړي برید وروسته وکړه.

د انډس واټر ټریټي (ای ډبلیو ټي) په نامه دا هوکړه په ۱۹۶۰ کال کې لاسلیک شوې، د دواړو هېوادونو تر منځ د دوو لویو جګړو په ترڅ کې هم پر خپل ځای پاتې شوې او له پولو هاخوا د اوبو مدیریت یوه ښه بېلګه بلل کېده.

هند پر پاکستان تور پورې کوي، چې له پولې هاخوا ترهګرۍ پېښو کې لاس لري او د دې هوکړې ځنډول د یو شمېر نورو اقداماتو یوه برخه ده، خو پاکستان بیا تل دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي دي. پاکستان دغه راز ځینې ځوابي ګامونه هم پورته کړي او چارواکي یې وايي، د اوبو بهېدو مخنیوی به دوی ته ''د جګړې یو اقدام په معنا وي.''

د دې هوکړې له مخې د انډس اوبو حوزې پر درېیو ختیځو سېندونو راوړي، بیاس او ستلج د هند حق منل شوی او د درې لویدیځو سیندونو، سند، جهلم او چناب د اوبو اتیا سلنه برخه پاکستان ته ورکړل شوې ده.

د دې اوبو پر سر مخکې هم ناندرۍ او جنجالونه راپورته شوي دي. پاکستان د هند له لوري د دې سېندونو پر سر د اوبو برېښنا تولید او نورو تاسیساتو جوړولو ته په اشارې سره ادعا کوله، چې د اوبو بهیر به ورسره سوکه یا کم شي او په وینا یې دا له دې هوکړې سرغړونه ده‌ (د یادونې ده، چې د پاکستان له ۸۰ سلنې ډېرې کرنه، اوبه لګول او درېیمه برخه برېښنايي تولید د انډس اوبو حوزې پر اوبو تکیه کوي.)

An Indian paramilitary soldier stands guard on the banks of Dal Lake in Srinagar, India, 24 April 2025. Protests by locals continued for a second day in Kashmir against the killing of 26 people, attacked by gunmen in the popular tourist destination of Pahalgam in south Kashmir on 22 April.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د سې شنبې ورځې له برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر شو.

هند بیا په دې هوکړه کې د اقلیمي بدلون په څېر عنصرونو ته په پام سره د څښاک، کرنیزې اړتیا او برېښنايي تولید په ګډون د دې هوکړې په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو او بیا کتنې غوښتنه کوله.

له څو کلونو راهیسې هند او پاکستان دواړو د دې هوکړې په تړاو چې د نړیوال بانک په منځګړیتوب رامنځته شوې، قانوني پړاونه وهلي دي. خو دا لومړی ځل دی، چې یو لوری د دې دوه اړخیزې هوکړې ځنډولو خبره کوي او د پام وړ خبره دا ده، چې دا اعلان هند کوي، چې د اوبو بهیر له پلوه په هسکه پروت هېواد دی او له همدې کبله جغرافیايي برلاسی لري.

خو د دې هوکړې ځنډول څه معنی لري؟ ایا هند کولای شي د انډس اوبو مخه ډب کړي یا یې بل لور ته واړوي؟ پاکستان له هغه څه محروم کړي، چې تکیه پرې کوي؟ او ایا هند د داسې کولو وړتیا هم لري او که نه؟

ماهرین وايي، کله چې د اوبو بهیر تېز وي، د هند لپاره دا نژدې ناشونې چاره ده، چې د لوېدیځو سیندونو مخه ونیسي. هند نه خو د دومره ډېرو اوبو زېرمه کولو تاسیسات لري او نه هم دومره پراخ کانالونه لري، چې د دې لسګونه میلیاردو کیوبک مترو اوبو د بهیر لوری بدل کړي.

د سویلي اسیا بندونو او سیندونو شبکې د اوبو ځايي سرچینو ماهر هیمانشو ټهاکر په دې هکله وايي: ''هند چې کوم تاسیسات لري هغه تر ډېره د برېښنا تولید تاسیسات دي، چې ډېرو لویو زېرمو ته اړتیا نه لري.''

د برېښنا تولید دا مرکزونه د اوبو له مخنیوي پرته یوازې د اوبو داسې بهیر ته اړتیا لري، چې توربینونه وګرځوي، جنراتورونه روان وساتي او برېښنا تولید کړي.

هندي ماهرین وايي، ناکافي تاسیسات د دې لامل شوي، چې هند د هوکړې له مخې د جهلم، چناب او سند سېند په اوبو کې له خپلې ۲۰ سلنې برخې هم بشپړه ګټه نه ده اخیستې.

همدا لامل دی، چې دوی د نویو تاسیساتو او زېرمو پر ودانولو ټینګار کوي، خو پاکستان بیا له هوکړې سرغړونه بولي او مخالفت ورسره کوي.

ښاغلی ټهاکر وايي: ''د تېر برعکس به اوس هند لپاره لازمه نه وي، چې د خپلو پروژو په تړاو اسناد له پاکستان سره شریک کړي.''

A photo of a dam in the background, with a winding road and mountains with green foliage in the foreground.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند بندونه د پاکستان له پولې لېرې موقعیت لري.

خو د ناهوارې ځمکې له کبله او دغه راز په هند کې دننه د ځینو پروژو پر ضد احتجاجونه د دې لامل شوي، چې د اوبو مهارولو هندۍ پروژې له اړتیا سره سم چټکې پرمخ لاړې نه شي.

په ۲۰۱۶ کال د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وسله والو له یوه برید وروسته د هند اوبو سرچینو وزارت مسوولینو بي بي سي ته ویلي و، چې دوی به د انډس اوبو حوضه کې د اوبو ځینو بندونو او زېرمو ودانیزې چارې چټکې کړي.

که څه هم د دې پروژو د څرنګوالي په هکله رسمي شمېرې نه شته، سرچینې وايي، پرمختګ یې سوکه دی. ځینې ماهرین وايي، که هند له اوسنیو تاسیساتو او وړتیاوو سره د اوبو بهیر کنټرولولو چاره پیل کړي، پاکستان به یې د وچوبي په موسم کې اغېز محسوس کړي، چې د سېندونو اوبو بهیدو بهیر تر ټولو ټیټې کچې ته رسېږي.

د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې د ټي افټس پوهنتون د ښاري چاپېریال مطالعاتو او چاپېریال پېژندنې برخې پروفیسر حسن ایف خان په دې هکله وايي:

''یوه ډېرېدونکې اندېښنه دا ده، چې د وچوبي په موسم کې به څه کېږي – چې په ټوله اوبیزه حوزه کې د اوبو کچه ټیټه شي، د زېرمو اهمیت زیات شي او وخت خورا مهم شي. هغه مهال به بیا داسې وي، چې د هوکړې نشتوالی او خنډونه به په سختۍ سره محسوسېږي.''

Buddhist prayer flags adorn the Indus River Valley in the Cold Desert of Ladakh.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که هند د سیندونو اوبو مهارول پیل کړي، پاکستان یې ښايي د وچوبي موسم کې اغېز محسوس کړي.

د دې هوکړې له مخې هند له پاکستان سره هیډرولوژیکي معلومات هم شریکول چې د سېلابونو وړاندوینې، اوبو لګولو پلانونو، برېښنا تولید او ان څښاک اوبو په هکله د معلوماتو لپاره خورا اړین دي.

پردیپ کومار سکسینا چې تر شپږ کالو پورې یې د ای ډبلیو ټي هوکړې لپاره د هند کمشنر دنده درلوده، له پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، هند اوس کولای شي له پاکستان سره د سېلابونو په هکله معلومات شریک نه کړي.

د یادونې ده، چې دغه سیمه معمولا د پشکال یا مون سون په موسم کې له ویجاړوونکو سېلابونو سره مخامخ کېږي، چې په جون میاشت کې پیلېږي او تر سپتمبر پورې دوام کوي. خو پاکستاني چارواکي وايي، هند له مخکې له دوی سره خورا لږ معلومات شریکوي.

د بي بي سي له اردو څانګې سره خبرو کې د انډس واټر ټریټي برخه کې د پاکستان پخواني کمشنر شیراز میمن وویل: ''هند له وروستي اعلانه مخکې هم یوازې ۴۰ سلنه معلومات شریکول.''

د اوبو پر سر د جنجال یوه بله موضوع چې هلته راپورته کېږي، په هسکه کې د پروت هېواد له لوري د ''وسلې په توګه'' د اوبو کارولو موضوع ده.

ایا هند داسې کولای شي؟

ماهرین وايي، دا چې د هند بندونه د پاکستان له پولې لېرې دي، نو هند به له داسې کولو سره خپله خاوره د سېلابونو له خطر سره مخامخ کړي.

خو هند کولای شي، له مخکیني خبرداري پرته له خپلو زېرمو خټې وباسي، چې کوز په پاکستان کې د ویجاړۍ لامل کېدای شي.

د یادونې ده، چې د انډس په څېر د هېمالیا سیندونه پرېمانه خټې له ځان سره لېږدوي، چې په چټکۍ سره په بندونو کې یو ځای کېږي او د اوبو له بهیر سره د دې خټو ناڅاپي خوځېدل په کښته سیمو کې د پراخ زیان لامل کېدای شي.

یو پراخ تصویر هم شته: هند بیا د براهماپوترا اوبو حوزې په لار کې د چین پرتله کوز پروت هېواد دی او انډس سیند له تبته سرچینه اخلي.

په ۲۰۱۶ کال کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وسله والو له یوه برید وروسته هند خبرداری ورکړ، چې ''اوبه او وینه یو ځای نه شي بهیدای'' نو چین د یارلونګ څانګفو مخه ونیوله، چې په شمال ختیځ هند کې پر براهماپوترا سیند بدلېږي او د برېښنايي تولید یوه پروژه هم ده.

چین په تبت کې د ګڼ شمېر برېښنا تولید مرکزونو له جوړولو وروسته داسې اشارې څرګندې کړې، چې د یارلونګ څانګفو په تر ټولو ټیټه لمنه کې تر ټولو لوی بند جوړوي.

چین یې د کم تر کمه چاپیریالي اغېز ادعا کوي، خو د هند اندېښنه بیا دا ده، چې چین به د سیند اوبو پر بهیر پام وړ کنټرول ترلاسه کړي.