حوثيان وايي لومړی وزير يې د اسرائیلو په بريد کې وژل شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د یمن حوثي ياغيانو تائيد کړې چې د دوی لومړی وزير احمد غالب الرهوي د اسرائیلو په هوايي بريد کې وژل شوی دی.
د ايران له ملاتړه برخمنې دې ډلې ويلي چې د يمن پلازمېنې صنعا کې د اسرائیلو برید له امله څو نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.
دغه بريد د تېرې پنجشنبې په ورځ شوی دی.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو ویلي، الرهوي او څو نور لوړي پوړي چارواکي د اسرائيلو د جنګي الوتکو د بريد له امله د صنعا په لوېديځ کې "له منځه وړل شوي" دي.
حوثيان له ۲۰۱۴ کال راهيسې د يمن په شمال لوېديځ کې ډېره برخه تر کنټرول لاندې لري.
حوثيانو منلې چې د الرهوي تر څنګ څو نور وزيران هم وژل شوی خو د هغو نومونه يې نه دي په ډاګه کړي.
په همدې مهال د سعودي عرب الحدث خبري وېبپاڼې راپور ورکړی چې په بريد کې د حوثيانو د بهرنيو چارو وزير، د عدليې وزير، د ځوانانو او سپورټ وزير د کار او ټولنيزو چارو وزير وژل شوی دی.
د حوثيانو د ولسمشرۍ دفتر ويلي په بريد څو وزیران ټپيان شوي هم دي. دوی وايي د حوثيانو مرستيال لومړی وزير محمد احمد مفتاح به د لومړي وزير الرهوي ځای ناستی شي.
الرهوي د ۲۰۲۴ کال له اګست راهيسې د لومړي وزارت دنده پر مخ بېوله.
ويل کېږي د حوثيانو مشر عبدالمالک الحوثي، د دوی د دفاع وزير او د پوځ لوی درستيز ته د اسرائيلو په بريد کې زيان نه دی رسېدلی.
د اسرائيلو پوځ د شنبې په ورځ ناوخته يوه اعلاميه کې وويل چې دا بريد د "استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو څو ساعته وروسته" شوی دی.
د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړې له پيل راهيسې حوثيانو پر اسرائيلو په پرلسې ډول د توغنديو بريدونه کړي او په سره سمندر او عدن خليج کې یې کښتۍ په نښه کړې دي. دوی وايي دا بريدونه د فلسطينيانو سره د ملاتړ په موخه کوي.
په ځواب کې اسرائیلو هم پر هغو سیمو بريدونه کړي چې د حوثيانو تر کنټرول لاندې دي.
تېره اوونۍ اسرائیلو ويلي وو چې په پلازمېنه صنعا کې يې د حوثيانو د بريد په ځواب کې موخې په ښه کړې دي.
حوثیان څوک دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
حوثیان یوه وسلهواله سیاسي او مذهبي ډله ده چې د یمن د شیعه مسلمان اقلیت، زیدیانو، استازولي کوي.
دوی ځان د ایران تر مشرۍ لاندې له اسرائیلو، امریکا او لوېدیځ سره د مخالفت لپاره د "مقاومت محور" برخه ګڼي. دا محور له حماس، حزبالله او نورو وسلهوالو ډلو هم جوړ دی.
د دوی رسمي نوم انصار الله (د خدای ملاتړي) دی او دا ډله په ۱۹۹۰ لسیزه کې د حسین الحوثي لخوا رامنځته شوه. د حوثیانو اوسنی مشر د هغه ورور عبدالملک الحوثي دی.
په ۲۰۰۰مو کلونو کې، حوثیانو یمن کې د اوږدمهاله ولسمشر علي عبدالله صالح پر ضد څو پاڅونونه وکړل. دوی غوښتل چې د یمن په شمال کې د خپلې مېنې لپاره د هغه له استبدادي واک زیاته خپلواکي ترلاسه کړي.
په ۲۰۱۱ کال کې، د عرب پسرلي په ترڅ کې د خلکو پاڅون ولسمشر صالح اړ کړ چې واک خپل مرستیال عبد ربه منصور هادي ته وسپاري.
د هادي د واکمنۍ پر مهال، حوثیانو له دندې لیرې شوي صالح او هغو امنیتي ځواکونو سره چې لا هم صالح ته وفادار وو، یو تړون وکړ. دوی د یمن شمالي ولایت صعده تر خپل واک لاندې راوست او د یمن پلازمېنه صنعاء یې ونیوله.
په ۲۰۱۵ کال کې، یاغیانو د یمن د لوېدیځو سیمو ډېره برخه ونیوله، چې ولسمشر اړ شو له هېواده وتښتي.
ګاونډي سعودي عربستان وډار شو چې حوثیان به ټول یمن ونیسي او دغه هېواد به د خپل دوښمن ایران یوه نیابتي سیمه کړي.
سعودي عربستان د عربو هېوادونو یوه ټلواله جوړه کړه او په جګړه کې ښکېل شو. خو د کلونو هوايي بریدونو او ځمکنيو جګړو حوثیان له هغو سیمو نه دي شړلي چې نیولي یې دي.
اوس سعودي عربستان هڅه کوي له حوثیانو سره د سولې هوکړه وکړي او له ۲۰۲۲ کال له اپرېل راهیسې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یو اوربند نافذ دی.
د وسلهوالو شخړو د معلوماتو او پېښو پروژه (ACLED) وایي په دې جګړه کې تر ۱۶۰ زره ډېر کسان وژل شوي او له ۴ میلیونو زیات خلک بېکوره شوي دي.
حوثیان څوک ملاتړي لري او وسلې له کومه ترلاسه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا وایي ایران حوثیان دې ته توانمن کړي چې پر بېړیو بریدونه وکړي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.
سعودي عربستان او امریکا وایي ایران د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز خلاف، حوثیانو ته وسلې قاچاق کړي دي - چې پکې بېپیلوټه الوتکې، کروز او بالیسټیک توغندي شامل دي.
دوی وایي دا توغندي او بېپیلوټه الوتکې د سعودي عربستان او د هغه متحد د متحده عربي اماراتو پر ضد کارول شوي دي.
ایران وايي حوثیانو ته یې وسلې نه دي ورکړي او یوازې سیاسي ملاتړ یې کوي.
خو د کمبریج پوهنتون د منځني ختیځ کارپوهه ډاکتره الیزابېت کندل وایي:
"حوثیان په دې کچه د ایران له وسلو، روزنې او استخباراتي ملاتړ پرته دغسې عملیات نه شي کولی."
هغې زیاته کړې: "خو دا لا روښانه نه ده چې ایران پر حوثیانو مستقیم نظامي کنټرول لري که نه."
د ایټالیا د نړیوالو سیاسي مطالعاتو انستیتوت په وینا، ایران له حوثیانو سره مرسته کړې چې په یمن کې د ډرون جوړولو فابریکې جوړې کړي.
د امریکا د ویسټ پواینټ پوځي اکاډیمۍ د ترهګرۍ ضد مرکز وایي حوثیانو ته د لبنان د اسلامي ډلې حزبالله لخوا هم پوځي مشورې او ملاتړ ورکړل شوی دی.
د ۲۰۲۵ جون کې، اسرائیلو د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو ناڅاپي برید وکړ، چې ورپسې ایران د هوايي بریدونو له لارې غچ واخیست او پر اسرائیلو یې بریدونه وکړل.
دا ۱۲ ورځنی جګړه د امریکا په منځګړیتوب له یو اوربند سره پای ته ورسېده، چې ښايي د ایران د اټومي وړتیاوو لپاره لویه ضربه وي.
له دې مخکې، اسرائیلو پر حزبالله هم بریدونه کړي وو، چې د ۲۰۲۴ له سپتمبر راهیسې سخت شوي دي.
لا تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا بریدونه به د ایران او حزبالله له لوري پر حوثیانو د ملاتړ اغېز وکړي که نه.
د ۲۰۲۵ جولای کې، اسرائیلي پوځ د یمن پر هغو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د حوثیانو تر ولکې لاندې دي. دا بریدونه د حوثیانو له خوا پر اسرائیلو د توغندیو او ډرون حملو غبرګون و.
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز خبرداری ورکړ: "د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان به د خپلو کړنو درنه بیه پرې کړي."
هغه پر ایکس (پخوانی ټویټر) ولیکل: "د یمن برخلیک به د تهران په څېر وي. هر څوک چې غواړي اسرائیلو ته زیان ورسوي، خپل تاوان به ویني او هر څوک چې پر اسرائیلو لاس پورته کړي، لاس به یې پرې شي."
حوثیان د یمن کومې سیمې تر کنټرول لاندې لري؟

حوثیان د یمن پلازمېنه صنعاء او د هېواد شمال لوېدیځه برخه - چې د سره سمندر غاړه هم پکې شامله ده، تر خپل کنټرول لاندې لري.
د یمن ډېری خلک په همدې سیمو کې اوسي او حوثیان هلته یو ډول غیر رسمي حکومت چلوي چې مالیات ټولوي او پیسې چاپوي.
په داسې حال کې، د یمن په نړیوال کچ پېژندل شوی حکومت په جنوبي بندري ښار عدن کې مېشت دی.
دا حکومت د اته کسیزې ولسمشرۍ شورا تر څار لاندې فعالیت کوي، هغه چې ولسمشر هادي په ۲۰۲۲ کال کې واک ور سپارلی و.











