حوثیانو په یوه اونۍ کې په سره سمندر کې دویمه بار وړونکې بېړۍ ډوبه کړه
د یمن انصارالله حوثي ډلې د چهارشنبې په ورځ د یوه بیان له لارې اعلان وکړ چې دوی د سره سمندر په اوبو کې د "ایترنیټي سي" نومې بېړۍ ډوبه کړې، دا بېړۍ "د اشغال شوې امالرشراش (ایلات)" پر لور روانه وه. دا برید په څو ورځو کې دویم ورته برید بلل شوی.
حوثیانو د فلسطینیانو ملاتړ اعلان کړی او له ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه د غزې جګړې له پیل راهیسې یې څو ځله پر اسرائیل توغندي توغولي دي.
د اروپايي ماموریت "اسپیدس" چې په سیمه کې د بېړیو د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوی، ویلي چې د "ایترنیټي سي" د بار وړونکې بېړۍ شپږ عمله وژغورل شوه، خو درې نور د دوشنبې او سه شنبې د ورځې په برید کې ووژل شول.
حوثیانو د دې برید مسؤولیت پر غاړه اخیستی، چې دا د یکشنبې له هغه برید وروسته ترسره شو، چې دوی د "مجیک سيز" په نامه بله بېړۍ هم د یمن جنوب لوېدیځ ساحل ته نژدې په سره سمندر کې وویشتله او ادعا یې وکړه چې بېړۍ یې ډوبه کړې او عمله یې ژغورل شوې ده. دا بېړۍ چې بار یې لېږداوه، د لایبریا بیرغ پرې رپاند و او یوه یوناني شرکت اداره کوله.
د انصارالله ویاند یحیی سریع په یوه ویډیويي بیان کې ټینګار وکړ چې د حوثیانو عملیات به د سره سمندر او خلیج په سیمه کې د اسرائیلي سمندري تګ راتګ د بندېدو لپاره دوام ومومي.

د عکس سرچینه، EPA
په یمن کې د امریکا سفارت حوثیان په دې تورن کړي چې "د بېړۍ ډېره ژوندۍ پاتې عمله یې برمته کړې" او سملاسي یې د هغوی خوشي کېدل غوښتي.
د فیلیپین چارواکو ویلي، د بېړۍ له ۲۵ غړو ۲۱ یې د فیلیپین اتباع دي. یو بل یې د روسیې تبعه دی چې په برید کې سخت ټپي شوی او یوه پښه یې له لاسه ورکړې.
د سې شنبې په ورځ د حوثیانو له خوا خپره شوې ویډیو ښيي چې وسلهوال کسان بېړۍ ته پورته کېږي او پرلهپسې چاودنې رامنځته کوي، چې د بېړۍ ډوبېدو لامل ګرځي.
د "ماجیک سيز" د عملې ټول ۲۲ غړي یوې روانې سوداګریزې بېړۍ خوندي ژغورلي دي.
د ۲۰۲۳ له نومبر راهیسې، حوثیانو نژدې ۷۰ سوداګریزې بېړۍ د توغندیو، ډرونونو او کوچنیو کښتیو په بریدونو کې په سره سمندر او د عدن خلیج کې په نښه کړي دي.

د عکس سرچینه، Diaplous/Handout via Reuters
دوی تر اوسه څلور بېړۍ ډوبې کړې دي، یوه یې نیولې او لږ تر لږه اوه تنه د عملې غړي یې وژلي دي.
دا ډله ادعا کوي د اسرائیل او حماس ترمنځ د غزې په جګړه کې دوی دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ په خاطر کوي او هغوی ډېر ځله - که څه هم دا ادعاوې تل ریښتینې نه وي – وایي یوازې هغه بېړۍ په نښه کوي چې له اسرائیل، امریکا یا بریتانیا سره تړاو لري، ځکه همدغو هېوادونو پر یمن هوایي بریدونه کړي.
د "اسپیدس" یوه چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې پنځه تنه یې د فیلیپین اتباع دي او یو هندی دی او دا چې ۱۹ نور لا هم ورک دي.
د "رویټرز" خبري اژانس په وینا، د یونان پر بنسټ ولاړې د سمندري امنیت یوې کمپنۍ "دیاپلوس" د چهارشنبې په ورځ یوه ویډیو خپره کړه چې ښيي لږ تر لږه پنځه د سمندري عملې کسان ژغورل کېږي، چې دوی ویلي له ۲۴ ساعتونو زیات وخت یې په اوبو کې تېر کړی و.
"دیاپلوس" ویلي: "موږ به د پاتې عملې د غړو د موندلو هڅې تر وروستۍ رڼا پورې روانې وساتو."
"رویټرز" دا هم ویلي چې د سمندري امنیت کمپنیو د وژل شویو شمېر څلور تنه ښودلی دی.












