یمن ته نژدې پر یوه بار وړونکې بېړۍ "توغندی لګېدلی"

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د بريتانيا "امبري" امنيتي شرکت د يکشنبې په ورځ وويل، د يمن د عدن ښار سوېل لوېديځ ساحل ته څېرمه يوه بار وړونکې بېړۍ په توغندي لګېدلې او اور پکې لګېدلی، خو اور یې مهار شوی دی.
پر کښتۍ د انټيګوا او باربودا بیرغ و او د عدن له ښاره په ۸۳ سمندري میله واټن کې روانه وه چې برید پرې وشو.
رویټرز خبري اژانس د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان (UKMTO) له خولې مخکې ویلي وو چې په همدې سیمه کې یې د یوې بېړۍ له کپتان څخه د یوې پېښې په اړه راپور ترلاسه کړی دی.
د امبري په وینا، کښتۍ د عدن په خلیج کې د سوېل لوېدیځ لوري ته روانه وه چې برید پرې وشو. د دغه رپوټ له مخې په دغه برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
راپور زیاتوي: "یو بل توغندی هم لیدل شوی، خو پر کښتۍ نه دی لګېدلی. هغه کسان چې د کښتۍ په شاوخوا کې په کوچنیو کښتیو کې سپاره وو، د دې پیښې په ترڅ کې یې پر کښتۍ ډزې وکړې."
د امبري په وینا، له دې پېښې وروسته بېړۍ په ډېر سرعت د بندر پر لور روانه شوه.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د جمعې په ورځ وویل چې د دوی ځواکونو د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې څلور بېپیلوټه الوتکې او دوه د بېړۍ ضد توغندي له منځه وړي دي. د Centcom په وینا، په سور سمندر کې د حوثیانو د ګزمې یوه کښتۍ هم ویجاړه شوې.
سېنټکام د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې حوثیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سور سمندرګي کې څلور د کښتۍ ضد بالستیک توغندي توغولي، خو څوک یې ژوبل کړي نه دي او نه یې هم چا ته زیان اړولی.
له بلې خوا، حوثیانو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دوی په سور سمندرګي کې دوه کښتۍ د "د یو شمېر بېپیلوټه الوتکو، بالیسټیک توغندیو او سمندري توغندیو" په مټ برید کړی، خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او نورو سرچینو لکه د کښتۍ چلونې کرښو دا ډول بریدونه نه دي رپوټ کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
حوثي ځواکونه، چې د یمن پلازمېنه او د دغه هېواد ډېری ګڼ مېشتې سیمې تر کنټرول لاندې لري، له نومبر میاشتې راهیسې د سره سمندرګي او عدن په خلیج کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي؛ د دوی په وینا دا کار له "فلسطینیانو سره د پیوستون" لپاره ترسره کېږي.
د دغو بریدونو له پیل راهیسې، حوثيانو یوه کښتۍ ډوبه کړې، بله کښتۍ یې نیولې، د یوې کښتۍ څو عمله یې وژلي او د لېږد بهیر کې د پراخې ګډوډۍ لامل شوي.
د مې د میاشتې په پای کې امریکا او بریتانیا په یمن کې د دې ډلې د پټنځایونو پر ضد د نهم ځل لپاره ګډ عملیات وکړل. سېنټکام وویل چې دا عملیات په سور سمندر کې پر کښتیو د حوثیانو د بریدونو په غچ کې ترسره شوي.
حوثيانو ویلي چې د امریکا او بریتانیا په برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې حوثیانو وویل چې د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې په مأرب ولایت کې د امریکا یوه اېمکیو-۹ بېپیلوټه الوتکه راغورځولې او په شپږو بېړیو یې توغندیز بریدونه کړي. امریکا دا خبر نه دی تایید کړی.











