یمن: د کډوالو پر بېړۍ هوايي برید کې ۳۱ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د یمن ساحل ته نژدې د سومالي کډوالو پر یوه لېږدونکې بېړۍ چورلکې برید کړی او ۳۱ کسان یې په کې وژلي دي.
د ای او ایم چارواکو په خبره برید باب المندیب ته نژدې سمندر کې شوی او وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په خپرو شویو تصویرونو کې یوه اوښتې بېړۍ د مړیو تر څنګ لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې چارواکي وايي، وژل شويو کې هغه سومالي کډوال هم شامل دي، چې د یو این ایچ سي ار له لوري ورکړل شوې پېژندپاڼې یې درلودې. ویل کېږي پېښه کې نژدې ۸۰ کسان ژغورل شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه برید چا کړی. دغه ساحل د حوثي یاغیانو ولکې کې دی، چې له دوو کلونو راهیسې یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ یوه اییتلاف سره جګړه کوي.
تر ډېره حده د یمن هوايي حریم د همدغه ایتتلاف په ولکې کې دی. د سبا په نوم د یاغیانو خبري اژانس ویلي د کډوالو پر کښتۍ له هوا نه برید شوی او ساحلي ساتونکي محمد العلې ویلي، پر کښتۍ له جنګي چورلکو برید شوی دی.
خو د ساحل یوه چارواکي اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي کښتۍ پر ساحل لنګر شوې او په کې ناست کسان د سپکو وسلو په ډزو ویشتل شوي دي. اییتلاف تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د عکس سرچینه، EPA
دا هم معلومه نه ده، چې دغه کښتۍ له کومه ځایه دلته راغلې وه او کوم لور ته روانه وه. سره له دې، چې د بشري بحران له کبله یمن نژدې له قحطۍ سره مخامخ دی، له افریقا نه لا هم یو شمېر کډوال دغه هېواد ته ورځي.
د یو این ایچ سي ار په خبره کېدای شي دغه کډوال یمن کې خرابېدونکي حالت نه د تېښتې لپاره سودان یا د شمال لور ته کوم بل هېواد ته پر لاره وو.
ملګري ملتونه وايي، ۲۰۱۱ کال له قحطۍ او له اوږدې جګړې وروسته سومالیا هم دا مهال د لوږې له حالت سره مخامخ ده او دغه هېواد کې دوه اعشاریه نهه میلیونه کسانو ته اړین خواړه نه رسېږي.








