اسرائیل وايي، په یمن کې یې پر حوثي وسله والو پراخ بریدونه پیل کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
اسرائیل وایي یمن کې یې پر حوثي یاغیانو پراخ بریدونه پیل کړي دي. د اسرائیل پوځ د دوشنبې پر سهار، جولای اوومه وویل، پر حوثیانو یې د یمن په الحدیده، راس عیسی، او الصلیف بندرونو کې بریدونه پیل کړي.
د دې بریدونو له پیل سره هممهاله، د اسرائیل د دفاع وزیر پر اېکس لیکلي، چې ''حوثي یاغیان دې د تهران په څېر برخلیک ته چمتو واوسي.''
له دې بریدونو لږ مخکې اسرائیلي پوځ د سیمې خلکو ته له هدف کېدونکو سیمو د وتلو خبرداری ورکړ. اسرائیلي پوځ په خبرداري کې د سیمې له وغوښتل چې ژر تر ژره دې دا سیمې پرېږدي یا دې ترې لېرې شي، ځکه چې هوایي بریدونه به ژر پیل شي.
د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاټس هم د بریدونو له پیل سره سم په ټولنیزو رسنیو خپل پیغام کې لیکلي و چې د بریښناکوټونه او هغه بېړۍ یې هدف دي چې حوثي یاغیانو دوه کاله مخکې ''تښتولې'' وې.
المیادین، چې د حوثي یاغیانو رسمي رسنۍ ده، پر الحدیده بندر بریدونه تائید کړي، خو د تلفاتو یا زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د اسرائیل د دفاع وزیر وايي، دې عملیاتو ته د ''تور بیرغ'' نوم ورکړل شوی او پر خواله رسنۍ اېکس یې یوه پیغام کې ولیکل: ''حوثیان باید د خپلو کړنو درنه بیه ورکړي. د یمن برخلیک به د تهران په څېر یو څه وي. هر څوک چې هڅه وکړي اسرائیل ته زیان ورسوي، خپله به زیان وويني او هر لاس چې د اسرائیل پر لور وغځېږي، پرې به شي.''
اسرائیل له دې مخکې هم د یمن پر الحدیده بندر هوایي بریدونه کړي، خو د دې هېواد د چارواکو له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې تازه بریدونه ډېر سخت دي او احتمال شته چې دوام وکړي.
اسرائیل په یمن کې داسې مهال بریدونه پیل کړي، چې د دې هېواد لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې په پار واشنګټن ته د سفر په حال کې دی.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د غزې جګړې له پیله راهیسې حوثیانو چې د ایران ملاتړ له ځان سره لري، څو ځله پر اسرائیل توغنديز بریدونه کړي او په سره سمندر کې یې سوداګریزې بېړۍ په نښه کړي دي.
د اسرائیل هوايي ځواک وایي، د دوشنبې سهار بریدونه د حوثیانو پرلهپسې بریدونو ته ځواب دی، چې د اسرائیل او د دغه هېواد د وګړو پر ضد ترسره شوي.
اسرائیلي پوځ زیاته کړې، هغه بندرونه چې په دې بریدونو کې په نښه شوي، د "ایراني رژیم له خوا د وسلو د لېږد اصلي مرکزونه" وو، چې له لارې یې ''پر اسرائیل او دې هېواد پر متحدینو ترهګریز بریدونه ترسره کېدل.''
رویټرز خبري آژانس په دې هکله خپل رپوټ کې ویلي، چې د دې بریدونو له پیل څو دقیقې وروسته حوثي ډلې ادعا وکړه چې د اسرائیل هوایي بریدونو پر وړاندې یې دفاعي سیسټم فعال کړی.
هغسې چې اسرائیل ادعا کوي، د دې هوایي بریدونو یو هدف د "ګالکسي لیډر" نومې کښتۍ وه، چې حوثیانو د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې نیولې وه، دغه کښتۍ اسرائیل د نړیوالو اوبو د څار لپاره کاروله.
د راس الکثیب برېښناکوټ هم د اسرائیلو د هوایي بریدونو له موخو یو و، چې د اب او تعز ښارونو په ګډون شاوخوا سیمو ته برېښنا ورکوي.
د الحدیده بندر، چې په یمن کې میلیونونه ملکي وګړو ته د بشري مرستو رسېدو مهم بندر بلل کېږي، د تېر یو کال په ترڅ کې څو ځله د اسرائیل په بریدونو کې په نښه شوی دی.











