د ایران ځواک له اسرائیلو سره څنګه پرتللی شو؟

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي او د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عارف شمیم
    • دنده, بي بي سي اردو او بي بي سي پارسي

د نړیوالې اټومي انرژۍ واکمن پلاوي له شلو کلونو وروسته اول ځل ایران د اټومي وړانګو د نه خپرېدو ژمنو نه په سرغړونه رسما تورن کړ. د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مدیره پلاوي د ۳۵ غړو هېوادونو له ډلې ۱۹ هېوادونو همدې پرېکړه لیک ته مثبته رایه ور کړه چې متحده ایالتونو، بریتانیا، فرانسې او جرمني وړاندې کړی و.

د دې اړوند بیانیه کې راغلي چې د ایران د خپلو نااعلان شویو اټومي چارو او موادو په هکله اژانس ته د بشپړو ځوابونو په تیارولو کې "ډېرې ماتې خوړلې" دي. همدارنګه د بډایه شویو یورانیو د زېرمو په هکله یې هم اندېښنه ښودلې چې د راکتور د سونتوکو جوړولو او اټومي وسلو کې کارېدلی شي.

ایران دا پرېکړه لیک "سیاسي" بولي او پر غندلو سربېره یې زیاتوي چې د بډایه شویو یورانیم نوې بټۍ به پرانیځي. ایران ټینګار کوي چې اټومي چارې یې یو مخ سوله ییزې دي او هېڅکله هم د اټومي وسلو ترلاسول او پراختیا نه غواړي.

اسرائیل په اټومي وسلو د سمبال ایران لرلید یو وجودي ګواښ بولي او د دغه هېواد لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له مودو راهیسې د ډیپلوماټیکو لارو چارو پر ځای د پوځي چلن خبره کوي.

پر اسرائیل د ایران د تېر کال د اپرېل پر ۱۳ د توغندیو او ډرون بریدونو په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو بې سارې وېره پیدا کړه.

د ایران د توغندیو نندارتون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایران توغندیزه وړتیا د دغه هېواد د پوځي ځواک مهمه برخه ده

کوم لوری برلاسی دی؟

بي بي سي د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره له لاندې ذکر شویو سرچینو کار اخیستی دی. خو باید پام مو وي چې هر هېواد ښايي داسې پام وړ پوځي وړتیاوې ولري چې لا یې ډاګیزې کړې نه وي.

د ستراتیژیکو څېړنو نړیوال انسیتیتوت د پرانیستو سرچینو او رسمي نظرونو له ارځولو نیولې مختلفو لارو سره د دواړو ملتونو پوځي ځواک پرتللی یا مقایسه کړی، چې تر ټولو ممکن غوره اټکل ترلاسه کړي.

د سټاکهولم نړیوالې سولې د څېړنو موسسې په ګډون نورو ادارو هم په دې برخه کې خپلې ارځونې کړې، خو ښايي د هغوهېوادونو په اړه دقت یا کره‌توب متفاوت وي چې شمېرې نه وړاندې کوي.

خو د اوسلو د سولې څېړنو موسسې غړی نیکلاس مارش وايي، د ستراتیژیکو څېړنو نړیواله موسسه د هېوادونو د پوځي ځواک د سنجولو د معیار په توګه پېژندل کېږي.

اسراییل او ایران ته لومړنۍ نظر
د عکس تشریح، اسرائیل او ایران ته لومړنۍ نظر

د ستراتیژیکو څېړنو نړیوال انستیتیوت وايي، اسرائیل تر ایران د دفاعي بودیجې لپاره ډېر لګښت کوي اوهره ممکنه جګړه کې پام وړ ځواک ورته برابروي. دا موسسه وايي، د ایران دفاعي بودیجه پر ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال نږدې ۷.۴ میلیارد ډالره وه، په داسې حال چې د اسرائیل بودیجه تر دوو برابرو ترې زیاته او نږدې ۱۹ میلیارد ډالره وه. د اسرائیل کورني ناخالص تولید په مقایسه د دغه هېواد دفاعي لګښت هم د ایران دوه برابره دی.

اېف- ۳۵ الوتکه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ یوه ډېره پرمختللي جنګي الوتکه اېف- ۳۵

ټیکنالوجیک بری

د ستراتیژیکو څېړنو نړیوال انستیتیوت د شمېرو له مخې، اسرائیل د ۳۴۰ تیارسۍ پوځي الوتکو لرلو سره کره هوايي بریدونو کې برلاسی دی.

د لرواټنه بریدونو وړتیا لرونکې اېف- ۱۵ جنګي الوتکې، پټېدونکې یا له رادار تښتېدونکې پرمختللې اېف-۳۵ جېټ الوتکي او د چټک یرغل چورلکې د دې پوځي الوتکو په ډله کې دي.

د دې موسسې اټکل ښيي چې ایران ۳۲۰ جنګي الوتکې لري، د دغو الوتکو عمر هم ۱۹۶۰ میلادي لسیزې ته رسېږي او پکې اېف -۴، اېف- ۵، اېف-۱۴ دي؛ داسې جنګي الوتکي چې په تاپګان فلم سره یې په ۱۹۸۶ کال کې نړیوال شهرت خپل کړی و.

د اوسلو سولې څېړنو انستیتیوت غړی نیکلاس مارش وايي، مالومه نه ده چې له دې پخوانيو الوتکو څو د الوت وړتیا لري، ځکه د هغه په خبره، د دوی پرزې پیدا کول هم ډېر سخت کار دی.

پر ۱۹۸۶ کال د ټاپ ګن فلم له امله اېف - ۱۴ الوتکې مشهورې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا سمندري ځواک اېف- ۱۴ تام کټ الوتکې نږدې شل کاله مخکې له خپلې لیکې وباسلې، خو ایران یې لا هم خپل خدمت کې لري.

اوسپنیز ګونبد او غشی دفاعي ډالونه

د اوسپنیز ګونبد او غشي په نوم د توغندیزې دفاعي سیستمونه د اسرائیل د دفاع مهمې ستنې دي.

د اسرائیل په دفاع وزارت کې د توغندیو انجینر یوزي روبین د توغندیزې دفاع د سیستم بنسټګر او اوس بیت المقدس کې د امنیت او ستراتیژۍ موسسې مهم څېړونکی دی.

نوموړي بي بي سي ته یې وویل، کله یې چې تېر کال لیدل چې اوسپنیز ګونبد د اسرائیل له ملګرو سره په ګډه د ایران نږدې ټول توغندي او ډرونونه په نښه کړل، نو احساس یې کړل چې څومره په "امن" کې دي.

" د خوښۍ او ډاډ ډېراحساس مې کاوه... دا سیستم د هدفونو په مقابل کې ډېر تخصصي او کره عمل کوي. دا د لنډ واټن توغندي د دفاع سیستم دی. په بل یو سیستم کې هم د هغه په څېر ورته شیان نشته. "

د اسراییل پر فضا د برید ضد توغندیو توغول

د عکس سرچینه، Amir Cohen / Reuters

د عکس تشریح، د اسرائیل اوسپنیز ګونبد په نوم د توغنديو دفاعي سیستم تېر کال د ایران د توغول شويو له درې سوو ډېرو توغنديو او ډرونونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړه

ایران له اسرائیل څومره لرې دی؟

اسرائیل له ایران دوه زره او سل کیلومترو ډېر لرې دی. د دفاعي سترګې سرلیکوال ټیم ریپلي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د اسرائیل توغندي پر ایران د دغه هېواد د برید اصلي وسیله او توکي دي.

د ایران او سیمې نقشه
د عکس تشریح، نقشه ایران، اسراییل او ګاونډي هېوادونه ښيي

د ایران توغنديز پروګرام په منځني ختیځ کې تر ټولو ستر او رنګارنګ توغندیز پروګرام بلل کېږي. د امریکا د مرکزي قومندانۍ یا سنټکام پخواني قومندان جنرال کنټ مکنزي پر ۲۰۲۲ کال وویل، چې " ایران له درې زرو ډېر بالستیک توغندي لري. "

د توغندیزې دفاع پروژې د ستراتیژیکو مطالعو نړیوال انستیتیوت هم وايي چې اسرائیل څو هېوادونو ته توغندي صادروي.

ایران پر اسراییل د برید لپاره توغندي او ډرون ور وتوغول

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ایران تېر اپرېل تر درې سوو ډېر توغندي او ډرون د اسرائیل لور ته وتوغول

د ایران توغندي او ډرونونه

ایران چې له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۸ له عراق سره جګړه درلوده، له هغه راهیسې یې د توغندیز سیستم د پراختیا او ډرونونو برخه کې ډېر لګښټ کړی دی.

دغه هېواد لنډ او اوږد واټنه توغندي او ډرونونه جوړ کړي چې ځینې یې وروستیو کې پر اسرائیل د برید لپاره وکارول.

هغه څېړونکي چې پر سعودي عربستان د یمن د حوثیانو توغندیز بریدونه څېړي، دې نتیجې ته رسېدلي چې دا توغندي ایران جوړ دي.

سوریه کې د ایران کنډواله شوې کونسلګري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال اپرېل پر اوله سوریه کې د برید له امله د ایران کونسلګري له منځه وړل او پکې د ایران د مهمو پوځي کسانو وژل کېدل

د اوږد واټن برید له لارې سزا

د دفاعي سترګې یو غړی ټېم ریپلي وايي، دا له امکان لرې ده چې اسرائیل له ایران سره ځمکنۍ جګړې ته ودانګي. هغه په دې باور دی چې د اسرائیل هوايي ځواک او لارښود وسلې د دغه هېواد ستر امتیاز دی او په دې دلیل دا بې سارې وړتیا لري چې د ایران په داخل کې مهم هدفونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي.

د هغه په خبره، اسرائیل ښايي د هوا له لارې د ایران چارواکي ووژني او د تېلو بنسټونه یې په نښه کړي.

د ښاغلي ریپلي په نظر، "سزا د دوی په زړه کې ځای لري... د اسرائیل پوځ او سیاسي مشران تل دا کلیمه کاروي دا د دوی د وجودي فلسفې برخه ده چې داسې ګوزار ور کړه چې مقابل لوری د اسرائیل پرضد له بل هر ګام مخکې دوه ځله پرې فکر وکړي. "

په تېر کې هم د ایران مهم پوځي او ولسي مشران وژل شوي ان د ۲۰۲۴ کال د اپرېل پر اوله د سوریې پلازمېنه کې د ایران پر کونسلګرۍ توغندیز برید کې د ایراني کونسل وژل کېدل، چې ایران یې د غچ لپاره برید هم وکړ.

اسرائیل د داسې برید یا بریدونو مسوولیت نه دی منلی چې په هغه کې د ایران چارواکي یا نظامیان وژل شوي وي، خو په ورته بریدونو کې یې لاس لرل رد کړي هم نه دي.

د ۲۰۲۳ کال اګسټ کې د ایران د سپاه پاسدارن ګړندۍ کښتوړۍ په ابو موسا ټاپو کې مانورې کوي

د عکس سرچینه، IRGC handout / Reuters

د عکس تشریح، په ابو موسی ټاپو کې د ایران د سپاه پاسدران کښتوړۍ پوځي مانورې کوي

سمندري ځواکونه

د ایران سمندري ځواکونه د پخوانيو او زړو تجهیزاتو سره نږدې ۲۲۰ کښتۍ یا بېړۍ لري. د ستراتیژیکو څېړنو نړیواله موسسه وايي، د اسرائیل سمندري ځواکونه نږدې ۶۰ کښتۍ لري.

سور سمندرګي کې یو کس د اسراییل د سمندري ځواک د جرمن جوړې بېړۍ سره نږدې پارو وهي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ستراتیژیکو څېړنو نړیواله موسسه وايي اسرائیل ۶۰ کښتۍ لري

سایبري بریدونه

سایبري برید کې اسرائیل تر ایران ډېر څه بایللی شي.

د ایران دفاعي سیستم د ټیکنالوجۍ له مخې د اسرائیل په څېر پرمختللی نه دی او په دې دلیل پر اسرائیل برېښنايي یا سایبري برید ډېره لاسته راوړنه لرلی شي.

د اسراییل سایبري ملي اداره وايي، "دمګړۍ د سایبري بریدونو سختوالی تر پخوا ډېر زیات دی. نږدې درې برابره ډېر دی. دا بریدونه د اسرائیل ټولې برخې په نښه کولی شي، د غزې جګړه کې د ایران او حزب الله همکاري زیاته شوې ده."

د دې ادارې په خبره، د اکتوبر پر ۷ پر اسرائیل د حماس له برید د ۲۰۲۳ کال تر پای پر اسرائیل ۳۳۸۰ سایبري بریدونه شوي دي.

د ایران د ولسي دفاع ادارې مشر غلامرضا جلالي وايي، دغه هېواد د پارلمان د وروستیو ټاکنو مخکې یوه میاشت کې نږدې دوه سوه سایبري بریدونه شنډ کړي دی.

په یوه ډېر خبرساز سایبري برید کې تېره ډیسمبر میاشت، د ایران د تېلو پمپونه او د سونتوکو د وېشل ټول سیستم په نښه شو او هغه مهال د ایراند تېلو وزیر جواد اوجي د سونتوکو د وېش شبکه کې ګډوډي تایید کړه.

د ایران د هغه وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد پر ۲۰۰۸ کال په نطنز بټۍ کې د یورانیو د تولید زیاتوالی اعلان کړ

د عکس سرچینه، Iranian government / Getty Images

د عکس تشریح، د ایران د هغه وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد پر ۲۰۰۸ کال په نطنز بټۍ کې د یورانیومو د تولید زیاتوالی اعلان کړ

اټومي ګواښ

داسې انګېرل کېږي چې اسرائیل اټومي وسلې لري، خو په دې هکله د شکونو شپول کې دا خبره پرېښودل د تلابیب رسمي سیاست دی.

د رپوټونو له مخې ایران اټومي وسلې نه لري، خو تورن دی چې د سوله ییز اټومي پروګرام په سیوري کې دې وسلو د جوړولو هڅه کوي، اما تهران تل دا تور ردوي.

ځمکنۍ او وګړنۍ ځانګړنې

ایران د پراخوالي له پلوه تر اسرائیل ډېر لوی دی او وګړي یې هم ۸۹ میلیونه دي چې له اسرائیل ۹ ځلې ډېر دي، ځکه اسرائیل لس میلیونه وکړي لري.

تر اسرائیل نږدې شپږ ځلې ډېر خدمت ته تیارسي سرتېري هم لري. د ستراتیژیکو څېړنو نړیواله اداره وايي چې ایران نږدې شپږ لکه او اسرائیل یو لک اویا زره سرتېري لري.

پر اسراییل د ایران برید پسې مړ سمندر کې غورځېدلي بالستیک توغندي سره یو سړی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر اسرائیل د ایران برید پسې مړ سمندر کې غورځېدلی بالستیک توغندی

" د ایران کارت"

د منځني ختیځ د چارو کارپوه طارق سلیمان بي بي سي اردو سره خبرو کې په دې باور دی چې " د اسرائیل کابینه او پارلمان کې د جګړې ملاتړي کسان شته او د اسرائیل پر لومړي وزیر فشار اچوي چې دا کار وکړي، هر وخت چې نتن یاهو ځان له سیاسي پلوه تاواني وبولي، نو سملاسي د ایران له کارت ګټه اخلي. "

د اسرائیل د عبري پوهنتون د تېر کال نظرپوښتنې له مخې، د دغه هېواد له څلورو درې برخې خلک په داسې حالت کې له ایران د غچ اخیستونکي برید مخالف دي چې دا ډول ګام له خپلو ملګرو سره د اسرائیل امنیتي اتحاد زیانموي.

د پوهنتون په بیان کې راغلي چې دا نظرپوښتنه د ۲۰۲۴ کال د اپرېل پر ۱۴ او ۱۵ د ټلیفون او انټرنېټ له لارې شوې او پکې د یهودو او عربو په ګډون داسې ۱۴۶۶ ښځو او سړیو ګډون کړی چې د بالغو اسراییلو نمایندګي کوي.

د بې پیلوټه الوتکې پاتې شوني‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا پر ایران تور لګوي چې په یمن کې حوثیانو ته بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه) لیږي

د ایران او اسرائیل نیابتي جګړه

که څه هم ایران او اسرائیل تر اوسه مخامخ جګړه نه ده سره کړې، خو دواړه په نارسمي جګړه کې سره ښکېل دي. د ایران مهم کسان اسرائیل پورې تړلو بریدونو کې په بهرنیو هېوادونو کې ووژل یا په کور د ننه ترور شول. ایران هم خپلو ملاتړو ډلو سره اسراییل په نښه کوي.

اسرائیل او حزب الله د ۲۰۲۳ کال تر ۲۰۲۴ کال د ۱۳ میاشتو لپاره سره وجنګېدل ، چې له امله یې اسرائیل د ۲۰۲۴ کال اکتوبر کې د لبنان پر سوېل برید وکړ، ایران هم د حزب الله له ملاتړ انکار نه کوي.

ایران په غزه کې له حماس هم ملاتړ کوي، حماس د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې د اسرائیل پر سوېل برید وکړ او له لسیزو راهیسې له غزې د اسراییل لور ته توغندي توغوي.

اسرائیل او غربي ځواکونه وايي، ایران حماس ته وسلې او مهمات برابروي او پوځي روزنه کې یې لاس لري.

حوثي وسلوال سره ناست دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حوثي وسلوال په سور سمندرګي کې پر بېړیو بریدونه کوي

د یمن حوثیان د ایران یوه بله نیابتي ډله بلل کېږي. سعودي عربستان وايي، دغه ډله داسې توغندي ور توغوي چې ایران جوړ کړي ډي.

د ایران ملاتړې ډلې په عراق او سوریه کې هم شته او پام وړ قدرت لري. ایران سوریه کې د بشار اسد د حکومت هم ملاتړ کاوه او ویل کېږي چې د اسرائیل پرضد یې د دغه هېواد خاوره کاروله.