امریکا د حوثیانو لخوا په سور سمندر کې له ویشتل شوې بېړۍ د تېلو بهېدو خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت وايي د تېلو په هغه ټانکر کې لا هم اور لګېدلی او ښايي تېل ترې روان وي، چې حوثي یاغیانو تېره اوونۍ سور سمندر کې پرې برید کړی و.
پنټاګون زیاتوي چې د 'اېموي سونین' په نوم د دې یونانۍ بېړۍ ژغورنې لپاره هڅې ځکه له خنډ سره مخ شوې، چې حوثیانو دغلته د نورو بریدونو ګواښ هم کړی دی.
دا کښتۍ تر ۱۵۰ زره ټنو - یا یو میلیون بېرلو ډېر اومه تېل لېږدوي.
که دا تېل سمندر ته بهیږي، نو د دغه صنعت په تاریخ کې به له یوې تېل وړونکې بېړۍ تر ټولو ستره نفتي ککړتیا وي.
حوثیان چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، د یمن پراخه برخه کنټرولوي.
دوی وايي له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې د دې لپاره سور سمندر کې پر بېړیو بریدونه کوي، چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو ملاتړ وکړي.
د رپوټونو له مخې دوی په دې موده کې دوه بېړۍ ډوبې کړې او دوه ماڼوګان یا د کښتیو د عملې غړي یې وژلي دي.
حوثیان اکثرآ دا ناسمه ادعا هم کوي چې یوازې د اسرائیل، امریکا او بریتانیا اړوندې بېړۍ په نښه کوي.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ سازمان 'یوکېاېمټياو' دفتر وايي، پر سونین نفت وړونکې بېړۍ تېره چارشنبه لومړی د کوچنیو کښتیو لخوا ډزې وشوې او وروسته پرې درې توغندي ولګېدل چې اور ترې ولګېد او ماشین یې له کاره وغورځېد.
د دې بېړۍ د عملې ۲۵ غړي تر پېښې یوه ورځ وروسته د یوې اروپايي جنګي بېړۍ په وسیله وژغورل شول او جېبوټي ته ولېږدول شول.

د عکس سرچینه، INDIAN NAVY
تر هغې وروسته د تېلو پر دغه ټانکر بیا برید وشو او حوثیانو یې ظاهرآ د ویشتلو ویډیو هم پر خواله رسنیو خپره کړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت سېشنبه یوه بیان کې پر سونین د برید په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.
دغه وزارت خبرداری ورکړ چې د دې پېښې له کبله ښايي په ۱۹۸۹ کال د الاسکا ساحل کې د اېګزون والدیز له ناورینه څلور برابره ډېر اومه تېل سمندر ته وبهېږي.
په هغې پېښه کې ۲۵۷ زره بېرله تېل سمندر ته ورګډ شوي وو.
هممهاله د امریکا د دفاع وزارت ویاند جنرال پاتریک رایډر د سېشنبې پر ورځ وویل، چې دوه ژغورونکې بېړۍ د سونین ژغورلو لپاره استول شوې وې، خو حوثیانو ګواښ وکړ چې پر دوی به هم برید وکړي.
هغه وویل امریکا په سیمه کې له خپلو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي، چې سمندر ته د تېلو بهېدو له اړخه هر ډول احتمالي چاپیریالي اغیزې کمې کړي.











