امریکا وايي، د چینايي زدکوونکو ویزې لغوه کوي

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دغه هېواد د چینايي زدکوونکو د ویزو لغوه کول پيلوي.
ښاغلي روبیو پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د هغو زدکوونکو او محصلانو ویزې به هم ناچله اعلان شي چې د چین کمونیستي ګوند سره اړیکې لري او یا چې په ځینو ډېرو مهمو برخو کې پر زدکړو بوخت دي.
ده همدا راز ویلي چې په راتلونکي کې به د هغو کسانو غوښتنلیکونه په دقت څارل کېږي چې له چین او هانګ کانګه امریکا ته د ورتلو ویزې غواړي.
د شمېرو له مخې، تېر کال شاوخوا ۲۸۰ زره چینايي زدکوونکي په امریکا کې پر زدکړو بوخت وو. د دغه هېواد پوهنتونونو ته د نوملیکنه کوونکو نړیوالو محصلانو په ډله کې ډېر شمېر یې د چينايي زدکوونکو و چې په دې وروستیو کې کمی پکې تر سترګو شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د کورونا وبا له کبله د محدودیتونو او بیا د چین او امریکا تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله هلته اوس د چینايي زدکوونکو شمېر کم شوی دی.
له هغه راهیسې چې ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر شوی، د واشنګټن او بیجینګ تر منځ اړیکې ترینګلې دي او دواړو هېوادونو د یوه بل پر سوداګریزو توکو تعرفې لوړې کړې.
د امریکا کورنیو چارو وزارت له لوري هم د دغه هېواد سفارتونو ته خبرداری ورکړل شوی چې نوو محصلانو ته دې نور د ویزې ترلاسه کولو اړوند د کتنې یا ملاقات وخت نه ورکوي.
په هارورډ پوهنتون کې د نړیوالو محصلینو داخله بندول
د یادولو ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت امریکا کې د هارورډ پوهنتون د نړیوالو محصلینو د نوملیکنې د بندولو لپاره هم ګام اخیستی چې دې کار له امریکا سره د دغه تر ټولو پخواني پوهنتون اړیکې لا ډېرې ترینګلې کړې دي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نووم پر اېکس کې لیکلي حکومت د هارورډ پوهنتون د محصلانو او استادانو د تبادلې پروګرام سند (جواز) د "قانوني سرغړونې" له امله لغوه کړی دی.
نوم لیکلي: "دا دې ټولو پوهنتونونو او تعلیمي بنسټونو ته په ټول هېواد کې یو خبرداری وي."
هارورډ پوهنتون دا ګام "غیرقانوني" بللی دی.
پوهنتون په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: "موږ په بشپړ ډول ژمن یو چې د هارورډ پروګرام ته دوام ورکړو، چې د نړیوالو محصلینو او څېړونکو کوربهتوب وکړو - هغه کسان چې له ۱۴۰ زیاتو هېوادونو راغلي او زموږ پوهنتون او دا هېواد په بېساري ډول بډایه کوي."
په دې خبرپاڼه کې راغلي: "موږ په چټکۍ سره د هارورډ غړو ته د لارښود او ملاتړ خدمتونو برابرول پیل کړي دي. دا غچ اخیستونکی اقدام د هارورډ پوهنتون ټولنې او هېواد ته جدي زیان رسوي او زموږ علمي او څېړنیزه موخه کمزورې کوي."
د ټرمپ حکومت دا پرېکړه د هارورډ پوهنتون په زرګونو نړیوال محصلین اغېزمنولی شي. د شمېرو له مخې، د تېر تعلیمي کال په اوږدو کې له ۶۷۰۰ ډېر نړیوالو محصلانو په هارورډ کې نوملیکنه کړې وه، چې د دغه پوهنتون د ټولو محصلینو شاوخوا ۲۷ سلنه جوړوي.
دا خبر د پنجشنبې په ورځ (د مې ۲۲مه) په چټکۍ د هارورډ پوهنتون د نړیوالو محصلینو ترمنځ خپور شو او د زرګونو زدکوونکو ترمنځ یې اندېښنه او ګډوډي رامنځته کړه، ځکه چې ناڅاپه یې راتلونکی نامعلوم شو.
د اسټرالیا د ماسټرۍ دورې یوې محصلې سارا ډېوېس بيبيسي ته وویل: "په دې اړه ډېرې ګډوډۍ شته."

د عکس سرچینه، Getty Images
هغې زیاته کړه: "دا خبر یوازې پنځه ورځې مخکې له فارغالتحصیلۍ اعلان شوی او دا بېله شکه زموږ د پاتې کېدو او په امریکا کې د کار کولو پر امکاناتو ډېرې نامشخصې اغېزې لري."
اغلې ډېوېس، چې د هارورډ د کینډي ښوونځي د اسټرالیا او نیوزیلند ډلې مشره ده، وویل: "موږ ټول ناست یو او منتظر یو چې پوهنتون به موږ سره د راتلونکو پړاوونو په اړه تماس نیسي که نه."
۳۲ کلن سویډنی محصل سلیو ګوردن وايي هغه ورځ چې د هارورډ د منلو لیک یې تر لاسه کړ، د ده د ژوند تر ټولو ښه ورځ وه، خو اوس له فراغت یوازې یوه اونۍ مخکې، هېڅکله یې تصور نه کاوه چې په داسې معتبرو تعلیمي تجربو کې به داسې پای ته ورسېږي.
هغه بيبيسي ته وویل: "نړیوال محصلان د سپینې ماڼۍ او هارورډ ترمنځ د شخړې په لوبه کې قربانیان شوي دي. دا کار ډېر غیرانساني دی."
د ټرمپ حکومت د امریکا پر لسګونو پوهنتونونو پراخې پلټنې پیل کړې دي او له لویو بنسټونو لکه د نیویارک د کولمبیا پوهنتون یې ځینې امتیازات اخیستي دي.
خو په اپرېل میاشت کې، هارورډ پوهنتون د یو مخکښ تعلیمي بنسټ په توګه د حکومت پر وړاندې ودرېد او وروسته له هغه چې سپینې ماڼۍ ورته د خپلو غوښتنو اوږد لست واستاوه، پوهنتون اعلان وکړ چې پر حکومت به دعوه وکړي. سپینې ماڼۍ بیا وروسته وویل دا لست په تېروتنه استول شوی و.

د عکس سرچینه، Reuters
په دغه لست کې له پوهنتونه غوښتل شوي وو چې د استخدام، شمولیت او تدریس تګلارې بدلې کړي، چې د پوهنتون دننه له یهودیتضد پدیدې سره مبارزه وشي. حکومت همداراز ګواښ کړی و چې د هارورډ د مالیې معافیت به لغوه کړي او میلیاردونه ډالره دولتي مرستې به بندې کړي.
هارورډ د روان کال په پیل کې اعلان کړی و چې د یهودیتضد پدیدې پر وړاندې یې ډېر ګامونه اخیستي او د حکومت غوښتنې یې د پوهنتون د "فکري خپلواکۍ" د محدودولو هڅه بللې وه.
خو دا ترینګلتیا لا هم روانه ده.
د امریکا د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی که هارورډ پوهنتون د نړیوالو محصلینو د اسنادو او ریکارډونو د پراخ لاسرسي غوښتنو سره همکاري و نه کړي، ښايي دا پوهنتون خپله قانوني وړتیا د دې لپاره له لاسه ورکړي چې نړیوال محصلین ومني.
د پنجشنبې په ورځ، نووم دا خبرداری عملي کړ. هغې اعلان وکړ چې له دې وروسته هارورډ پوهنتون د زدکوونکو او څېړونکو د تبادلې له پروګرامه ایستل شوی، چې دا معنا لري هارورډ به د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ تحصیلي کال لپاره نور د اېف یا جې ځانګړې وېزې لرونکي محصلین نهشي منلی.
نوم لیکلي، هغه محصلین چې دا مهال د اېف یا جې وېزې لرونکي دي، باید د خپل قانوني وضعیت د ساتلو لپاره نورو پوهنتونونو ته انتقال شي.
په یاد لیک کې ویل شوي هارورډ ته ۷۲ ساعته وخت ورکړل شوی، چې د غوښتل شوي نوملړ له مخې همکاري وکړي، چې دا امکان پیدا شي د نړیوالو محصلینو نوملیکنه بېرته کتل شي.

د عکس سرچینه، Reuters
په دغو غوښتنو کې راغلي چې پوهنتون باید د تېرو پنځو کلونو د هغو محصلینو د انضباطي اسنادو بشپړ راپور ورکړي چې د زدکړې وېزه لري او همداراز باید هر ډول الکترونیکي، وېدیو یا غږیز ریکارډونه چې د دوی د "غیرقانوني" او "خطرناکو یا تاوتریخجنو" فعالیتونو سره تړاو لري، وسپاري.
د امریکا د کورنیو چارو وزیرې په ایکس کې په یوه یادښت کې ګواښ وکړ چې دا ګام باید د هېواد په کچه ټولو پوهنتونونو او تعلیمي مؤسسو ته یو "خبرداری" وي.
د ټرمپ اداره له وړاندې هڅې کوي چې د نړیوالو محصلینو لپاره د وېزو شرایط محدود کړي، هغه چې د امریکا په پوهنتونونو کې یې پراخه ګډوډي رامنځته کړې او د قانوني دعوو یوه څپه یې راپورته کړې ده.
په ځینو مواردو کې، د وېزې لغوه کولو کې هغه بهرني محصلین هم شامل شوي چې په سیاسي مظاهرو کې یې ګډون کړی و یا یې د ټرافیکي سرغړونې په شان کوچنۍ جرمي سابقه لرله.
په یوه جلا قضیه کې، د پنجشنبې په ورځ، یو فدرالي قاضي په کلیفورنیا کې د ټرمپ د ادارې هغه پالیسي ودروله چې له مخې یې د نړیوالو محصلینو قانوني وضعیت باید لغوه شوی وای، تر هغه چې د دغې پالیسۍ پر ضد حقوقي دعوې پای ته ورسي.
لیو ګوردن د خپلو نړیوالو ټولګیوالو په اړه وویل: "موږ دلته ځکه راغلي یو، چې د هغو ارزښتونو پر بنسټ باور لرو چې امریکا یې استازیتوب کوي: د بیان ازادي، د پوهې ازادي او یوه فعاله فکري ټولنه."
هغه زیاته کړه: "بې له نړیوالو محصلینو، هارورډ نور هغه پخوانی هارورډ نه دی."












