د ایران کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، ''ډېری'' غیرقانوني کډوال له دې هېواده وتلي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي زینی وند وايي، "ډېری" غیرقانوني اتباع له دې هېواده وتلي دي. ښاغلی زیني وند وايي، د دې کسانو ۷۰ سلنه یې ''په خپله خوښه'' له ایرانه وتلي او پاتې ۳۰ سلنه یې له "درناوي" سره او اړینو پروټوکولونو ته په پام سره ایستل شوي.
د ایران کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د هغو کسانو شمېر اعلان نه کړ چې له دې هېواده وتلي، خو ټینګار یې وکړ چې د وزارت مشخص هدف دا دی، چې په ایران کې هیڅ غیرقانوني کډوال شتون و نه ولري.
د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي ډېری مهال په ایران کې د مېشتو افغانانو لپاره د "اتباعو" اصطلاح کاروي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني مخکې ویلي و چې "له ۶ ملیون څخه ډېر افغان اتباع په ایران کې دي" او ټینګار یې وکړ چې په "لومړي ګام" کې به د روان کال تر پایه پورې لږترلږه دوه میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایرنا خبري اژانس په راپور کې د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د مرکز مشر نادر یار احمدي له قوله ویل شوي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، ۱.۴۵ میلیونه غیرقانوني کډوال له هېواده وتلي دي.
ایراني چارواکي په داسې حال کې د افغان کډوالو رضاکارانه ستنېدو خبره کوي، چې له ایرانه د کډوالو ایستلو پر تګلاره پراخې نیوکې شوې. ملګرو ملتونو هم د کډوالو ایستلو دا بهیر اجباري بللی و.
ایران د تېرې مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسنادو افغانان باید د جولای تر شپږمې له دې هېواده ووځي.
له هغه وروسته هره ورځ سلګونه کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته ستنېدې. د افغان کډوالو جبري اېستل او له هغوی سره د بد چلند او ځورونې ادعاوې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په تېره اګست میاشت کې ویلي و، یوازې په چنګاښ (سرطان) میاشت کې ایران شاوخوا ۹۵۰ زره افغان کډوال افغانستان ته اړولي دي.











