د ایران ولسمشر: د نوې پاڼې پرانیستلو لپاره د افغانستان سفر ته چمتو یم

مسعود پزشکیان وايي، له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا یې لومړیتوب دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مسعود پزشکیان وايي، له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا یې لومړیتوب دی.

د ایران ولسمشر د شنبې پر ورځ د خپل هېواد بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرو کې افغانستان ته د سفر چمتوالي یادونه کړې.

د ایران ولسمشرۍ مقام د وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، مسعود پزشکیان په دې ناسته کې له ګاونډیانو سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی، او ویلي یې دي، چې له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا او ټینګښت باید زموږ د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې شامل وي.

ښاغلي پزشکیان د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو موضوع ته په اشارې سره وویل، ''د کورنیو چارو وزیر ته مې ویلي، چې په دې مسئله کې باید ډېر دقت وشي، چې خدای مه کړه د احتمالي تېروتنې او غفلت له کبله له افغان وروڼو او خویندو سره منفي ذهنیت پیدا نه شي.''

نوموړي افغانستان خپل ''ګران ګاونډی'' او افغانان ''په وینه او ژبه شریک وروڼه او خویندې'' وبلل، چې په خبره یې ''شریک تاریخ، دود-دستور، باورونه او فرهنګ لرو، زه په جدي توګه له افغانستان سره د اړیکو او همکارۍ ملاتړی یم او د خپلمنځي اړیکو په لړ کې د یوې نوې پاڼې اړولو په پار دې هېواد ته د سفر لپاره چمتو یم.''

ایران د تېرې مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسنادو افغانان باید د جولای تر شپږمې له دې هېواده ووځي.

د ملګرو ملتونو چارواکو په وینا د ایران له دې اعلان وروسته له جون میاشتې راهیسې نژدې ۴۵۰ زره افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان 'ای‌او‌اېم' د روانې میاشتې په لومړیو کې ویلي و، د جون له لومړۍ د جولای تر پنځمې نېټې پورې ټولټال ۴۴۹ زره او ۲۱۸ افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه اداره وايي، د روان کال له پیل راهیسې دا شمېره ۹۰۶ زره او ۳۲۶ کسانو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسوولینو مخکې ویلي و، ۷۰ سلنه راستنېدونکي په زور ایستل شوي، چې ډېر یې ښځې او ماشومان دي.

ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان افغانستان ته د خپل سفر لپاره ځانګړې نېټه نه ده یاده کړې، خو که ترسره شي، دا به د ایراني ولسمشر په توګه او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د ایراني ولسمشر لومړنی سفر وي.

امیر خان متقي د روان کال په مې کې له مسعود پزشکیان سره لیدلي وو.

د عکس سرچینه، TALIBAN

د عکس تشریح، امیر خان متقي د روان کال په مې کې له مسعود پزشکیان سره لیدلي وو.

له روسیې پرته د نورو ټولو هېوادونو په څېر ایران هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دوی ترمنځ کلکې دیپلوماټیکې اړیکې او په لوړه کچه راشه درشه شته.

له دې مخکې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د یوه بل هېواد پلازمېنې ته سفرونه کړي دي.

له دې مخکې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په تهران کې له ولسمشر پزشکیان سره لیدلي وو.

همدا اوس په کابل کې د ایران سفارت فعال دی او په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو دیپلوماتانو ته سپارل شوی دی.