څنګه آوشوېټز د نازي هولوکاسټ مرکز شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
شوروي ځواکونو۸۰ کاله وړاندې د نازيانو د وژنې کمپ آوشوېټز-برکناو ازاد کړ، د جنورۍ په ۲۷مه د دې کمپ وروستي ژوندي پاتې شوي کسان به له نړیوالو مشرانو سره د ۱،۱ میلیونه وژل شویو کسانو د یاد مراسمو کې ګډون وکړي.
ژوندي پاتې شوي کسان اوس تر ډېره ۹۰ کلن دي او ښايي دا وروستی کال وي چې دوی په دې مراسمو کې برخه واخیستلی شي.
یوازې څلور نیمو کلونو کې، نازي جرمني (المان) لږ تر لږه ۱،۱ میلیونه کسان په آوشوېټز کې په منظم ډول ووژل. دا کمپ د پولې په نیول شوې سوېلي برخه کې د اشویڅیم ښار ته نژدې جوړ شوی و.
آوشوېټز د نازيانو د هغه پلان مرکز و چې غوښتل یې د اروپا یهودان له منځه یوسي. له وژل شویو خلکو نژدې یو میلیون یهودان وو. نور قربانیان پولنډي، روما او روسي جنګي بندیان وو.
کله چې د ۱۹۴۵ کال د جنورۍ پر ۲۷مه سور پوځ محتاطانه آوشوېټز ته ننوت، یوازې شاوخوا ۷۰۰۰ بندیان پاتې وو. مخکې له دې چې نازي ځواکونه لوېدیځ ته شاتګ وکړي، لسګونه زره نور لا له وړاندې په پښو د "مرګ په لاریونو" کې جبري لېږد ته اړ شوي وو.
ایټالوی زنداني پریمو لیوي، چې په کمپ کې د شري ناروغۍ له امله روغتون کې بستري و، د شوروي ځواکونو د راتګ شاهد و.
هغه وروسته په خپل کتاب هولوکاسټ یادښت "اوربند" کې ولیکل، سړیو "هغوی زموږ لوېدلو بدنونو، ویجاړو خونو او لږ ژوندیو کسانو ته حیران حیران کتل. هغوی موږ ته نه سلام واچاوه او نه یې موسکا وکړه؛ دوی نه یوازې د زړهسوي له امله بلکې د ګناه د احساس له کبله په داسې جرم ځورېدلي ښکارېدل".
د شوروي سرتېري ایوان مارتینوشکین د مرګ کمپ د ازادولو په اړه وویل:
"موږ ډېر کمزوري، شکنجه شوي او بېوسه کسان ولیدل. د دوی له سترګو ښکاره کېده چې له دې دوزخه د ژغورل کېدو له امله خوشحاله دي."
هولوکاسټ څه و؟
کله چې نازيانو په ۱۹۳۳ کال په جرمني کې واک ترلاسه کړ، هغوی د یهودانو شتمنۍ، ازادۍ او قانوني حقونه ترې واخیستل. په ۱۹۳۹ کال کې، کله چې نازيانو په پولې برید وکړ او هغه یې ونیوله، دوی یهودان د درېیم رایش له برخو پولې ته بوتلل او هلته یې د دوی لپاره ځانګړي یهودي کلي جوړ کړل چې له نورو خلکو جلا وساتل شي.
په ۱۹۴۱ کال کې، کله چې نازيانو پر پخواني شوروي اتحاد برید وکړ، دوی په بشپړ ډول د یهودانو د ختمولو کمپاین پیل کړ. نازيانو دا جګړه د جرمني او یهودانو ترمنځ د نسل جګړې په توګه ګڼله، چې په کې سلاویک خلک او د روما ټولنه هم شامله وه.

د جرمني پوځیانو ځانګړې ډلې، چې "آینزاټس ګروپن" نومېدې، په ختیځه اروپا کې د نوو نیول شویو سیمو د خلکو ټولوژنې لپاره واستول شوې. د ۱۹۴۱ کال تر پایه، دوی ۵۰۰,۰۰۰ کسان وژلي وو او تر ۱۹۴۵ کال پورې یې شاوخوا دوه میلیونه کسان ووژل- چې ۱،۳ میلیونه یې یهودان وو.
د جګړې لیکو تر شا، د نازيانو قوماندانانو د ډلهییزې وژنې لپاره نوې لارې ازمویل پیل کړل. هغوی اندېښنه لرله چې په ډلهییزه توګه د خلکو وژل د پوځیانو سټرېس یا فشار لا نور لوړوي، نو د وژنې ډېرې نورې اغېزناکې لارې یې وموندې.
په ۱۹۳۹ کال پولنډ کې نازيانو د "ګازي موټرو" تجربوي ازموینې پیل کړې، چې د رواني ناروغانو د وژلو لپاره کارول کېدې. زهرجن ګازونه به یوې تړلې خونې ته ننویستل کېدل او هلته به یې د ساه بندۍ یا زندۍ کېدو له لارې بندیان پرې وژل. د ۱۹۴۱ کال په ژمي کې، نازيانو په آوشوېټز کې خپله لومړنۍ ګازي خونه او د مړو سېځلځای جوړ کړ.
د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په میاشت کې، د نازيانو مشران وانسي کنفرانس کې د یهودانو بشپړ له منځه وړلو د یوه ګډ پلان جوړولو لپاره راټول شول، چې دوی ورته "د یهودي مسئلې وروستۍ حللاره" ویله. د دې پلان موخه دا وه چې د اروپا ټول ۱۱ میلیونه یهودان د ختمولو او جبري کارونو له لارې ووژني.
آوشوېټز څه و؟
آوشوېټز په اصل کې د پولنډ د پوځ یوه پوځي قرارګاه وه چې په سوېلي پولنډ کې پرته وه. د ۱۹۳۹ کال په سپټمبر کې، نازي جرمني پولنډ ونیو او د ۱۹۴۰ کال په مۍ میاشت کې یې دغه ځای د سیاسي بندیانو لپاره په زندان بدل کړ.
د آوشوېټز د متمرکز کمپ قوماندان رودولف هوس د "آربایت ماخت فرای" (کار تاسو آزادوي) شعار جرمني کې له بل هغه کمپه راوړ چې هغه کار پکې کاوه.
دغه بدنامه دروغ تر نن ورځې د کمپ د دروازې په سر پاتې دی چې د لومړي آشویټز په نوم پېژندل شوی.

د ګاز لومړني قربانیان
لکه څنګه چې جګړه او هولوکاسټ مخ په وړاندې روان وو، د نازيانو رژیم د آوشوېټز کمپ په پراخولو لاس پورې کړ.
د ۱۹۴۱ کال په سپټمبر میاشت کې، د پولنډ او شوروي زندانیانو یوه ډله د ګازي خونې لومړني قربانیان شول.
د همدې کال په اکتوبر کې، د یوه نوي کمپ دویم آوشوېټز -برکناو، جوړولو کار پیل شو. دغه ځای د هغو لویو ګازي خونو مرکز او د مړیو ډلهییزې سوځونې ځای شو چې په کې د ۱۹۴۴ کال تر نومبر پورې سلګونه زره کسان ووژل شول او بیا وسوځول شول.
برکناو د نازيانو د وژنو د شپږو لویو کمپونو تر ټولو لوی کمپ و. درې نور کمپونه، بیلزیک، سوبيبور او ټریبلینکا هم په ۱۹۴۲ کال کې جوړ شول.
د ۱۹۴۲ کال په مارچ میاشت کې، له سلواکیا د ۹۹۹ ښځو او نجونو لومړنۍ ډله آوشوېټز دویم-برکناو ته راوستل شوه. وروسته د فرانسې، هالنډ او بیلجیم یهودان هم دې کمپ ته انتقال شول. د ۱۹۴۴ کال تر پایه، هره ورځ ۱۲,۰۰۰ یهودان وژل کېدل.
د جرمني د کیمیاوي موادو شرکت IG Farben په آوشوېټز III-'مونوویټز' کې د مصنوعي ربړ فابریکه جوړه کړه او چلوله یې. نور شرکتونه لکه 'کروپ' او 'سیمینز-شوکرټ' هم د کمپونو ترڅنګ فابریکې درلودې چې په بندیانو جبري کارونه پکې وکړي. 'پریمو لیوي' او د نوبل جایزې ګټونکی 'ايلي ویزل' د مونوویټز کمپ کې ژوندي پاتې شوي دي.
کله چې په پای کې آوشوېټز ازاد شو، دې کمپ شاوخوا ۴۰ لوی او کوچني فرعي کمپونه درلودل.
آوشوېټز څنګه کار کاوه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپا له ګوټ ګوټه خلک د څارویو په هغو ګاډو کې چې نه یې کړکۍ لرلې، نه تشناب، نه څوکۍ او نه خواړه، آوشوېټز ته لېږدول کېدل.
هلته بندیان په دوو ډلو وېشل کېدل: هغه چې کار کولی شي او هغه چې سملاسي باید ووژل شي.
وژل کېدونکو کسانو ته امر کېده چې ځانونه بربنډ کړي او د "سپږو پاکولو" لپاره حمام ته لاړ شي، چې په حقیقت کې ګازي خونې وې.
د نازيانو د "حفظالصحې انسټیټیوټ" په نوم د ګمارل شویو ساتونکو لخوا د زایکلون-B ګاز قوي ګولۍ تړل شویو خونو ته غورځول کېدې او بیا به یې انتظار کاوه چې دننه خلک مړه شي. دې کار به شاوخوا ۲۰ دقیقې وخت نیوه. د خونو غټ دېوالونه هم د خلکو د ساه بندۍ چیغې نشوې تربت کولی.
بیا "زوندرکوماندو" ډلې - چې له نورو بندیانو جوړه وه، معمولاً دغو یهودانو ته د ساتونکو دنده جبراً ورسپارل شوې وه، که نه نو وژل کېدل به - د مړو مصنوعي غړي، عینکې، وېښتان او غاښونه ترې ایستل او مړي به یې د سوځولو ځای ته کشول. د مړو اېشېدل شوي پاتې شوني یا خاورو کې ښخېدل او یا د سرې په توګه کارول کېدل.
د هغو کسانو سامانونه چې ګازي خونې یا کار ته استول شوي وو، په یوه ځانګړي ځای کې تنظیمېدل چې په کمپ کې ورته "کاناډا" ویل کېده. دا نوم ځکه ورکړل شوی و چې کاناډا د ډېرو شتمنیو سمبول ګڼل کېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
قربانیان څوک وو؟
کله چې شوروي ځواکونه د آوشوېټز کمپ ته نژدې کېدل، د نازي امنیتي ځانګړو ځواکونو ساتونکو – چې په اېساېس پېژندل کېده- د خپلو جنایتونو د پټولو هڅه وکړه. هغوی د بندیانو پراخ ثبت شوي اسناد له منځه یوړل، چې د قربانیانو د دقیق شمېر معلومول یې ستونزمن کړل.
علمي څېړنې ښيي چې ټولټال شاوخوا ۱،۳ میلیونه کسان آوشوېټز ته راوړل شوي وو. له دې ډلې شاوخوا ۱،۱ میلیونه کسان هلته وژل شوي دي.
د قربانیانو لویه برخه د نازيانو تر کنټرول لاندې له ټولو اروپايي سیمو یهودان وو. نژدې یو میلیون یهودان یوازې په آوشوېټز کې ووژل شول.
د یوې ځانګړې بېلګې په توګه، د هنګري یهودان یادولی شو. یوازې د دوو میاشتو په موده کې، د ۱۹۴۴ کال د مې او جولای ترمنځ، هنګري له ۴۳۷,۰۰۰ کسانو ۴۲۰,۰۰۰ یهودان آوشوېټز ته انتقال کړل.
هره ورځ لسګونه زره هنګري یهودان آوشوېټز ته استول کېدل، چې هلته په رسېدو یې درې برخې وژل کېدل.
شاوخوا ۷۵,۰۰۰ پولنډي ملکي وګړي، ۱۵,۰۰۰ شوروي جنګي بندیان، ۲۵,۰۰۰ روما او سېنټي او همدارنګه د "یهوه" شاهدان، همجنسخوښي او سیاسي بندیان هم د آوشوېټز په کمپ کې د نازي دولت لخوا وژل شوي وو.
کله چې آوشوېټز آزاد شو، څه وشول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۹۴۴ کال په وروستیو کې، کله چې شوروي ځواکونه لوېدیځ ته پرمختګ کاوه، جرمن چارواکو د ګازي خونو او د مړو سوځولو ځایونو له منځه وړلو امر وکړ. د کاناډا په برخه کې ذخیره شوي غلا شوي قېمتي شیان جرمني ته واستول شول.
د خپلو جنایتونو د نښو له منځه وړلو لپاره نازيانو امر وکړ چې پاتې ۵۶,۰۰۰ بندیان نورو کمپونو ته، لکه برګین-بیلسن، داخو، او زاکسنهاوزن، ته ولېږدوي. هغه کسان چې د تګ توان یې نه درلود شاته پرېښودل شول او هغه چې په تګ کې شاته پاتې کېدل، وژل کېدل.
کله چې شوروي ځواکونه د ۱۹۴۵ کال د جنورۍ په ۲۷مه آوشوېټز ته ننوتل، هغوی یوازې څو زره ژوندي پاتې بندیان وموندل. دوی د بندیانو د جامو سلګونه زره ټوټې او د انساني وېښتو څو ټنه ذخیره هم وموندله. عسکرو وروسته یادونه کړې چې ځینې ژوندي پاتې شويو کسانو ته دا قناعت ورکول ګران وو چې نازیان ریښتیا هم تللي دي.
اېلي ویسل، چې د آوشوېټز یو ژوندی پاتې شوی او د نوبل جایزې ګټونکی دی، د آزادۍ د ۵۰مې کلیزې په مناسبت یوه وینا کې وویل چې د آوشوېټز جنایتونو "د انسان پر خوبونو او هلو ځلو په نړیواله کچه اغېز کړی."
"له آوشوېټز وروسته، د انسان حالت نور هېڅکله پخوانی نه دی. له آوشوېټز وروسته، هېڅ شی به بیا هېڅکله هم ورته نه وي."










