پر فېسبوک د یهودانو ډلوژنې یا "هولوکاسټ" ضد څرګندونې منع شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د لومړي ځل لپاره خواله رسنۍ فیسبوک په ډېر صراحت د هر هغه څه خپرول منع کړي چې د جرمني نازيانو له خوا د یهودانو له ډل وژنې ( هولوکاسټ) انکار په کې شوی وي.
فیسبوک یوه بیان کې ویلي د دوی د نوې کړنلارې له مخې پر دې خواله رسنۍ د هر هغه څه خپرول منع شوي چې "د هولوکاسټ نه انکار کوي او یا هغه تحریفوي ".
د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ ویلي د بیان ازادۍ او د دا ډول پوسټونو ترمنځ له شته "کشمکش سره یې مبارزه کړې "خو دی وايی دا " سم توازن دی "
دوه کاله وړاندې ښاغلي زوکربرګ ویلي وو چې دا ډول پوسټونه باید په اتومات ډول پر "هغو د ناسم پوهاوي "له امله لرې نه شي. هغه ویلي وو :
" زه یو یهودی یم او یوه ډله خلک شته چې له هولوکاسټ نه انکار کوي "
" دا ما ته ډېر سپک بریښي خو زه په دې نظر نه یم چې زموږ رسنۍ باید هغه لرې کړې ځکه زه فکر کوم چې داسې شیان شته چې بیلابیل خلک ترې ناسمه اخستنه کوي. زه فکر نه کوم چې دوی له قصده دا ناسمه اخستنه کوي"

د عکس سرچینه، Reuters
د هغه دې څرګندونو پراخ غبرګونونه پارولي وو. خو پرون فیسبوک د خپلې کړنلارې په بدلولو سره زوکربرګ ولیکل چې په دې اړه یې نظر بدل شوی.
مارک زوکربرګ پر فیسبوک لیکلي:
" زما فکر بدل شوی ځکه مالومات ښيي چې د یهودانو ضد تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی، هماغسې لکه چې موږ د کرکې خپرولو پرضد پراخه کړنلارې لرو"
" د منل شویو او نه منل شويو څرګندونو ترمنځ توپیر اسانه نه دی، خو د نړۍ اوسني حالت ته په کتو، زه پر دې نظر یم چې دا سم توازن دی"
د روان کال په لومړیو کې فیسبوک د یهودانو ضد څرګندونو په ګډون پر کرکې خوروونکو څرګندونو بندیز ولګاوه، خو د هولوکاسټ بندول په دې کې شامل نه وو .
د محتوی کړنلارې برخه کې د فیسبوک مرستیالې مونیکا بیکېرټ ویلي دا پریکړه د تر لاسه شویو مالوماتو په پام کې نیولو سره شوې ده.
هغې ویلي په نړۍ واله کچه په مستند ډول د یهودو سره ضدیت زیات شوی او د خبرداري تر کچې له هولوکاسټه انکار په تېره د ځوانانو په منځ کې ډېر شوی دی.
مېرمن بيکېرټ ویلي چې د روان کال په وروستیو کې به د هولوکاسټ او یا له هغه د انکار په اړه پر فیسبوک لټون کوونکي " باور وړ "مالومات ته رهنمايي کیږي.
خو هغې دا خبر داری هم ورکړی چې دا بدلون سمدستۍ نه رامنځته کیږي، ځکه کارکوونکي به روزل کیږي او اتومات سیسټم رامنځته کول به وخت نیسي.
د یهودانو نړۍ وال کانګرس چې د دې نوې کړنلارې په اړه یې له فیسبوک سره خبرې کړي د دې ګام هر کلی کړی.
دې ټولنې یوه بیان کې ویلي : " له هولوکاسټه انکار، کم ګڼل او بې ارزښت ښودل یې د یهودانو او نورو لږکیو پرضد د کرکې او درواغجنو توطیو خپرولو لپاره یوه وسیله ده" .
خو دې ټولنې زیاته کړې چې له فیسبوکه د هغې محتوی د لرې کولو لپاره یې څو کاله هڅې کړي چې له هولوکاسټه په کې انکار شوی وي.
هولوکاسټ څنګه رامنځته شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
هولوکاسټ پېښې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال رامنځته شوې چې په ترڅ کې ملیونونه یهودان د توکم پر بنسټ ووژل شول.
د وژنې دا لړۍ د اډولف هیټلر په مشرۍ د جرمني نازي ګوند له خوا پیل شوه چې اصلي هدف یې د یهودو په نښه کول وو. نو له دې امله د هولوکاسټ ډېر قربانیان یهودیان دي. شمېرې ښيي چې دې لړ کې په اروپا کې له هرو لسو اووه یهودیان د دوی د هویت له امله وژل شوي دي.
د یهودانو ترڅنګ جرمني نازیانو چې خپل توکم یې له نورو لوړ ګاڼه د غجر توکمو او معلولو کسانو په ګډون نور خلک هم ووژل.
هولوکاسټ د ډل وژنې یوه بېلګې بلل شوې چې د کوم هېواد تابعیت، توکم او یا کوم ځانګړي دین سره د تړاو له امله کیږي.
د ۱۹۴۰ لسیزې په پیل کې جرمني نازیانو د وژنې کمپونه رامنځته کړل چې دوی ( وروستی حل ) باله او هدف یې په اروپا کې د یهودانو له منځه وړل وو.
د ۱۹۴۱ کال په راتګ سره جرمني نازیانو د وژنې لپاره لومړی پنډغالی په پولنډ کې رامنځته کړ. دغه راز په پولنډ کې د جرمني نازیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې شپږ پنډغالي جوړ شول چې تر ټولو لوی یې اوشیفتس وو. نور پنډغالي په بیلاروس، سربیا، اوکرایین او کروشیا کې جوړ شول او زرګونه کسان په کې ووژل شول.








