جرمني اسرائیلو ته: موږ د هولوکاست مسؤول یو

آغلې میرکل د هولوکوست ټول مسؤولیت د نازیانو پر حکومت اچوي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، آغلې میرکل د هولوکوست ټول مسؤولیت د نازیانو پر حکومت اچوي

جرمني په ټینګار ویلي، چې د هولوکاسټ پېښې اصلي مسؤول دی. د جرمني دا څرګندونې ظاهراً د اسرآئیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هغو څرګندونو ځواب دی، چې ویلي یې وو، د فلسطیني حکومت یو مشر نازیانو ته ویلي وو چې د اروپا یهودان ووژني.

د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل ویلي، د جرمنیانو په ذهنونو کې دا مساله ډېره اخښل شوې، چې نازیان د هولوکوسټ مسؤول دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي وو، هیتلر یوازې له اروپا نه د یهودانو ایستلو هوډ درلود، خو د بیت المقدس لوی مفتي حاج امين الحسیني هغه ته ویلي وو چې ''ویې سیځي''.

نتنیاهو برلین کې د آغلې میرکل ترڅنګ په خبرو کې وویل ''هېڅوک باید شک ونه کړي چې د هولوکاسټ مسؤول هیتلر نه و''.

خو د سې شنبې په ورځ په بیت المقدس د صهیونیزم نړیوال کانګرس ته هغه په وینا کې ادعا وکړه چې الحسیني هیتلر ته د یهودانو د سوځولو وړاندیز کړی و:

''هیتلر هغه مهال نه غوښتل یهودان ووژني. بلکې غوښتل یې چې له اروپا یې وباسي. بیا حاج امین الحسیني هیتلر ته ورغی او هغه ته یې وویل چې: ''که چېرې ته دوی وباسې، دلته راځي''. بیا هیتلر وپوښتل: ''نو موږ باید له هغوی سره څه وکړو؟ '' الحسیني ځواب ورکړی چې: ویې سیځئ''.

حاج امین الحسیني څوک و؟

حسیني د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال هیتلر ته ځان نژدې کړی و.

د عکس سرچینه، Hulton Archive

د عکس تشریح، حسیني د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال هیتلر ته ځان نژدې کړی و

'حسیني چې په ۱۹۷۴ کال ومړ، د فلسطین له مهمو ملي مشرانو څخه و، چې د تېرې پېړۍ په ۲۰ او ۳۰ لسیزو کې یې د یهودانو او بریتانوي ښکېلاک ګرو پروړاندې د فعالیتونو مشري کوله.

هغه په ۱۹۳۷ کال د بریتانیا له قلمرو نه وتښتېد. خو له لیرې یې د بریتانویانو له خوا د یهودي او عربي هېوادونو له جوړولو او د سیمې له وېشلو سره مخالفت کاوه. هغه په دویمه نړیواله جګړه کې نازیانو ته ورنژدې شو.

نوموړي د ۱۹۴۱ کال په نومبر کې د جرمني برلین ښار کې له هیتلر سره وکتل. هغه مهال د جرمني د رسنیو د راپورونو پربنسټ، حسیني له هیتلر سره په کتنه کې هڅه کوله چې د یوه خپلواک فلسطیني هېواد جوړولو ملاتړ ته د هیتلر پام ورواړوي.

حسیني د ''جنګي جنایتونو'' د تورونو له کبله تر څار لاندې و، خو هېڅکله د نورنبرګ په محکمه کې حاضر نه شو.

د نتنیاهو پر خبرو نیوکه

د نتنیاهو پر خبرو د هغه پخپل هېواد کې هم پراخې نیوکې وشوې.

په اسرائیلو کې د هولوکوست د یادون مؤسسې یوه جګپوړي تاریخپوه ویلي، د لومړي وزیر خبرې له واقعیت سره سر نه خوري.

پروفیسر دینا پورات د اسرائیلو ''یدیهوت احرونوت'' ورځپاڼې ته ویلي: ''تاسو نه شئ ویلی چې دغه مفتي هیتلر ته د یهودانو د وژلو او یا سوځولو مشوره ورکړې''.

د مخالفانو مشر اسحق هرتزوګ هم پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي چې: ''د لومړي وزیر خبرې، هولوکوست، نازیان او د هیتلر رول زموږ په ټولنه کې تر ټولو لانجمنې موضوع ګانې دي''.

د نتنیاهو پر خبرو د هغه پخپل هېواد کې هم پراخې نیوکې وشوې.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د نتنیاهو پر خبرو د هغه پخپل هېواد کې هم پراخې نیوکې وشوې.

د فلسطین آزادي غوښتونکي سازمان مشر صائب عریقات هم په یوه ویناپاڼه کې ویلي: ''په تاریخ کې ډېرې بدې ورځې دي چې د اسرائیلي دولت مشر یې له کبله له خپل ګاونډي نه کرکه کوي، او دی غواړي چې د تاریخ تر ټولو لوی جنایتکار ادولف هیتلر له خوا د شپږ میلیون یهودانو د وژلو ګناه پاکه کړي''.