غزه کې د جګړې بیا پیل؛ اسرائیلو د غزې سوېلي اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی

د عکس سرچینه، Getty Images
په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ په خونړۍ جګړه کې له اووه ورځني ځنډ وروسته اوس دواړو خواوو پر یوه بل د لومړي ګوزار پړه اچولې. د اوربند له ماتېدو وروسته اسرائيلي جنګي الوتکو په غزه کې پر څه باندې ۲۰۰ ځایونو بریدونه کړي.
د حماس د روغتیا وزارت ویلي چې د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۷۸ فلسطينیان د اسرائيلي ځواکونو په دغو ګوزارونو کې وژل شوي او ۵۸۹ نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر تورک په غزه کې د جګړې بیا پیل ناورین بللی او ویلي یې دي چې اسرائيل باید نړیوال قوانین په پام کې نیولي وی. د هغه ویاندې راوینا شمداساني ویلي:
"موږ له ټولو هغو لورو او دولتونو چې پر دوی اغېز لري غواړو چې هر څومره ژر خپلې هڅې دوه برابره کړي تر څو د بشري مرستو او د بشري حقونو لپاره اوربند حتمي شي. حالت د ناورین له پولو بهر دی. د نړیوال قانون له مخې اسرائيل د اشغالګر ځواک په توګه اړ دی چې په غزه کې د خلکو د خوړو، اوبو او درملو په څېر اړتیاوې پوره کړي."
نړیوالو مرستندویه ادارو په غزه کې د موقت اوربند ماتېدل غندلي دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ماشومانو د ژغورنې ادارې ویلي، په غزه کې جګړه بېرته پیلېدل "په دې تړانګه کې د ماشومانو د اعدامولو د حکم" په معنا ده چې نغوته (اشاره) یې د جمعې پر ګهیځ د اسرائیلو بمباریو کې د ولسي وګړو وژل کېدو ته ده.
پر غزه د اسرائیلي د بریدونو له کبله نژدې ۱،۸ میلیون خلک بې ځایه شوي دي.
نن د اوربند د ماتېدو او جګړې له بیا پیلې سره د غزې له پاسه لوګي لیدل کېدل چې د غزې سوېلي سیمې هم پکې دي.
د اسرائيل پوځ د غزې په سوېلي ښار خان یونس کې هم داسې پاڼې خپرې کړې چې پکې د هغه ځای له خلکو هم غوښتل شوي چې دا ځای پرېږدي.

د عکس سرچینه، Reuters
د خان یونس په نصر روغتون کې خلک وايي دوی په کورونو کې وو چې ناڅاپه بمبار پیل شو.
دی وايي موږ په کور کې وو، خبرونو ته غوږ وو چې ناڅاپه بمبار پیل شو. الوتکو بمونه راوغورځول او زموږ کور ویجاړ شو. دا زموږ دویم کور دی چې نړېږي.
"موږ په کورونو کې ویده وو او سهار د ماشومانو لپاره د سباناري برابرولو لپاره چمتو کېدو چې ناڅاپه زموږ او زموږ د ګاونډیانو په کورونو بریدونه وشول. زه نه پوهېږم چې پر لوڼو او زامنو به مې څه شوي وي. زه له جامو اغوستو پرته کوڅې ته په منډو شوم او په کوڅه کې مې جامې واغوستې. ټوله هغه سیمه چې موږ پکې اوسېږو بشپړه له منځه تللې".
د اسرائيل د وتلو لپاره د ځایونو داسې نقشې هم خپرې کړې چې که په ټوله غزه کې چا ته وویل شي له خپلو کورونو ورشي کومو ټاکل شوو ځایونو ته لاړ شي.











