"په دې کې د ماشومانو څه ګنا ده؟" غزه کې خلک ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي
"په دې کې د ماشومانو څه ګنا ده؟" غزه کې خلک ویجاړو شویو کورونو ته ستانه شوي
د پنځو ماشومانو پلار وائل قدیح د غزې تړانګې سوېل کې خپل ویجاړ کور ته ستون شوی چې د خپل کور پاتې شوي توکي راغونډ کړي. کله چې حماس د اکتوبر پر ۷مه پر اسرائیلو برید وکړ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او له ۲۰۰ ډېر یې یرغمل کړل، اسرائیلو یې بدل کې هوايي او ځمکني بریدونه وکړل. لا هم غزه تړانګه کې د خوړو او سونتوکو قحطي ده او پر اوربند سربېره هلته مرستې نه ور پرېښودل کېږي.
د نومبر له ۲۳مې راهیسې، د اوربند له پیلېدا سره هلته یو څه د مرستو داخلېدو اجازه ورکړل شوه او دواړو خواوو د بندیانو تبادله وکړه. غزه کې چارواکي وايي، له تېرو ۵۳ ورځو راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۱۴۵۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.






