د ایران روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای څوک دی؟

د ویډیو تشریح، د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای څوک دی؟
د ایران روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای څوک دی؟

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو د اسلامي جمهوریت د پای ته رسولو او د ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌ای د واکمنۍ د ختمېدو غوښتنه کړې ده. هغه له ۳۵ کلونو څخه زیات وخت کېږي چې واکمن دی، خو دا پوښتنه مطرح ده چې هغه څنګه واک ته ورسېد او تر کومه بریده پر دولت واک لري؟

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه د اسلامي جمهوریت او د ستر مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کوي. هغه له ۳۵ کلونو ډېر وخت کېږي چې واکمن دی - خو هغه څنګه واک ته ورسېد - او هغه څومره کنټرول لري؟