د لرغونې مصرۍ ملکې سینګارتوکی چې اوس د ښکلا نښه ده
د لرغونې مصرۍ ملکې سینګارتوکی چې اوس د ښکلا نښه ده
رانجه، چې د يونیسکو لهخوا د يو مهم کلتوري ميراث په توګه پېژندل شوې، يوازې یو سينګارتوکی نه دی.
تاريخ یې تر لرغوني مصر پورې رسېږي، باور کېږي ملکې نفرتيتي هم رانجه کارول - نه يوازې د ښکلا لپاره، بلکې د ساتنې لپاره هم. د "رانجه: يو کلتوري تاريخ" کتاب ليکواله زهره حنکير وايي: "رانجه د یو ډېر ژور مفهوم دریڅه ده.
لرغونو مصريانو به د رانجه لوښي له ځان سره قبر ته وړل، چې له ځان سره يې اخرت ته يوسي او دا د دې توکي د اهميت څرګندونه کوي.
" حنکير څرګندوي چې نفرتيتي لومړۍ د "ښکلا اېنفلوېنسره" وه: "پر يوټيوب، ټيکټاک او انسټاګرام سلګونه ښوونيزې ويډيوګانې شته چې په ډېر دقت سره د ملکې څېره تقليدوي."



