جو بايډن: غزه کې د جګړې غځول به يوازې د حماس ايډيالوژۍ په ګټه وي
د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي، غزه کې د جګړې غځول به يوازې د حماس ايډيالوژۍ په ګټه وي.
پر ټولنيزو رسنيو د ښاغلي بايډن څرګندونو کې ويل شوي، د ترهې، تاوتريخوالي، وژنې او جګړې پر لار د تګ دوام، حماس ته د هغه څه ورکول دي، چې دوی یې غواړي.
خو له اوربند سره سره، د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی، هغه ناورغۍ، چې د اوبو له لارې لېږدي، ښايي د دومره ماشومانو د ژوند په بيه تمامې شي، چې په خپله جګړه کې وژل شوي.
دغه اداره وايي، سوله دې لپاره اړينه ده، چې دې سيمې ته د لا نورو مرستو رسولو چاره ډاډمنه شي.