"مسلمانان او عرب چېرته دي چې فلسطینیان یې دې کړاو ته یوازې پرېښي؟"

- Author, عدنان البرش
- دنده, د بي بي سي عربي څانګې خبریال
"ټول عرب او مسلمانان چیرته دي؟ د بشر د حقوقونو ټول مدافعین څه شول؟ تاسو د فلسطین وګړي کړاو، لوږې او تباه کېدو ته پریښې دي."
دا د منځني عمر لرونکې ښځې خبرې دي، چې غزه کې د پخلي لپاره د ګازو ترلاسه کولو په پار کتار کې ولاړه ده. دا له ډېرې غوسې چیغې وهي. ناکراري او کړاو یې په مخکې له ورایه ښکاري، چې تر شا یې لویه ناهیلي پټه ده.
"موږ له سهار راهیسې د ګازو د یوه سلنډر د ډکولو لپاره په کتار کې ولاړ یوو. ما د سهار لمونځ په ولاړه وکړ."
نوموړې راته ویل، دا د شمال له بیت حانون څخه را بې ځایه شوې، چې د اسرائیلو له پولې دوه کیلومتره واټن لري.
"زه نه شم کولای چې وېجاړي بیان کړم. بشپړې کورنۍ د خپلو کورنو تر چتو لاندې ووژل شوې او له منځه لاړې."
"غزه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده، پر موږ رحم وکړئ."
دغه مېرمن له خپلې کورنۍ سره یو ځای د غزې مرکزي ښار دیر البلح کې د ملګرو ملتونو يوه ښوونځي کې دمګړۍ اوسېږي.
وروسته له هغه چې حماس د اکټوبر په اوومه پر اسرائیلو برید وکړ، چې له کبله یې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر یې یرغمل کړل. اسرائیلو هم هوايي بریدونه پیل کړل او بیا یې ځمکنی یرغل وکړ.
د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، له هغه راهیسې لږ تر لږه ۱۴،۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې په تړانګه کې دوه اعشاریه څلور میلیونه خلک اوسېږي او ملګري ملتونه وايي، د دوی له ډلې یو اعشاریه اته میلیونه یې وروسته له هغه بې ځایه شول، چې اسرائیلو سویل خوا ته د تګ امر وکړ.
د نومبر په ۲۴مه، له اوربند راهیسې هره ورځ تر ۲۰۰ پورې مرستندویه لارۍ غزې تړانګې ته ننوځي او دا د هغه څه نیمايي ده، چې له جګړې مخکې ورتللې.

د عکس سرچینه، HANI KALI/BBC
د ملګرو ملتونو اداره وايي، دوی توانېدلي، په شمال کې چې اسرائیلي پوځ ځای په ځای شوی، یو څه مرستې ورسوي، خو لا هم هر خوا کې اړتیاوې په خپل ځای پاتې دي.
د پخلي ګاز ترلاسه کولو لپاره ولاړ کتار کې یو بل کس هم حاضر شو، چې خبرې وکړي.
"تاسو یوه پیاله چای یا د بسکټو یو قطعی نه شئ موندلی. پرون خلکو یو بل سره ډوډۍ شریکوله او په سرک ویده وو."
" پرون دلته سخت باران وشو او سخت یخ راباندې تېر شو. خلکو دلته شپه تېره کړه. الله دې پر موږ رحم وکړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي په وینا، اسرائیلو د جګړې په پیل کې تېل په ټپه ودرول. بیا ډېرو کمو تېلو ته اجازه ورکوله، چې ښار ته دننه شي.
دمګړۍ په دوو ورځو کې ټول ټال ۱۴۰،۰۰۰ لیتره تېلو ته اجازه ورکړل شوې.
د اسرائیلو حکومت ادعا کوي، له دې زیات تېل د حماس ډلې لخوا کارول کېږي یاده ډله په اروپايي ټولنه، بریتانیا او امریکا کې یوه ترهګره ډله پېژندل شوې ده.
محمد القدر د پخلي ګاز تر لاسه کولو لپاره په کتار له پوره صبر سره ولاړ دی.
"موږ دلته له درېیو ورځو راهیسې یوو. موږ دلته دوه شپې مخکې راغلي یوو له ۰۳:۰۰ بجو راهیسې په کتار کې ولاړ یوو خو لا په دې نه یو توانیدلي، چې ترلاسه یې کړو."
"موږ تېل، اوړه یا بل هیڅ شی نه شو موندلی. دلته اړتیا ده چې د هر څه لپاره په لیکه کې ودریږو او د موندلو لپاره یې مبارزه وکړو."

د عکس سرچینه، HANI KALI/BBC
امریکا مصر ته درې مرستندویه الوتکې استوي، چې طبي توکي، خوراکي مرستې او ژمني توکي به یې په غزه کې د ملګرو ملتونو لخوا وویشل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، که د روغتیايي بنسټ بیا رغونه ونشي نو د بمباریو پرتله به ډیر خلک د ناروغۍ له کبله مړه شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د مرستندویه ټولنو یوه ډله وايي، چې په غزه کې ۶۰ سلنه ودانۍ زیانمنې او یا ویجاړې شوې دي.
داسې ښکاري، چې له اوربند سره د ژوند یو څه نښې نښانې هم غزې ته بېرته راګرځېدلې دي هالته اوس د زیتونو د حاصلاتو را ټولولو فصل دی.
فلسطینی کروندګر، چې اصلا خان یونس کې اوسېږي رسنیو ته ویلي: "موږ باید له دې فرصت څخه ګټه واخلو، هیڅ وخت نشته."
دی زیاتوي: "دې جګړې موږ تباه کړو، حاصلات ډېر کم دي. د حاصلاتو ډېره برخه ضایع شوه."
د بریښنا نشتوالي له کبله د زیتونو لپاره کارېدونکو ماشین الاتو په تېلو تیکه کړې ده.
د زیتون کروندګر او رسنیز کارکوونکی محمد وفي وايي: "د تېلو موندنه یو بحران دی، چې هرڅوک ورسره مخامخ دي."
نوموړی وايي: "کله چې موږ تېل ترلاسه کړل، موږ وکولای شو، چې د زیتونو پروسس وکړو. سربېره پر دې چې په ډېره کمه کچه مو کار ترې واخیست."
اوس چې له اوربند وروسته بمباري او جګړه بیا پیل شوې، په غزه کې د یوې اوونۍ لنډمهالی سکون بیا پر خلکو درېدلی او د جګړې له وېرې ښايي ارام خوب ونه لري.











