د فرانسې هغه کلی چې هر کس یې ډیمېنشیا يا د هېرجنتیا ناروغي لري

- Author, سوفي چېنسن
- دنده, بي بي سي
د فرانسې په لوېديځ کې يو کلی چې ټول اوسېدونکي يې د ډيمنشيا يا د هېرجنتيا له ناروغۍ سره مخ دي.
د دغه فرانسوي کلي اوسېدونکي هوډمن دي چې د دغه الزایمر یا دماغي نسج څخه د پیدا کېدونکې عصبي ناروغۍ سره سره خپل ژوند په سمه او عالي توګه مخته یوسي.
د دې سیمې په مرکزي څلور لارې کې یوه داسې هټۍ چې ساده خو ډېر اړین خوراکي توکي او د بګېټ په نامه وچه ډوډۍ پلوري، خو پیسې نه اخلي، نو ځکه هېڅوک اړ نه دي چې خپله بټوه یا جیبي بکس په یاد ولري.
د فرانیسیس په نامه يو پخوانی بزګر هم د هرې ورځې ورځپاڼه له همدې ځایه تر لاسه کوي، زما وړاندیز دا وو چې څنګ لوري رستورانت کې چې د ټول کلي ټولیز زړه هم بلل کېږي قهوه وڅښو.
له فرانسیس نه مې وپوښتل، کله چې ډاکټر ورته وویل چې الزایمر لري، څنګه پرې تمامه شوه.
سر یې وخوځاوه، هڅه یې وکړه چې هغې وخت ته ستون شي، له دمې وروسته یې وویل، "ډېر سخت".
ژوند ته دوام ورکول
د هغه پلار هم ورته ناورغي درلوده، خو فرانسیس وایي هېڅ وېره نه ترې لري.
دی وايي، "زه له مرګه وېره نه لرم، ځکه مرګ یوه ورځ حتماً راځي."
"خو زه به له دې ناروغۍ سره سره خپل ژوند ته دوام ورکوم."
زه دلته یم چې ژوند وکړم، که څه هم داسې به ونه شي."
" که ورته تسلیم هم شې بیا به هم هغه له تا سره وي، نو تر هغې چې کولای شي په غوره توګه خپل ژوند ته دوام ورکړه."

کپشن : فلیپ او ویویاني هم تر خپلې وسې نور مال ژوند کوي.
د هټۍ او رستورانت ترڅنګ، ددې کلي اوسېدونکي هڅول شوي چې په تیاتر کې هم ګډون وکړي او ټولو ګډونه فعالیت ولري.
فلیپ او ویویاني راته وویل، دوی تر خپلې وسې هڅه کوي چې په عادي ډول ژوند ته دوام ورکړي، سره له دې چې دواړه د مغزو یا عقلي زوال ناروغي لري.

فلیپ چې وړاندې یې لارې ته کتل ویل یې:" موږ پلی تګ کوو، همداسې ځو."
کله مې چې ترې و پوښتل ایا خوښ یئ؟ سملاسي یې مخ را واړوه، مسکی شو او ويي ویل، "هو، پرته له شکه."
قهوه یې خلاصه شوه، خپلې تودې جامې یې په ځان وپېچلې او دواړه د پارک په لور روان شول.
د دې کلي لارښود راته وویل چې دلته وخت له نورو ځایونو په توپیر تېرېږي.
په دې کلي کې د لیدنو، سودا او یا پاک کارۍ لپاره اړتیا نه شته چې وخت واخلئ او نه هم ورته ځانګړی وخت ټاکل شوی، یوازې نورماله او عادې چاره ده چې کلیوالو پرې زړونه تړلي ترڅو له ډېرې خپلواکۍ او ازادۍ خوند واخلي.
کلی له نژدې څارل کېږي، ځکه د پروفیسورې هیلني امیوا په وینا لومړنۍ موندنې ښيي چې په حقیقت کې د دې ناروغۍ پر بهير اغېز لري.
د اغلې امیوا په وینا هغه کورنۍ چې غړي یې په دې کلي کې په ګډه اوسېږي، ډېر ځان ګنګهار یا پړ نه بولي.
نوموړې وایي، "موږ دلته د یوه ډېر نورمال تکامل شاهدان یو''
دا وايي، "موږ ځینې دلایل لرو چې دا باوري کوي چې دا ډول ادارې کولی شي د کلینیکي لارو چارو په پایلو اغېز وکړي."
دوی دا هم موندلې چې د کورنیو د اندېښنو او بد احساس په کچه کې "ډېر کموالی" راغلی.

ډامینیکو چې د خپلې ۸۹ کلنې مور "ماریسټي" په کوټه کې ناسته وه د هغې د حالت یادونه کوي، "زه د ارامۍ احساس کوم، ځکه هغه ارامه او خوندي ده."
ډامینیکو کولای شي خپله مور هر وخت وویني.
هغه وایي دلته له خدمتونو خوښ دي، "کله چې یې پرېږدم، راحته وم، کله چې راځم داسې فکر کوم چې همدلته وم، لکه زه چې همدلته له خپلې مور سره وم."
د دې ودانۍ هر پوړ د اتو کسانو لپاره ځانګړی شوی، هر یو یې پخلنځی، خوړنځی او د ناستې خونې لري.
هره ورځ دوی ته بلنه ورکول کېږي چې هټۍ ته ورشي، رضاکاران یې چارې مخته وړي.
دا کلی په ۲۰۲۰ کال کې پرانیستل شو، دا د خپل ډول دوهم کلی دی او د څېړنې د پروژې اصلي برخه دی.
ښایې داسې سیمې په نړۍ کې ډېرې وي خو دې کلي ځکه د ټولو پام ځانته اړولی چې تمه ده د ډیمېنشیا-هېرجنتیا" مخ پر ودې ناروغۍ لپاره به یوه حل لاره شي.

۶۵ کلنې پټریشیا چې د دې کلي په سینګارتون کې یې خپل ویښتان جوړ کړي وایي، دې کلي کې بېرته ژوند ورکړل شوی. "زه کور کې وم، ډېره پتنګ شوې وم، ما یوه خدمت کاره درلوده، زه خسته وم، ښه احساس مې نه کاوه، زه پوهېدم چې الزایمر اسانه نه دی او ډېره ويرېدلې وم."
هغه وایي د ساتنې په نورو کورونو کې داسې نه وو" یوازې راته ویل کېدل چې دا داسې دي او هغه داسې، خو هېڅ یې نه کول. "خو دلته ژوند ریښتنی دی، کله چې وایم همغسې دی."
د دې ټولنې قوي هوډ دا کلی بریالی کړی.
که څه هم ډیمېنشیا خلک ګوښه کوي، خو دلته قوي هوډ او د خلکو ډېره لېوالتیا لیدل کېږي چې دوی په ګډو فعالیتونو کې برخه واخلي.
دلته ۱۲۰ کسان اوسېږي او په همدې شمېر روغتیاپالان او داوطلب کسان هم ورته شته.
دلته یوه عامه سزا هم شته، هغه دا چې ناروغانو ته درمل نه ورکول کېږي، خو د هر کس ناروغي چې زیاته شي هغې ته ډېر پام کېږي.
او که دا وروستی ژمی هم د دې خلکو و اوسي خو کارکوونکي او مرستندویان وایي ډېرې خوشحالۍ به ورته برابروي.











