د حافظې د زوال نښې څه دي؟

برتانیا کې داوطلبې نجونې له ناروغانو سره خبرې کوي چې رواني حالت کې یې ښه بدلون راشي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برتانیا کې داوطلبې نجونې له ناروغانو سره خبرې کوي چې رواني حالت کې یې ښه بدلون راشي.

نن د سپتمبر یوویشتمه د حافظې د زوال یا الزایمر ناروغۍ نړیواله ورځ ده.

دا ورځ هرکال په دې خاطر لمانځل کېږي چې د خلکو ترمنځ د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی ډېر کړای شي.

دا مهال لسګونه میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ اخته دي او هرکال د دوی په شمېر کې پام وړ زیاتوالی راځي.

له ۲۰۱۲ کال راهیسې د سپتمبر ته د حافظې د زوال یا الزایمر ناروغۍ په اړه د کمپاین کولو د میاشتې نوم ورکړل شوی دی، خو ۲۱ نیټه یې بیا د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي ډېرولو په موخه لمانځل کېږي.

په نړیواله کچه له دریو دوه کسان ګومان کوي چې د دوی په هېوادونو کې خلک د حافظې د زوال په اړه یا ډېر لږ او یا هم هېڅ پوهاوی نه لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د حافظې زوال داسې ناروغي ده چې د عمر له ډېریدو سره پیدا کېږي.

په نړۍ کې اوس مهال پنځوس میلیونه وګړي پرې اخته دي او هر کال لس میلیونه نور وګړي هم پرې اخته کېږي.

سربیره پر دې د حافظې زوال په نړۍ کې د معلولیت یو لوی لامل هم دی.

د حافظې د زوال ناروغي نه یوازې پر اخته کس فزیکي، رواني، ټولنیز او اقتصادي اغیزې لري بلکې هغه کسان هم اغیزمنوي چې د حافظې په زوال د اخته ناروغانو پالنه او ساتنه کوي.

د حافظې د زوال نښې

د قدم وهلو سرعت له حافظې، لید او ګڼو نورو شیانو سره تړاو لري

د عکس سرچینه، DUKE UNIVERSITY

د عکس تشریح، په زاړه عمر ورو ګرځېدل د حافظې زوال په ستونزې د اخته کېدو د خطر یوه نښه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د حافظې زوال پر هر کس جلا جلا اغیزې لرلی شي خو هغه نښې نښانې چې په ټولو کې یو شان دي درې دي، لکه هیرجن کېدل، په وخت نه پوهېدل او په اشنا ځایونو کې ورکېدل.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي کله چې ناروغي پرمختللې شي بیا نو

  • له ناروغ نه د هیرجن کېدو ترڅنګ د خلکو نومونه هم هیرېږي
  • په ډېریدونکي ډول خبرو کې ستونزه پیدا کوي
  • د نورو مرستې ته اړ کېږي
  • په چال چلن کې یې بدلون راځي
  • عادي شیانو ته حیرانېږي
  • بیا بیا پوښتنې کوي
  • ان په خپل کور کې هم ورکېږي

سږکال د حافظې د زوال په اړه د پوهاوي ډېرولو نړیواله ورځ افغانستان کې هم په لومړي ځل لمانځل کېږي.

اول ځل افغانستان کې لمانځل

خواله رسنۍ هم پر ذهن ناوړه اغېز کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خواله رسنۍ هم پر ذهن ناوړه اغېز کوي.

افغانستان کې که څه هم د حافظې په زوال ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر نه دی معلوم خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو تازه هڅې پیل کړې چې د دې ناروغۍ پر وړاندې د خلکو پوهاوی ډېر کړي.

روغتیاپوهان وايي د حافظې زوال کوم ځانګړی علاج نه لري خو د ارواپوهنې شواهدو او تجربو ښودلې چې موسیقي له ټولو سره او په ځانګړې توګه هغو کسانو سره چې د حافظې د زوال په ناروغۍ اخته دي مرسته کوي چې د خپل ژوند خاطرې او یادونه پرې تازه کړي.

سندره، نغمه، تصویر او د سندرې ویلو سبک یا طریقه مرسته کوي چې زړې خاطرې رایادې کړای شي.

د اروا پوهانو وینا ده چې موسیقي د زړو خاطرو په تازه کولو کې مرسته کوي او کله کله یوه خاطره بله رایاده کړي ځکه هغه څه چې له موسیقۍ سره ویل کېږي، د انسان پر روان تر خبرو او کلماتو ډېر ژور اغیز پرې باسي.