سیاف: 'خلک ځکه له افغانستانه تښتي، چې ځان، عزت او مال خوندي نه بولي

سیاف

د عکس سرچینه، Social Media

عبد رب رسول سیاف چې د طالبانو پر ضد د خبرو له کبله د هغوی پر یوه مخالف لوري بدل شوی، ویلي، دا چې د شریعت پنځه مقاصد دي چې یو پکې د ځان ساتنه ده چې دده په ټکو په افغانستان کې "د ځان ساتنه تر اوسه نه ده ترسره شوې. د مال ساتنه نه ده ترسره شوې."

ښاغلي سیاف دا څرګندونې په تېر جمهوري نظام کې د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د پنځم تلین په مناسبت یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې کړې.

په دې انلاین غونډه کې د تېر حکومت ځینو جګپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

عبد رب رسول سیاف د طالبانو له حکومته پوښتي چې خلک ولې له افغانستانه تښتي؟ "چې دین یې خوندي وي، ځان یې خوندي وي، مال یې خوندي وي او عزت یې خوندي وي، نو د څه لپاره تښتي؟، اوس خو چې موږ ګورو، لکه له محبس نه چې څوک تښتي، څوک له دروازې تښتي، که دروازه پرې بنده کړي له دېوال اوړی او تښتي، نیم افغانستان وتښتېدو اخر به دوی د یوه تش محبس بندیوانان وي او بل څوک به نه وي پاتې".

که څه هم د ښاغلي سیاف دې څرګندونو ته د طالبانو حکومت ظاهرا غبرګون نه دی ښودلی، خو نوموړي خپلې دې پوښتنې ته پخپله ځواب وايي چې په وینا یې دا خلک ځکه تښتي چې افغانستان کې خپل ځان، عزت او مال خوندي نه بولي.

وړاندې هم عبدالرب رسول سیاف د طالبانو پر حکومت غږ کړی و چې له خپلو مخالفانو سره د خبرو لپاره دې "مذاکراتي پلاوی" وټاکي.

نوموړي دا څرګندونې د شمالي ټلوالې د پخواني وتلي قومندان احمد شاه مسعود د ۲۲ تلین په مناسبت یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې کړې.

‌ښاغلي سیاف چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په ترکیه کې اوسي، ویلي وو "طالبان دې له غروره راښکته شي، د مذاکراتو لپاره دې خپل پلاوی وټاکي،‌ نړۍ ته دې اعلان وکړي‌ چې مخالفانو سره خبرو ته چمتو دي‌ چې د افغانستان مشکل د خبرو له لارې حل کړو."

ګڼ‌ سیاسي او پخواني جهادي مشران د ۲۰۲۱ کال کې په اګست کې د طالبانو له بیا وکمنېدو سره له افغانستانه ووتل.

دوی اوس د ایران، تاجکستان، ترکیې او‌ متحدو عربي اماراتو په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي.

له دوی‌ ځینو د طالبانو حکومت پر ضد 'جبهې' هم جوړې کړې دي.

طالبان وايي،‌ له افغانستانه وتلي مشران بېرته هېواد ته ورستنېدی شي‌، خو ټینګار کوي‌ چې په حکومت کې ځای او د سیاسي‌ فعالیت اجازه نه ورکوي.