سیاف: "طالبان دې له غرور را ښکته شي، مذاکراتو لپاره دې پلاوی وټاکي"

Sayaf

د عکس سرچینه، NRCSA

د افغانستان یوه مشهور پخواني جهادي‌ مشر عبدرب رسول سیاف د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې له خپلو مخالفانو سره د خبرو لپاره دې "مذکراتي پلاوی" وټاکي.‌

ښاغلي‌ سیاف دا څرګندونې د شمالي ټلوالې د پخواني وتلي قومندان احمد شاه مسعود د ۲۲ تلین په مناسبت یوې انلاین غونډې ته په خبرو کې کړې.‌

په دې غونډه کې د عبدالرشید دوستم او محمد محقق په ګډون ګڼو نورو پخوانیو مشرانو هم برخه اخیستې وه.

‌ښاغلي سیاف چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په ترکیه کې اوسي، وویل "طالبان دې له غروره راښکته شي، د مذاکراتو لپاره دې خپل پلاوی وټاکي،‌ نړۍ ته دې اعلان وکړي‌ چې مخالفانو سره خبرو ته چمتو دي‌ چې د افغانستان مشکل د خبرو له لارې حل کړو."

عبدرب رسول سیاف چې دیني عالم هم دی،‌ په خپلو خبرو کې ټینګار کاوه چې د طالبانو حکومت دې "اوسنی فرصت" نه ضایع کوي.‌

Sayaf

د عکس سرچینه، NRCSA

د طالبانو حکومت افغانستان ته د خپلو مخالفانو ستنولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی او وايي‌ د پخواني حکومت "سلګونه کسان" د همدغه کمیسیون له لارې وطن ته ستانه شوي دي.

خو ښاغلی سیاف وايي، د کمیسیون جوړول د افغانستان ستونزه نه شي‌ هوارولی.

نوموړي د احمد شاه مسعود د تلین په مناسبت جوړې شوې انلاین ناستې ته وویل، "دوی (طالبانو) افغانستان په زور نه دی نیولی،‌ دوی افغانستان فتح کړی نه دی، هغوی د افغانستان پوځ‌ ته ماتې نه ده ورکړې. نړۍ هم پوهېږي، خپله طالبان هم پوهېږي او موږ هم پوهېږو چې افغانستان ورته سپارل شوی دی."

ګڼ‌ سیاسي او پخواني جهادي مشران د ۲۰۲۱ کال کې په اګست کې د طالبانو له بیا وکمنېدو سره له افغانستانه ووتل.‌

دوی اوس د ایران، تاجکستان، ترکیې او‌ متحدو عربي اماراتو په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي.

له دوی‌ ځینو د طالبانو حکومت پر ضد 'جبهې' هم جوړې کړې دي.‌

طالبان وايي،‌ له افغانستانه وتلي مشران بېرته هېواد ته ورستنېدی شي‌ خو ټینګار کوي‌ چې په حکومت کې ځای او د سیاسي‌ فعالیت اجازه نه ورکوي.‌

همدا تېره اوونۍ د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال مشخصآ پر ‌محمد محقق او کریم خلیلي غږ وکړ چې افغانستان ته ورستانه شي.

خو د افغانستان خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق یې په غبرګون کې وویل چې له مذاکراتو پرته د دوی ستنېدل ستونزه نه حل کوي.

Sayaf

د عکس سرچینه، NRCSA

د یادونې ده چې تېره میاشت د طالبانو عدلې وزیر ګوندونه "د شریعت خلاف" وبلل او ویل یې په افغانستان کې هېڅ ګوند ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.‌

د طالبان نږدې ټول مخالفان په افغانستان د ټاکنو له لارې رامنځته شوی حکومت غواړي،‌ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره میاشت بي‌بي سي ته ویلي و چې "پر ټاکنو باور نه لري."

احمد مسعود هم چې د طالبانو حکومت پر ضد د ملي مقاومت په نوم د جبهې مشري ‌کوي،‌ د خپل پلار د ۲۲م تلین په مناسب پيغام کې ویلي،‌ چې د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې د رامنځته شوي‌ حکومت غوښتنه کوي.

د طالبانو حکومت که څه هم تر اوسه د ښاغلي سیاف دغه تازه وړاندیز لا غبرګون نه دی ښودلی، خو تېره میاشت ښاغلي‌ مجاهد په مرکه کې ټینګار کاوه چې د سولې خبرو ته اړتیا نشته.‌