ایا د امریکا اقتصاد واقعاً د رکود پر لور روان دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ناتالي شرمن
- دنده, بيبيسي نيوز
ډونلډ ټرمپ د تېر کال ټاکنیزه مبارزه کې له امریکایانو سره ژمنه کړې وه چې د سوکالۍ یو نوی پړاو به پیلوي، خو د ټرمپ د ولسمشرۍ له دوو میاشتو په تېرېدو اوس هغه یو څه متفاوت انځور وړاندې کوي.
د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې د بیو راکمول به ګران وي او مخکې له دې چې امریکا بېرته شتمنه کړي، خلک باید د یوې "کوچنۍ ګډوډۍ" لپاره چمتو وي.
په ورته مهال شنونکي وایي چې د رکود احتمال په زیاتېدو دی او دوی د خپلې نظریې ثابتولو لپاره د هغه [ټرمپ] سیاستونو ته اشاره کوي.
اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا ټرمپ د نړۍ په تر ټولو لوی اقتصاد کې د رکود راوستلو په پړاو کې دی؟
د ونډو بازارونو د سقوط او د رکود خطر ډېرېږي
په متحده ایالاتو کې د رکود تعریف دا دی چې اوږدمهاله او پراخه اقتصادي فعالیتونه کم شي، چې معمولا د بې روزګارۍ د کچې لوړېدل او د عاید کمښت په واسطه څرګندېږي.
په تېرو څو ورځو کې، د اقتصادي شنونکو یوې ډلې خبرداری ورکړی چې د دې ډول حالت د رامنځته کېدو خطرونه په زیاتېدو دي.
د جي پي مورګان راپور د رکود احتمال ۴۰ سلنه وړاندوېینه کړې، چې د کال پیل کې له ۳۰ سلنې لوړ دی. دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې په متحده ایالاتو کې اقتصادي سیاست "د ودې شرایط کموي."
مارک زندي، چې د مودیز انالیټیکس موسسې لوړ پوړی اقتصادي کارپوه دی، د تعرفو د زیاتوالي په حواله د رکود احتمال له ۱۵ سلنې ۳۵ سلنې ته لوړ ګڼي.

دا وړاندوېینې هغه وخت شوې چې د اېساېنډ پي ونډو شاخص، چې د متحده ایالاتو له ۵۰۰ تر ټولو لوی سهامي شرکتونه پکې شامل دي، په خورا سخت ډول سقوط کړی دی. اوس مهال دغه شاخص له تېر سپتمبر راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، چې د راتلونکي په اړه د اندېښنې نښه ده.
د بازار ګډوډي تر یوې حده د دې له امله ده چې د وارداتو لپاره د نوو مالیاتو یا ګمرکي تعرفو په اړه اندېښنه شته، هغه چې ټرمپ له پیله وضع کړي دي. هغه د امریکا له درېیو لویو تجارتي شریکانو واردات د نوو تعرفو هدف ګرځولي او دوی ته یې د پراخو اقداماتو ګواښ کړی، چې د شنونکو په باور د بیې لوړېدو او د اقتصادي ودې د کمزورۍ سبب ګرځي.
ټرمپ او د هغه اقتصادي مشاوران خلکو ته خبرداری ورکوي چې د ځینو "اقتصادي دردونو" د زغملو لپاره باید تیار وي او داسې ښکاري چې هغوی د بازار اندېښنې له پامه غورځوي - یعنې په واضح ډول د هغه د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پرتله بدلون راغلی دی، کله چې هغه اکثراً د سهامي بازار د رونق پر معیار خپله بریا ګڼله.
تیره اونۍ، د ډاډ د پیاوړتیا لپاره د شرکتونو د غوښتنو په ځواب کې ټرمپ وویل: "تل بدلونونه او تعدیلات به وي". دې دریځ د هغه د پلانونو په اړه د پانګوالو اندېښنه لا ډېره کړې ده.
ګولډمن ساکس تېره اونۍ د رکود د شرایطو احتمال له ۱۵ سلنې ۲۰ سلنه ته لوړ کړ او وویل چې د سیاستونو بدلون د اقتصاد "اصلي خطر" دی. دغه راپور همدارنګه اشاره وکړه چې "که منفي خطرونه جدي ښکاره شي، سپین ماڼۍ به بیا هم د شاتګ انتخاب ولري." د دغه شرکت شنونکو خبرداری ورکړی: "که سپینه ماڼۍ ان له خورا بدو شمېرو سره هم خپلو سیاستونو ته دوام ورکړي، د رکود د پیل خطر به لا زیات شي".
تعرفې، بېباورۍ او د ودې پڅوالی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډېرو شرکتونو لپاره، تر ټولو لویه پوښتنه د تعرفو وضع کول دي، ځکه چې د وارداتو له مالياتو سره د کاروبار لګښتونه زیاتېږي. په داسې حال کې چې ټرمپ د خپلو تعرفو د وضع کولو پلانونه وړاندې کوي، ډېری شرکتونه اوس د ګټې د حاشیې له کمېدو سره مخ دي او د نوې پانګونې او استخدام په اړه پرېکړې دروي چې وګوري په راتلونکي کې به شرایط څنګه وي.
همدارنګه، پانګوال د دولتي سکتور د کارکوونکو د کمښت او د حکومت د ډېرو لګښتونو په اړه اندېښمن دي. په ستیفل د پانګونې بانک د واشنګټن د سیاسي ستراتیژۍ رئیس برایان ګارډنر ویلي، د کاروبارونو چلوونکو او پانګوالو فکر کاوه چې د تعرفو وضع کول به د مذاکراتو وسیله وي. خو د هغه په وینا "هغه څه چې ولسمشر او د هغه کابینه څرګندوي په واقعیت کې یوه لویه کیسه ده. دغه چلن د امریکا د اقتصاد د بیا رغونې پروګرام په منځ کې دی." او هماغه څه دي چې په تېرو څو اونیو کې د بازار پر حالاتو یې اغېز کړی دی.
د متحده ایالاتو اقتصاد مخکې په یوه ډول رکود کې و، چې تر یوه بریده د مرکزي بانک لخوا جوړ شوی و. د رکود دلیل دا و چې مرکزي بانک د اقتصادي فعالیت د کچې کمولو لپاره، د لوړو بیو د تثبیت په موخه، د سود کچه لوړه ساتلې وه. په تېرو اونیو کې، ځینې شمېري په ډاګه کوي چې اقتصادي وده په تېزۍ کمزورې شوې ده.
په فبرورۍ میاشت کې د پرچون پلور فعالیت کم شوی، د اقتصادي باور کچه - چې د ټرمپ له ټاکل کېدا وروسته په څو مصرفوونکو او شرکتونو کې لوړه شوې وه - راټیټه شوې او شرکتونه لکه د هوايي کرښې لویو شرکتونو، د والمرټ او ټارګټ په څېر ځنځیري پلورنځیو او تولیدوونکو د منفي ودې په اړه خبرداری ورکړی دی.
ځینې شنونکي اندېښمن دي چې د سهامي بازار سقوط ممکن د مصرفوونکو لګښتونه، په ځانګړې توګه د لوړ عاید لرونکو کورنیو تر منځ راکم کړي. دا حالت ممکن د متحده ایالاتو اقتصاد ته لویه ضربه ورسوي، ځکه چې دغه اقتصاد د مصرفي لګښتونو پر بنسټ ولاړ دی او په ورځنۍ توګه د لوړ عاید لرونکو کورنیو د لګښتونو پر زیاتوالي تکیه لري، په داسې حال کې چې ټیټ عاید لرونکې کورنۍ د تورم له فشار سره مخ دي.
د متحده ایالاتو د مرکزي بانک مشر جروم پاول تېره اونۍ په خپله وینا کې هڅه وکړه چې باور ورکړي او یادونه یې وکړه چې "احساسي تمایل" په تېرو کلونو کې د چلند لپاره ښه شاخص نه و. هغه وویل: "سره له دې چې د بې باورۍ کچې لوړې دي، د متحده ایالاتو اقتصاد لا هم په ښه وضعیت کې دی".
خو د اېکسټپيبي د څېړنو مشرې کاتلین بروکس خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو اقتصاد په اوس وخت کې په ژوره توګه د نړۍ له نورو برخو سره تړلی دی. هغه وایي: "دا حقیقت چې تعرفې کولی شي دغه اړیکه ګډوډه کړي، په داسې وخت کې چې د امریکا د اقتصادي کمزورتیا نښې څرګندېږي، واقعاً د رکود وېره زیاتوي".
د ټېکنالوژۍ د سهامي بازار سمون ته چمتو دی

د عکس سرچینه، Getty Images
په سهامي بازار کې اندېښنه یوازې د ټرمپ پر کړنو پورې اړه نه لري. پانګوال د تېرو دوو کلونو له لويو ګټو وروسته، چې د ټېکنالوژۍ د شرکتونو د ونډې د ډېر زیاتوالي او د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د پانګوالو خوشبینۍ له امله ترلاسه شوې وې، د اصلاح احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بېلګې په توګه، د چېپ جوړونکي نویدیا شرکت د ونډو بیه د ۲۰۲۳ کال په پیل کې له ۱۵ ډالرو کمه وه چې د تېر کال په نومبر کې نژدې ۱۵۰ ډالرو ته لوړه شوه.
اوس، د متحده ایالاتو د اقتصادي وضعیت د ګډوډۍ په درشل کې د مصنوعي ذکاوت په اړه خوشبیني ساتل هم ستونزمن شوي دي. دغه اونۍ، جین مانستر، چې د دیپواټر د پانګونې مدیریت شرکت کې د ټېکنالوژۍ شنونکی دی، په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې د هغه خوشبیني یو ګام شاته تللې ده، ځکه چې د تېرې میاشتې په ترڅ کې د اقتصادي رکود احتمال په پام وړ زیات شوی دی.
هغه وویل: "اصلي ټکی دا دی که موږ رکود ته ننوځو، نو د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې سوداګرۍ ته دوام ورکول به خورا ستونزمن شي".











