پر کاناډ، مکسیکو او چین د ټرمپ تعرفې: د سوداګریزې جګړې له وېرې د ونډو بازارونه رالوېدلي

کاناډا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تعرفو له اعلان وروسته امریکا، اروپا او اسیا کې د ونډو بازارونه پرېوتي

له کاناډا او مکسیکو د امریکا متحدو ایالتونو ته پر ځینو صادرېدونکو توکو ۲۵ سلنه تعرفې چې ډونلډ ټرمپ یې له اوږدې مودې راهیسې ګواښ کاوه، بالاخره پر ځایي وخت سر له تېرې نیمې شپې عملې شوې.

د ټرمپ حکومت هممهاله پر چیني توکو هم ۱۰ سلنه نوې تعرفه وضع کړې ده.

بلخوا له دغو هېوادونو چین او کاناډا هم په ځوابي اقدام پر ځینو امریکايي توکو تعرفې اعلان کړي او تمه ده چې مکسیکو به هم د ورځې تر وروستیو غبرګون وښيي.

په دې لړ کې چین د امریکا پر ځینو خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو ۱۵ سلنه تعرفې اعلان کړې.

پر هغو امریکايي توکو کې چې د بېجېنګ لخوا تازه تعرفې لګول شوي غنم، جوار، غوښه او سویابین هم شامل دي، چین یې نړۍ کې تر ټولو لوی پېرودونکی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د دغو تعرفو د اعلان پر مهال وویل: "که متحد ایالتونه د تعرفو جګړې، سوداګریزې جګړې، یا بل ډول جګړې ته دوام ورکړي، چینایي اړخ به ورسره تر پایه جګړه وکړي."

کاناډا هم په سملاسي ډول د شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پر امریکايي توکو ۲۵ سلنه تعرفې وضع کړې او ویلي یې دي چې پر دې سربېره به تر راتلونکو درېیو اونیو (۲۱ ورځو) د ۱۲۵ میلیارد ډالرو په ارزښت به نور امریکايي توکي هم هدف وګرځوي.

کاناډا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کاناډا لومړي وزیر ویلي دا نوې تعرفې به یې تر هغې پر ځای وي، چې امریکا خپلې بېرته نه وې اخیستي

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د دوشنبې پر ورځ یوه بیان کې وویل: "د [امریکا] اقداماتو لپاره هېڅ توجیه نشته. کاناډا به دا غیر عادلانه پرېکړه بې ځوابه پرې نږدي."

هغه وویل کاناډا چې هر ډول تازه تعرفې لګوي، تر هغې به پر خپل ځای وي، چې متحد ایالتونه له خپلو سوداګریزو اقداماتو بېرته نه وي په شا شوی.

ښاغلي تروډو دا ګواښ هم وکړ چې که د امریکا تعرفې ونه درول شي نو کاناډا به له تعرفو ورهاخوا نور قدامات هم ترسره کړي. خو هغه د دغو احتمالي اقداماتو جزییات ور نه کړل.

د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینباوم هم تر دې مخکې چې د هېواد پر صادراتي توکو باندې یې د امریکا تعرفې پلې شي ویلي وو چې مکسیکو بېلابېل بېړني پلانونه لري.

هغې ویلي "په دې حالت کې، موږ سړې سینې، زغم او صبر ته اړتیا لرو. موږ اې پلان، بي پلان، سي پلان او ان ډي پلان لرو."

د مکسیکو ولسمشرې زیاته کړې چې د ټرمپ دغو تعرفو ته به یې د هېواد د غبرګون جزییات د سې‌شنبې پر ورځ اعلان شي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

تعرفه پر وارداتي توکو مالیه ده. د ۲۵ سلنې تعرفې معنی دا دی چې د ۱۰ ډالرو په ارزښت محصول باندې دوه نیم ډالره اضافه لګښت راځي چې د واردونکي شرکت لخوا یې باید ورکړل شي.

اقتصاد پوهانو خبرداری ورکوي چې په امریکا کې به احتمالا د دغو وارداتي توکو پیرېدونکي تر دې وروسته اړ وي چې دا محصولات تر پخوا په لوړه بیه وپېري.

دوی زیاتوي چې د تعرفو له جګړې سره په امریکا کې د ځینو توکو د بیو پر لوړېدو سربېره ټوله نړۍ کې مصرفوونکي اغېزمنېدلی شي.

د یادونې ده چې د ډونلډ ټرمپ لخوا له چین، کاناډا او مکسیکو څخه پر واردېدونکو توکو د تعرفو له لګول کېدو او د چین او کاناډا لخوا د ځوابي اقداماتو تر اعلان وروسته د نړۍ په کچه د ونډو بازارونه کښته پورته شوي‌ دي.‌

په دې تړاو د خبرونو له خپرېدو وروسته متحدو ایالتونو کې د ونډو د درېیو لویو بازارونو شاخصونه راټیټ شول، په بریتانیا کې هم سې ‌شنبه د شرکتونو له ټولو د لوی بازار FTSE 100 شاخص په چټکۍ راپرېوت او په اسیا کې هم د ونډو بازارونه کښته شول.