د تعرفې جګړه پيل شوه، تیار اوسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فيصل اسلام
- دنده, د اقتصاد برخې اېډېټر
د اتاوا له لوړپوړې سیاسي اډانې امریکا ته یو خصوصي پیغام کې ویل شوي چې له کاناډا سره مه ښکېلېږئ. ټيک لکه د نژدې یوې پېړۍ وړاندې د امریکا د سموت هولي تعرفو په څېر کاناډا ډېر ژر د ډونلډ ټرمپ وارداتي تعرفو ته ځواب ورکړ.
سپینې ماڼۍ ادعا کړې چې کاناډا د پولې پر کنټرول یو اعشاریه درې میلیارده ډالره لګوي او دا چې د فینټینیل د لېږد مخنیوي په مبارزه کې د دیپلوماتیکې بریا خبره کوي څه چې د امریکا له دغه شمالي ګاونډي سره یې له وړاندې پلان نه و.
خو تر هر څه مهمه دا ده، کله چې د ډونلډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان له مخې پر کاناډا او مکسیکو تعرفې ولګولې، دواړو یې په ځواب کې د غچ خبره وکړه چې د امریکا پر وارداتي توکو به هم لوړې تعرفې ولګوي.
له څه مشورو او خبرو وروسته پر کاناډا او مکسیکو لګول شوې تعرفې د یوې میاشتې لپاره وځنډول شوې.

د عکس سرچینه، Chip Somodevilla/Getty Images
په دویم وار د امریکا ولسمشرۍ ته له رسېدو سره ټرمپ ډېره کله دا خوښوي چې بېلابېل لوري پر تعرفو وګواښي.
له هغې ورځې چې د ولسمشر په توګه یې لوړه وکړه، ډنمارک، کولمبیا، چین، تایوان، اروپايي ټولنه او همدارنګه د برېکس غړي هېوادونه لکه برازیل، روسیې او هند ته دغه ګواښونه شوي.
د هغه د تعرفو لګولو دلایل وخت ناوخت بدلېږي او ډېر یې له دغه حالت سره په منطقي دلایلو مخالفت کوي.
مکسیکو، کاناډا او بل هر هغه هېواد چې د تعرفو له ګواښ سره مخ دی، دا باید معلومه کړي چې ټرمپ دا لوبه د څه لپاره کوي.
او کله چې دا معلومه شوه نو د ټولې نړۍ لپاره به پوښتنه دا وي چې، د امریکا ولسمشر غواړي نړیواله پولي اډانه نوې کړي خو امریکا دا کار له کوم خطر منلو سره کوي؟
تضادونه
ټرمپ ادعا کړې چې په ناقانونه ډول د فینټینیل لېږد هغه ته دا قانوني پلمه په لاس ورکړه چې د کانګرېس له تائید پرته پر کاناډا، مکسیکو او چین سرحدي مالیايې ولګوي څه چې "غیر معمولي او کمساری ګواښ" بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو کله چې یې د فینټینیل د سوداګرۍ په اړه خبرې کولې هغه د امریکا او کاناډا ترمنځ د توکو سوداګرۍ ته هم اشاره وکړه چې کاناډا هومره امریکايي توکي نه واردوي څومره پر امریکا خپل توکي پلوري نو ځکه یې وویل " کاناډا باید د امریکا ۵۱ ایالت شي."
ښايي ځیني هېوادونه د قانوني او ناقانونه سوداګریو په تړاو د خبرو غوښتنه ولري، دا به ګرانه وي چې فکر وکړي څه ډول دا خبرې وکړي چې د ازادې سوداګرۍ د یوې ملګرې لوی وچې له لوري داسې یو ګواښ ویني چې د ناټو برخه هم ده او د نړۍ د (جي۷) ډلې غړی هم دی چې د نړۍ پرمختللی اقتصاد لرونکې ټلواله ده.
د سوداګرۍ ډېروالي اختلاف
داسې ښکاري چې اروپا د مخالفت هڅه نه کوي او په دې لټه کې ده چې د ولسمشر ټرمپ د دې ګامونو تر شا انګېزه ومومي چې څه دی اړ کړی چې د ټرانزیټلانټیک تعرفو لګولو پرېکړه دې وکړي.
د ټرمپ له اوږدې مودې اروپا سره دوښمني، د سوداګرۍ د یوه اړخیز ډېروالي له امله ده چې جرمني کې د جوړو شويو موټرو له صادراتو راپورته کېږي.
دا هر څه په نښه کول یوه نا انصافي بلل کېږي څه چې د امریکا پر وړاندې نور بازارونه محدودوي لکه د امریکا د درملو نرخونو ټاکلو او د امریکا د ټکنالوژۍ پر شرکتونود جریمو خبره هم راځي.
خو که دا هر څه ریښتیا هم د سوداګریز کسر په تړاو وي نو ولې ټرمپ تر اوسه پر ویتنام، جاپان او سویلي کوریا د تعرفو لګولو اعلان نه دی کړی، هغه هېوادونه چې سوداګریز ډېروالي کچه یې لوړه ده.
په هر حال، ټرمپ پر سوداګریزو توکو پام د خپلې خوښې له مخې کوي او امریکا د صادراتو لویه برخه اړتیا له پامه غورځوي.
ټيک همدا ټکی مې د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ له کمېشنر ماروس سفکوویچ وپوښته هغه راته وویل، "موږ توکو سوداګرۍ کې زیاتوالی لرو خو امریکا بیا د خدمتونو وړاندې کولو کې زیاتولی لري. له دې ورهاخوا هر کال ۳۰۰ میلیارده یورو (۲۴۹ میلیارده پونډه) کېږي له اتلانتیکه اروپايي شرکتونو ته زموږ د تقاعد له خزانې ورځي، د اروپايي وګړو له اکاونټونو ځکه هغوی په امریکا کې پانګونه کوي. نو زه فکر کوم دا یوه متوازنه اړیکه ده."
که داسې وي نو له امریکا سره د بریتانیا سوداګریزه اړیکه خو لا ډېره متوازنه ده، څه چې د بریتانیا د سوداګرۍ وزیر جنتن رینولډز را ته دا روښانه کړه. په ځینو برخو کې خو امریکا له برتانیا سره په سوداګرۍ کې زیاتوالی لري.
د ټرمپ ګونګو ارادو دې ته لار هواره کړه چې د اروپايي ټولنې د مرچکچیانو له لوري له لوري د ګرینلینډ د برخلیک په اړه د ناټو د غړي ډنمارک پر وړاندې د تعرفو کارولو نا معمول وړاندیز په اړه مخامخ نیوکې ونه کړي.
د خبرو اترو وسیله
وړاندې تر هغه چې سټیفن میران دې سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ اقتصادي سلاکار شي د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې یې یوه مقاله ولیکله او هغه پوښتنې یې په کې راغبرګې کړي چې امریکا به پر نورو کومو ځانګړو هېوادونو تعرفې ولګوي.
دا دې ارزونه ده چې کوم هېواد به ورته ډول تعرفې پر امریکا ولګوي، پر اسعارو به یې فشار پرېباسي، د امریکا معنوي ملکیت ته به درناوی وکړي، ناټو کې به خپلو ژمنو ته ودرېږي، په ملګرو ملتونو کې به د امریکا خلاف رایه وکارول شي داسې چې مشران به د امریکا پر وړاندې پر نړیوال دریځ ودرېږي.
همدا ډول د ځینو هېوادونو راماتول دي چې "امریکایانو لپاره د خپلو صادراتو پر سره د تعرفې لګولو او یا له چینه د هغوی د وارداتو پر سره تعرفو لګول غوره کړل.
پوښتي، "هغوی به کوم غوراوی وکړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
په تېره جنورۍ کې د سویس په داوس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې ته ولسمشر ټرمپ په خپله ویډیويي وینا کې سوداګرو مشرانو ته خورا روښانه وغږېده.
هغه وویل، "ستاسو خوښه ده،" خپل توکي په امریکا کې تولیدوئ او که یې له بهره امریکا ته واردوئ چې له لویو تعرفو سره به مخ شئ" سلګونه میلیارده ډالره او ان تر ټریلیون ډالرو" به د امریکا خزانې ته سپارئ.
سټیفن مور چې په دې وروستیو کې یې له ولسمشر ټرمپ سره کتلي، راته وویل، "د نړۍ ډېر هېوادونه پوهېدلي چې ټرمپ غواړي تعرفې د مذاکراتو لپاره د وسیلو په توګه وکاروي."
اغېزمنېدونکي
د ټرمپ د منطق دا برخه ښايي ډېره ساده وبرېښي. د امریکا د مالیو سیستم باید داسې وي، چې هر څه راوړل باید مالیه تر واخستل شي خو په مقابل کې بیا خلک د بیو له لوړوالي سره مخامخېږي.
ښاغلی مور وايي، "زه فکر کوم په پای کې به د لوړې کچې تعرفې د ټرمپ له لوري پلې شي. هغه په دې اړه غږېدلی چې که تاسو امریکا ته څه راوړئ هغه که له بریتانیا وي یا له مکسیکو، کاناډا، چین او که له اروپا وي نو یو څه ډېره مالیه به ورکوئ، خو که څه په امریکا کې جوړوئ، نو به ټیټه مالیه ترې اخستل کېږي. او دا نظر د ډېرو امریکایانو لپاره زړه راښونکی دی."
ښاغلی مور وړاندیز کوي چې پر ټولو او له هر ځایه پر وارداتو دې ۱۵ سلنه تعرفې ولګول شي چې دا به د عایداتي مالیاتو بیې ۱۵ سلنه ټیټې کړي.
یو بنسټي بدلون
د ښاغلي میران په مقاله کې ځیني هغه وړاندیزونه هم شته چې په نړیوالو مرکزي بانکونو، او ماليې وزارتونو کې د فشار کمولو په اړه دي: د امریکا د صنعت او صادراتو د غښتلي کولو لپاره دې د ډالرو ارزښت ټیټ شي.
د دې خبرې عملي کول به په نړیوال پولي سیستم کې د یوه لوی بدلون نښه وي. خو د ښاغلی میران وړاندیز دا دی چې جزايي تعرفې کولی شي د چین او اروپا په څېر هغه سوداګریز ملګري چې مقاومت کوي دا نظر پرې منلی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وړاندیز کوي چې د وخت په تېرېدو دې د نړۍ د ځواکمنو اقتصاد لرونکو ناسته راوبلل شي، هلته چې ملګري او سیالان به د ډالرو د ارزښت ټیټېده بدلون فلوریډا کې د ولسمشر ټرمپ په استوګنځي اعلان کړي او دا به د مار ا لاګو تړون په نوم وپېژندل شي. په نړیوالو غونډ کې د دې نظریې په اړه پراخ شکونه وو څه تېر کې د پیسو د ارزښت ټیټولو په اړه پېښ شوي.
خو دا د سپینې ماڼۍ د لوړ پوړي اقتصادي سلاکار له لوري دې وروستیو کې خپور شوی نظر دی.
اوسنۍ تعرفې، هرځای او سختې تعرفې هغه څه دي چې نړۍ دې ته تیاره کړي چې د ډالر ارزښت ټیټولو کې ورسره مرسته وکړي.
د ځواک ښودل
تر ډېره له افراطي نظریو سره خطر ملګر وي، لکه چې دا اوس له تعرفو سره شته. د سپینې ماڼۍ لپاره یو ګواښ دا بلل کېدلی شي چې ګواکې له خپلې شړۍ یې پېښې ډېرې غځېدلي.
مارک کارني، چې د کاناډا د لېبرال ګوند د مشر په توګه د جسټین ټروډو ځای ناستۍ ته یو مخکښ نوماند دی، خورا ځانګړی دریځ لري. د انګلنډ بانک او کاناډا بانکونو دغه پخواني مشر د فینټینیل استدلال په ټوکه واخیست او بي بي سي ته یې وویل چې کاناډا به " ډالر پر ډالر" غچ واخلي او کاناډایان به "د ځورونې پر وړاندې ودرېږي".

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وویل تعرفې به د امریکا خپل اقتصاد ته زیان واړوي او د پیسو پړسوب به رامخې ته شي، فدارالې زېرمې به اړ شي چې د سود یا ګټې کچه پورته کړي او د سوداګریزو هوکړو د لاسلیکولو لپاره به د امریکا وړتیا کمزورې کړي، دې په پام چې له مکسیکو او کانډا سره د سوداګرۍ تر ټولو لوی تړون چې څو کاله وړاندې پخپله یې ولسمشر ټرمپ په اړه مذاکرات کړي وو ترې وځي.
ښاغلي کارني بیا په ټولیزه توګه وړاندیز وکړ چې کاناډا دې د متحده ایالاتو د تېلو له صادراتو سبسایډي لرې کړي، او ټینګار یې وکړ چې د کاناډا زرغونې پانګوونې ښايي د متحده ایالاتو د کاربن له اخراجه خونديتوب ته اړتیا لري.
د بریتانیا په څېر هغو هېوادونو ته چې له تعرفو ځان ساتي ورته یې یوازې همدا وویل چې، "بخت مو بیدار"
د هغه خپل احساس چې په (جي۲۰) ناسته کې یې د هوکړې پر مهال ترې درلوده، که غواړې له هغه سره هوکړه وکړې خپل ځواک ورته وښایه.
د غچ خطر
تر یوه بریده محاسبه دا ده چې ښايي د دې تګلارو پر وړاندې خاموش مخالفتونه به همداسې غلي دوام ونه کړي. بیا هم که غچ څومره سخت وی، ستراتیژیک او همغږی وي بیا به هم د لویو امریکايي شرکتونو او د ولسمشر ټرمپ په خوا کې هغو محکمو ته چې یو رقابت په کې ښکاري د فکر کولو خبره مهمه ده.
د ایکس ټولنیزې پاڼې او ټیسلا موټرو کمپنۍ څښتن ایلن مسک د ولسمشر له لوري د دغه مهم اقدام پر وړاندې غلی پاتې و.
هغه د مکسیکو د ولسمشر له لوري د تعرفو د خبر ځنډېدلو پوسټ پر خپله پاڼه بیا خپور کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټکنالوژۍ د یوه ستر شرکت اجرائیوي مشراته راته وویل، شرکت یې لا له وړاندې پر هغه پلان کار کوي چې که جزايي تعرفه ورکول کېږي نو دوی باید څه وکړي.
د هغه هیله دا وه چې د متحده ایالاتو د ونډو بازار کې د بیو پر لوړو پام ساتل به په طبیعي ډول د تعرفو پر وړاندې خنډونه رامخې ته کړي.
ځینو ته په ډاو جونز (نیویارک کې د پیسو بدلولو بازار) کې د دوشنبې پر ورځ د بیو غورځېدو دلیل هم د دې اونۍ پېښې ښکارېدې.
په سوداګریزو جګړو کې غچ اخیستل یوه معمول خبره ده.
یوه تر ټولو د غچ اخستنې پېښه، په ۱۹۳۰ کې وه کله چې د امریکا جمهوري غوښتونکو د سموت هولي تعرفې ولګولې، کانډا لومړی او سم لاسي ځواب ورکړ داسې حال کې چې قانون لا وروستي پړاو ته نه و رسېدلی. تاریخ ښودلې چې په خپله امریکایي سوداګرو هم د دغه څه ځواب ویلی لکه هنري فورډ یو له هغو وو چې د امریکا د ولسمشر هربرټ هوور له لوري اعلان شویو دغو تعرفو خلاف یې رایه ورکړه.
یو ګډ صنعت
په ۲۰۲۵ کال کې به د موټرو صنعت یو له هغو وي چې د تعرفو له امله به بایلات ولري.
د بریتانیا د وینزر پوهنتون کې د انجنیرۍ او تخنیکي چارو د پوهنځي استاد پیټر فرایز وايي، "دا سمه ده چې د کاناډا د موټرو صنعت، د امریکايي موټرو صنعت او د مکسیکو د موټرو صنعت په څېر بل څه نشته."
"د شمالي امریکا د موټرو په صنعت کې، کاناډایان، امریکایان او مکسیکویان شته او د دې درې واړو هېوادونو یوځای کېدل د دې صعنت لپاره یوه بنسټیزه خبره ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی فریز وايي د هونډا سویک په څېر ماډلونه چې په امریکا کې خورا مشهور دي په کاناډا کې جوړیږي" ډېرې لږې موټرې به وي چې د پولې له هاخوا نه راوړل کېږي. هغه وايي تعرفې به د هر چا لګښتونه لوړ کړي ان امریکايي مصرفونکي به ترې هم په څنډه نه وي.
نه یوازې د هونډا سویک په څیر ماډلونه، چې په متحده ایالاتو کې خورا مشهور دي، په کاناډا کې تولید شوي - پروفیسور فریز وايي چې په متحده ایالاتو کې راټول شوي "ډېر لږ" موټرې به ځینې برخې ونه لري چې له پولې هاخوا راځي. او همداسې، هغه زیاتوي، تعرفې به "د هرچا لپاره لګښتونه لوړ کړي" - د متحده ایالتو مصرف کونکي پکې شامل دي.
نور بدلونونه
د ټرمپ لپاره بل خطر دا دی، لکه چې ښاغلي کارني او ښاغلي سیفکوویچ وویل، دوی ټول اوس له یو بل سره د تنوع رامنځ ته کولو لپاره د متحده ایالاتو د سوداګرۍ تګلارو ته ځواب وايي. اروپايي ټولنه له لاتیني امریکا سره د سوداګریزو معاملو په ترسره کولو بوخته ده. ښاغلی سیفکوویچ وايي: "په بهرنۍ نړۍ کې د ازادو او عادلانه سوداګریزو اړیکو لپاره پراخې غوښتنې لیدل کېږي."
بریتانیا هم له هند او خلیج هیوادونو سره سوداګریزې خبرې اترې بیا پیل کړې.
رینولډز وايي " نړیوال ننګونکی دریځ" پر دې معنا دی چې بریتانیا باید د متحده ایالاتو، اروپایی ټولنې او چین سره د "نړۍ ترټولو وصل بازار" په توګه خپله "د ریښتینې سیالۍ پر ګټه" فشار راوړي.
د تعرفو جګړې یو بل اړخ
د تعرفو جګړه کې یوه مسئله دلته دا هم ده چې که خبره د یوې نړیوالې تعرفې لور ته ځي څه ډول چې ټرمپ او سلاکار یې تل دا وړاندیز کړی نو د مخنیوي لپاره یې کومه انګېزه شته؟
په دې اړه د ټرمپ په پلوالو کې یو فکر شته. د هغو ټریلیونونو ډالرو لاس ته راوړلو خبرې چې هغه ملاتړي هېوادونه چې که له تعرفو وساتل شي دلته به له حیرانونکي حالت سره مخ شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې بریښي چې یو ډارونکی اقتصادي قمار دی. خو دا ډول خبرې له وخت سره تړلي دي، داسې مهال چې د امریکا ولسمشر پر خپل نژدې اقتصادي شریک چې د جي ۷ او د ناټو غړی هم دی د فینټینیل په دلیل تعرفې لګوي، هم مهاله وايي چې دا دې د امریکا برخه شي. دا ښايي د تعرفو یوه پراخه او حیرانونکې جګړه وي. دا اوونۍ د دغه سوداګریزې ډارمې د سر نښې ښکاره شوې.











