ټرمپ د بې باورۍ تخم کري او شي جېنپېنګ په فرصت پسې ګرځي

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، شي‌ جېنپېنګ او ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۹ کال کې لیدلي وو.
    • Author, لورا بیکر
    • دنده, د چین خبریاله

چین به ښايي د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د دغه هېواد پر ټولو صادراتي توکو د ۱۰ سلنې اضافي تعرفې پر لګولو غوسه و، خو خپله قهر یې ښه پټ ساتلی و.

بېجېنګ په پرله پسې ډول ګوتڅنډه کوله چې سوداګریزه جګړه ګټونکی نه لري او له واشنګټن یې غوښتل چې خبرو ته ورسره کښینې خو بالاخر یې خپله غوسه د امریکا پر وخت تېره نیمه شپه تر هغې وروسته څرګنده کړه چې د ټرمپ د ادارې لخوا اعلان شوې تعرفې عملې شوې.

چین په ځوابي‌ ګام کې له ډبرو سکرو نیولې تر اومه تېلو او غټو موټرونو پورې له امریکا پر بېلابېلو واردېدونکو توکو له ۱۰ تر ۱۵ سلنې اضافه تعرفه اعلان کړه.‌ دغه تعرفه به د روانې فبرورۍ میاشتې له لسمې عملي کېږي.

د چین حکومت به ښايي په دې هیله ارام پاتې و چې له واشنګټن سره یوه معامله وکړي چې د نورو تعرفو مخنیوی وشي او د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ اړیکې له کنټروله بهر نه شي. د یادونې ده چې ډونلډ ټرمپ له خپلو ګاونډیو کاناډا او مکسیکو پر واردېدونکو توکو اعلان کړې تعرفې د پلي کېدو له وخته څو ساعته مخکې بېرته وځنډولې. تمه ده چې ټرمپ او د چین ولسمشر شي جېنپېنګ روانه اونۍ خبرې وکړي.

د امریکا د دغو نویو مالیو زغمل به سخت وي. په ځانګړې توګه له دې کبله چې دا پر هغو تعرفو برسیره دي چې ډونلډ ټرمپ خپله لومړۍ دوره کې له چین څخه د لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت پر وارداتو لګولي. بلخوا د چین خلک وار له مخه هم د دغه هېواد سوکه اقتصادي ودې ته اندېښمن دي.

بېجېنګ او اوشنګټن تېر ځل د یو بل پر خلاف د تعرفو په لګولو کې برابر مخ ته تلل خو اوس د ټرمپ له تېرې دورې ډېر څه بدل شوي دي. د بېلګې په ډول د چین اقتصاد اوس هغومره پر متحدو ایالتونو متکي نه دی، چې په ۲۰۲۰ کال کې و. بېجېنګ اوس د افریقا، سویلي امریکا او سویل ختیځې اسیا لروبر هېوادونو سره خپل سوداګریز تړونونه پیاوړي کړي دي. بېجېنګ اوس د نړۍ له ۱۲۰ ډېرو هېوادونو تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.

د کارنیګي‌چین له څېړنیز مرکزه چونګ جا یان وایي یوه معامله اوس هم شونې ده، خو دغه اضافه لس سلنه تعرفه ښايي هغه ګټه ونه شي رسولی چې ټرمپ یې غواړي.

د امریکا شاتګ او شي لخوا د دوه اړخیزې ګټې وړاندیز

امریکا

د عکس سرچینه، Xiqing Wang/ BBC

د عکس تشریح، اوس کمبودیا د چین د اومه توکوتر ټولو لویه واردونکې ده.

ولسمشر شي جېنپېنګ ښايي‌ اوس یو لوی فرصت هم وویني. ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د راستنېدو لومړۍ میاشت کې ان اروپايي ټولنې ته د تعرفو له ګواښونو سره خپله کرونده کې د نفاق او بېلتون توخم کري. د هغه کړنې ښايي د امریکا متحدان په دې فکر کړي چې راتلونکی به یې څنګه وي.‌

برعکس چین بیا دا غواړي چې د یوه ارام، باثباته او ممکن ډېر زړه راښکونکي نړیوال سوداګریز شریک په توګه وبرېښي.

په سټېمسن مرکز کې د چین پروګرام رییس یون سن وايي "د ټرمپ د لومړی-امریکا پالیسي به د نړۍ نږدې ټول هېوادونه له ننګونو او ګواښونه سره مخامخ کړي."

دی زیاتوي "د امریکا - چین د ستراتیژیکې سیالۍ له پلوه، د امریکا د مشرتابه او باور خرابېدل به چین ته ګټه ورسوي. دا [تعرفې] ښایي چین ته په دوه اړخیزه کچه ښې تمامې نه شي، خو بېجېنګ به یقینآ هڅه کوي چې له دغه فرصته ګټه واخلي."

شي جېنپېنګ د نړۍ د دویم ستر اقتصاد لرونکي هېواد د ولسمشر په توګه خپله دا هیله نه ده پټه کړې چې چین دې د یوه بدیل نړیوال نظم مشري پر غاړه ولري.

هغه د کوویډ-۱۹ وبا له پای ته رسېدو راهیسې په دې تړاو ګڼ شمېر سفرونه کړي،. د نړیوال بانک په څېر د سترو نړیوالو ادارو او د پاریس د اقلیم تړون په څېر یې د غټو هوکړو ملاتړ هم کړی دی.

د چین دولتي رسنۍ دا موضوع د نړۍ ګوټ ګوټ کې هېوادونو ته د غېږ پرانیستلو او د دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په توګه انځوروي.

تر دې مخکې چې کله ډونلډ ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې د روغتیا پر نړیوال سازمان (ډبیلو‌اېچ‌او) د امریکا مرستې ودرولې، چین ورسره د اضافي بودیجې ژمنه وکړه.

امریکا

د عکس سرچینه، National Task Force for the West Philippine Sea

د عکس تشریح، د سویلي چین سمندر کې کړکېچ پر دې مانا دی چې د چین ځینې ګاونډیان لا دمخه محتاط دي.

باور دا دی چې بېجېنګ ښايي یو ځل بیا له ډبیلو‌اېچ‌او څخه د امریکا له وتلو سره د هغې تشې ډکولو لپاره رامخ ته شي.‌ همدا راز ښايي د امریکا لخوا د نړیوالو مرستو له ځنډېدو سره د دغه هېواد پر مالي ملاتړ چلېدونکو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو کې د کړکېچ مخنیوي سره هم ورته چلند وکړي، که څه هم پخپله له اقتصادي زوړ سره مخ دی.

امریکا د نړیوالو مرستو تر ټولو ستره تمویلونکې ده، خو ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو پر لومړۍ ورځ د دغه هېواد ټولې بهرنۍ مرستې کنګل کړې. له دې سره سلګونه پروژې او پروګرامونه چې د امریکا د نړیوالې پرمختايي ادارې USAID په مرسته پر مخ وړل کېدل،‌ ودرېدل.

که څه هم له دغو پروګرامونو ځینې بېرته پیل شوي، خو قراردادیان یې د ګډوډیو خبر ورکوي ځکه د دې ادارې راتلونکی په انډول پورې تړلی دی. د عصري چین تاریخپوه او د سیول د یونسي پوهنتون استاد جان ډیلوري وايي، د ټرمپ د "لومړی-امریکا" نظریې ښايي د نړیوال مشر په توګه د واشنګټن دریځ نور هم کمزوری کړي.

هغه بي‌بي‌سي ته وويل: "پر لویو سوداګریزو شریکانو د تعرفو لګولو او د بهرنیو مرستو د کنګلولو ترکیب، نړیوال سویلي قطب او OECD ته یو شان پیغام لېږدوي [او هغه دا چې] متحد ایالتونه له نړیوالې ملګرتیا او همکارۍ سره لیوالتیا نه لري."

نوموړی زیاتوي:‌ "د امریکا له شاته کېدو سره د ولسمشر شي د 'ګټې -ګټې [دوه اړخیزې ګټې' د نړیوال کېدو دوامداره پیغام په بشپړ ډول نوې مانا مومي، ځکه چې امریکا له نړۍ څخه په شا کېږي."

بېجېنګ نړیوالې حکومتولۍ لپاره په خپله هڅه کې، د امریکا به مشرۍ د تېرو ۵۰ کلونو د نړیوال نظم د څنډې ته کولو به لټه کې دی، او د ټرمپ د ولسمشرۍ ناڅرګندتیا هم ممکن دې کې مرسته وکړي.

نوې ټلوالې

ښاغلی چونګ وايي، "زه ډېر ډاډه نه یم چې دا به واقعآ له چین سره ډېره زیاته مرسته وکړي."

دی زیاتوي: "د امریکا ډېر متحدان او شریکان، په ځانګړې توګه ارام سمندر کې، له بېجېنګ سره کار کولو ته یو لامل لري، خو د دې لپاره هم ګڼ لاملونه شته چې دوی باید محتاط واوسي. نو ځکه د دې شاهدان یو چې جاپان، سویلي کوریا، فیلیپین او استرالیا یو بل ته نږدې کېږي، تر یوه ځایه له دې کبله چې دوی د چین په تړاو اندېښمن دي."

د استرالیا د نړیوالو چارو انسټیټیوټ په وینا، د استرالیا، جاپان او سویلي کوریا ترمنځ د احتمالي درې اړخیزو اړیکو لپاره "د راټولېدو محور" شته، چې انګېزه یې "د ټرمپ د دویمې ادارې اغېزه" ده.

دغه درې واړه هېوادونه او فیلیپین د سویلي چین په سمندر کې د بېجېنګ د قاطعیت په اړه اندېښمن دي. دوی همدا راز د تایوان کورواکه ټاپو پر سر د جګړې احتمال ته هم اندېښنه لري. چین دغه ټاپو خپل یو جلا شوی ولایت بولي چې د دغه هېواد په وینا کرار کرار به بالاخره بېرته له اصلي خاورې سره یو ځای شي. بېجېنګ دغه هدف ته د رسېدو لپاره د ځواک کارول هم نه دي رد کړي.

تایوان له اوږدې مودې راهیسې د امریکا او چین ترمنځ اړیکو کې یوه ډېره لانجمنه مسئله ده او بېجېنګ له تایپې سره د واشنګټن هر ډول ملاتړ غندي خو په داسې حال کې چې ډونلډ ټرمپ په بیا بیا له خپلې خاورې سره د کاناډا د تړلو او یا د ګرینلنډ د پېرلو ګواښونه کوي، واشنګټن لپاره به دا ګرانه وي چې د چین د یرغمل پر وړاندې ودرېږي.

د سیمې ډېریو هېوادونو له چین سره د خپلو اقتصادي اړیکو توازن لپاره له واشنګټن سره پوځي اتحاد کارولی دی خو اوس، له بېجېنګ په ویره او د امریکا په اړه بې باوره، دوی کولی شي د نړۍ له دې دوو سترو قدرتونو پرته، د اسیا نوي اتحادونه جوړ کړي.