بېجېنګ د ټرمپ د تعرفو له پلي کېدو سره ځوابي اقدامات اعلان کړل

چین

د عکس سرچینه، Reuters

بېجېنګ د ډونلډ ټرمپ حکومت لخوا له چین څخه پر وارداتو د تعرفې لوړولو په ځواب کې پر ځینو امریکايي توکو تعرفې اعلان کړې.

د چین د ځوابي تعرفو له مخې به چې ټاکل شوې له دوشنبې پیلې شي، له امریکا د ډبرو سکرو او مایع طبیعي ګازو پر وارداتو ۱۵ سلنه او دغه راز په اومه تېلو، کرهنیزو ماشینونو، پېک اپ لاریو او ځینو سپورتي موټرو ۱۰ سلنه مالیه ولګول شي.

بېجېنګ همدا راز دوه امریکایۍ کمپنۍ 'پي‌وي‌اېچ کورپس' او 'اېلومینا' د 'بې‌اعتباره ادارو' په لیست کې شاملې کړې دي.‌

د چین سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې دغه امریکایي شرکتونه د "چینایي تصدیو پر وړاندې په تبعیضي اقداماتو" تورن کړي‌.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې دغه ګام "د اړوندو قوانینو له مخې د ملي حاکمیت، امنیت او پراختیایي ګټو ساتنې" لپاره اخیستل شوی دی.

دا کمپنۍ ښايي د جریمو او د دوی د بهرنیو کارکوونکو د کاري ویزو د لغوه کېدو په ګډون له یو لړ بندیزونو سره مخامخ شي.‌

بېجېنګ همدا راز دا اعلان هم کړی چې د سوداګرۍ له نړیوال سازمان "ډبلیو‌ټي‌او" سره به د ټرمپ د حکومت تعرفو خلاف شکایت ثبت کړي.

دا ګام داسې مهال اعلان شوی چې د ټرمپ لخوا د چین پر ځینو صادراتي توکو ۱۰ سلنه اعلان شوې تعرفې سر له نن سې‌شنبې عملي شوې.

ټرمپ پر کاناډا او مکسيکو نوې لګولې تعرفې وځنډولې

د امریکا او مکسيکو ولسمشران

د عکس سرچینه، Getty Images

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کاناډا له لومړي وزير جسټن ټروډو او د مکسيکو له ولسمشرې کلوډيا شينباوم سره له ټيليفوني خبرو وروسته له دغو دواړو هېوادونو پر وارداتي توکو د نویو لګول شويو تعرفو پلی کول يوه مياشت ځنډولي دي.

امریکا او کاناډا دواړو په جلا توګه اعلان وکړ چې پر کاناډا د ګمرکي تعرفو لګول به د يوې مياشتې لپاره وځنډول شي.

لومړي وزير جسټن ټروډو پر اېکس خپاره کړي يوه پوسټ کې د دې خبر اعلان کړی او زياته کړې يې ده چې "کاناډ د ۱.۳ ميلیارده ډالرو سرحدي پلان پلی کوي چې په هغو کې به نوې چورلکې، ټېکنالوژۍ او د ځواکونو شمېر زياتول او د دې تر څنګ د فينټانيل د لېږد بندلو لپاره د نورو ګامونو اخيستل شامل وي."

همدا ډول له ډونلډ ټرمپ سره له خبرو اترو وروسته، د مکسیکو ولسمشرې کلوډيا شینباوم اعلان وکړ چې د ټرمپ له خوا تازه لګول شوې تعرفې به د امریکا پولې ته د ۱۰ زره عسکرو له لېږولو وروسته د یوې مياشتې لپاره وځنډېږي.

ښاغلي ټرمپ له مېرمن شینباوم سره خبرې دوستانه بللې او زیاته يې کړه چې که څه هم تعرفې وځنډول شوې، دواړه هېوادونه به "هوکړې" ته د رسېدو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي.

د اروپايي ټولنې مشران وايي، د تعرفو لوړولو ګواښونه اروپا سره یوځای کوي

اقتصاد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فرانسې ولسمشر وايي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې اروپا هڅوي چې پیاوړې او متحده شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وايي، که د اروپايي ټولنې سوداګریزې ګټې تر برید لاندې راشي، باید "د خپل ځان د درناوي لپاره باید غبرګون وښیو."

هغه دا هم ویلي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې اروپا هڅوي چې پیاوړې او متحده شي.

د پولنډ لومړی وزیر ډونلډ ټسک د پرمختګ پر لور د اروپايي ټولنې د اهمیت د ټینګار تر څنګ وايي، باید "هر هغه څه وکړو، چې د دغې بشپړې له بې اړتیا او احمقانه تعرفې لوړوالي مخنیوی وشي."

هغه وايي: "کله چې موږ له خپل نژدې متحده له حیرانونکو خبرو سره مخ یو، دا ښايي په یوه خورا غیر معمولي حالت کې د اروپايي ټولنې د پيوستون او یووالي لپاره د دې ډول لومړۍ ازموینه وي."

په وال سټریټ کې تعرفو ته له چمتووالي سره، په امریکا کې د ونډو بازارونه رالوېدلي. په امریکا کې د وال سټریټ ونډو بازار تر پرانیستل کېدو وروسته، بیې را لوېدلې دي.

په ورته وخت کې د ډاو جونز صنعت منځني کچه (۰.۶۲سلنه) راټیټه شوې، اېس او پي (۱.۱۷سلنه) او ناسډاق بیې (۲.۱۰ سلنه) ټیټې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې له مکسیکو د توکو پر سر د تعرفې "سم لاسي ځنډ" پخلی کړی دی.

امریکا ویلي و، له کاناډا او مکسیکو پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه او پر چینايي توکو ۱۰٪ مالیه د سه شنبې له سهاره پلې کېږي.

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، حتما به پر هغو محصولاتو چې د اروپايي ټولنې له هېوادونو امریکا ته واردېږي، ګمرکي تعرفه ولګول شي.

ډونلډ ټرمپ وايي، "دوی (اروپایي ټولنې) له موږ ډېره ګټه پورته کړې ده. دوی زموږ موټرونه نه اخلي، دوی زموږ کرنیز محصولات نه پېري. دوی نژدې له موږ هېڅ نه اخلي. او موږ تقریبا هر څه له دوی اخلو: په ملیونونو موټر، لوی مقدار خوراکي توکي او کرنیز محصولات. "

د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اروپايي ټولنې پر محصولات به د تعرفو اعلان کله وشي؟ ډونلډ ټرمپ وويل، کره نېټه نشي اعلانولی خو "ډېر ژر" به ولګول شي.

نوموړي زياته کړه، "د نړۍ نژدې هر هېواد له موږ ګټه پورته کړې ده. زموږ نژدې له هر هېواد سره سوداګري په تاوان کې ده، له هر چا سره نه خو نژدې له ټولو سره، موږ غواړو دا حالت بدل کړو، دا ډېره ناانصافي ده."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر بریتانیا به هم تعرفې ولګوي، نوموړي وويل، "له بریتانیا سره زموږ تجارت ښه نه دی، خو په دې اړه کار کېدی شي."

ټرمپ پر کاناډا، مکسيکو او چین ګمرکي تعرفې ولګولې

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بيانيې له مخې له کاناډا څخه د انرژۍ پر وارداتو به نژدې ۱۰ سلنه تعرفه ولګول شي.

سپينې ماڼۍ تائيد کړې چې د دغه امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې پر ورځ له کاناډا او مکسيکو پر وارېدېدونکو توکيو ۲۵ سلنه تعرفه او پر چينايي توکيو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې ده.

کاناډا او مکسيکو په ځواب کې د ورته ګام اخيستو ګوتڅنډنه کړې او چين بیا دغه ګام د سوداګرۍ له اصولو سرغړونه بللې ده.

د بيانيې له مخې له کاناډا څخه د انرژۍ پر وارداتو به نژدې ۱۰ سلنه تعرفه ولګول شي.

سپينې ماڼۍ د دغو تعرفو موخه په امریکا کې له مصنوعي مادي "فنټانيل" سره مبارزه ياده کړې ده.

د سپینې ماڼۍ وياندې کارولين ليويټ ويلي، چې په کاناډا او مکسيکو دا ګمرکي تعرفي ځکه لګول کېږي چې "له همدې هېوادونو په بېسارې توګه غير قانوني فنټانيل راځي چې امریکايي وګړي وژني."

د ډونلډ ټرمپ د اجرائيوي فرمان له مخې تعرفې به له سې شنبې پر کاناډايي جامو او چينيايي توکو پلې شي.

د بي بي سي سوداګریزو چارو خبریال پېټر هوسکینز په خپل رپوټ کې وايي، ټرمپ څو ځله ویلي، دا اقدامات د غیر قانوني کډوالو موضوع او له ګاونډیانو سره د سوداګرۍ کسر موضوع ته د حل په پار کوي. د سپینې ماڼۍ رسنیو سکرترې د جمعې پر ورځ خبریالانو ته وویل، ''ولسمشر ژمنې کړې وې او ژمنې پوره کوي.''

د کاناډا، مکسیکو او چين غبرګون

ټروډو او شيناوم

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو وويلي، دا تعرفي به پر بيو او پر اقتصاد مستقیمه اغېزه ولري خو هېواد به يې له امريکا د ۱۵۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه تعرفه وټاکي.

د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د يکشنبې په شپه د امريکا ولس ته په اشاره يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې دا تعرفي به په بيو او د امريکا پر اقتصاد مستقیمه اغېزه ولري خو زياته يې کړه چې هېواد به يې له امريکا د ۱۵۵ ميلياردو ډالرو په ارزښت پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه تعرفه وټاکي.

ټروډو وويل چې د کاناډا غبرګون به "جامع" وي او په وينايي په الکولي مشروباتو، مېوه، د مېوو اوبه، سبزي، عطر، جامو او بوټانو به تعرفې شاملي وي.

بل پلو د مکسیکو ولسمشرې کلوډيا شینباوم هم ويلي چې هېواد به يې د ډونلډ ټرمپ د پرېکړې په ځواب کې د تعرفو په ګډون غچ اخیستونکي ګامونه پورته کړي.

نومړې پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پوسټ کې لیکلي، "ما د اقتصاد وزیر ته امر وکړ چې پلان ب پلي کړي، کوم چې موږ پرې کار کوو. په دې پلان کې تعرفې او د مکسیکو د ګټو د دفاع لپاره نور اقدامات شامل دي."

چين بيا د دغه هېواد پر محصولاتو د ۱۰ سلنې ماليې لګولو په غبرګون کې ناخوښي څرګنده کړې ده.

د چین د سوداګرۍ وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې "چین له دې ډېر ناخوښه دی او په کلکه یې مخالفت کوي،" او زیاته یې کړه چې دا د نړیوالې سوداګرۍ د ادارې له قوانینو "جدي سرغړونه" ده.

چین وايي، "دا ډول کړنې د چین او امریکا ترمنځ عادي اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ته زیان رسوي."

تعرفې یا پر وارداتي توکو مالیه څه دي؟

سوداګريز توګي

د عکس سرچینه، PA Media

دا د صادرونکي پرځای د توکو پر واردوونکو شرکتونو لګول کېږي او د وارداتو له ارزښت سره متناسب دي. په دې مانا چې که یو شرکت د ۵۰ زره ډالرو ارزښت موټر واردوي او ۲۵ سلنه تعرفه پرې لګول کېږي، نو واردونکی شرکت به د هر موټر لپاره ۱۲۵۰۰ ډالره مالیه ورکوي. دا چې د تعرفو وروستی (اقتصادي بوج) چېرې وي، د لومړنۍ بیې برعکس پېچلی وضعیت رامنځته کوي.

که د متحده ایالاتو واردونکی شرکت د تعرفې لګښت هغه چا ته د لوړ پرچون بیو په بڼه ورکړي، چې په امریکا کې محصول اخلي، دا به د متحده ایالاتو مشتري وي، چې اقتصادي بار یې په غاړه لري.

ټرمپ ولې د تعرفو پلویتوب کوي؟

ډونلډ ټرمپ څو ځله ویلي چې تعرفې په امریکا کې کاري فرصتونه ساتي او رامنځته کوي او دی دې موضوع ته د امریکا د اقتصادي ودې او د مالي عوایدو د لوړولو د یوې لارې په توګه ګوري.

زما د پلان له مخې به امریکایان د نورو هېوادونو لخوا د خپلو دندو له لاسه ورکولو په اړه اندېښنه ونه لري، ده د ۲۰۲۴ کال ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، "پرځای به یې، د نورو هېوادونو خلک امریکایانو ته د خپلو دندو له لاسه ورکولو په اړه اندیښنه ولري."

د بي بي سي اقتصادي چارو ایډیټر فیصل اسلام وايي، ټرمپ غواړي په بنسټیز ډول د نړۍ اقتصادي نقشه بدله کړي، او د چین او اروپا سوداګریز اضافي عاید له امریکا سره کم کړي، چې دی د "امریکا ټوټه ټوټه کولو" په نظر ورته ګوري.

ټرمپ دا هم ویلي چې تعرفې - هغسې چې ده په ۲۰۱۸ کې د ولسمشر په توګه پر فولادو او المونیم ولګولې - د امریکا د ملي امنیت دفاع کوي، ځکه چې په وینا یې دا "زموږ د دفاعي صنعتي بنسټ د بنیاد ډبرې" حیثیت لري.

پر مکسیکو او کاناډا به د وروستیو تعرفو اغېز څه وي؟

په انګلنډ کې د اقتصادي او ټولنیزو څیړنو ملي انسټیټیوټ پروفیسر سټېفن میلارډ وايي، دا به په عمده توګه د کاناډا او مکسیکو اقتصاد ته زیان ورسوي.

دا دواړه هېوادونه په متحده ایالاتو پورې خورا تړلي دي. امریکایان اوس مهال د ټولو هغو توکو ۸۳ سلنه اخلي، چې مکسیکو یې بهر ته صادروي، او د کاناډا د ټولو صادراتو ۷۶ سلنه هم اخلي.

پروفیسر میلارډ وايي، "کاناډا په امریکا په لویه کچه تېل او ماشینونه پلوري، او ۲۵ سلنې تعرفې کولی شي د پنځو کلونو په اوږدو کې د دوی ناخالص کورنی تولید ۷.۵ سلنه کم کړي، چې دا به د پام وړ زیان وي.

"که په مکسیکو باندې ۲۵٪ تعرفې ولګول شي، هغه شرکتونه چې په دې هېواد کې د موټرو کارخانې جوړوي کولی شي په اسانۍ سره تولید بېرته خپلو هېوادونو ته انتقال کړي. تعرفې کولی شي د پنځو کلونو په موده کې د مکسیکو ناخالص کورنی تولید ۱۲.۵ سلنه کم کړي. دا به یوه لویه ضربه وي."

د امریکا فکري مرکز کې د مکسیکو انسټیټیوټ لیلا عابد وايي، د امریکا د تعرفو ګواښ به د مکسیکو کارګرو لپاره "ویجاړونکی" وي،"په امریکا کې نږدې پنځه میلیونه دندې د امریکا او مکسیکو په سوداګرۍ پورې تړاو لري، او یوه وروستۍ څېړنه ښیي چې په مکسیکو کې شاوخوا ۱۴.۶ میلیونه دندې د شمالي امریکا له ملګرو سره سوداګرۍ پورې تړلې دي".