وروستی, ټرمپ وايي غوره ګڼي چې پر چین تعرفې ونه لګوي
ډونلډ ټرمپ وایي هغه "غوره ګڼي" چې پر چین تعرفې ونه لګوي. نوموړي وړاندې د نړۍ پر دویم لوی اقتصادي ځواک پر وړاندې د پراخ ګام اخیستو ګواښ کړی و.
د امریکا ولسمشر له"فاکس نیوز" سره په یوه مرکه کې وویل چې تعرفې د بیجینګ پر وړاندې د دوی "یوه ډېره لویه ځواکمنه وسیله" ده.
شنونکي پوښتي، ایا د ټرمپ دا نوې څرګندونې ددې ښکارندویې دي چې ګنې امریکا د چین پر وړاندې د نرمښت تګلاره غوره کوي.
بیجینګ کې د بي بيسي خبریاله لارا بیکر وايي، دا طریقه بیجینګ په ابهام کې ساتي. دلته ډېری کسان پوښتي – امریکا په بدل کې څه غواړي؟
ټرمپ تعرفې د واشنګټن د "یوه ډېره لویه ځواک" په توګه تشریح کړې، نو هغه یې د یوې مهمې ډیپلوماتیکې وسیلې په توګه ګڼي چې په یوه معامله کې ګټې ترې واخلي.
په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپل ورځني راپور کې خبرداری ورکړی چې په سوداګریزه جګړه کې به هېڅوک ګټونکي نه وي او بیجینګ چمتو دی چې له امریکا سره خبرې وکړي چې "اختلافونه په مناسبه توګه حل کړي."

د عکس سرچینه، Getty Images















