افغانستان کې د نجونو د تړلو ښوونځیو۸۰۰ ورځې؛ طالبان یې لا هم پرانیستلو لپاره روښانه تګلاره نه لري

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو ۸۰۰ ورځې داسې مهال نن (یکشنبه) پوره شوې، چې د طالبانو حکومت لا هم په دې اړه د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو او فشارونو ته روښانه ځواب نه لري.

د دې تر څنګ شاوخوا ۳۵۰ ورځې کیږي چې پوهنتونو ته هم نجونې نه پرېښودل کېږي.

دغو یو په بل پسې بندیزونو ګڼ غبرګونونه هم درلودل خو طالبان پر دې برخې د کار له تکراري ژمنو سره سره نه نوي څه لري او نه هم نړیوالې ټولنې پر دوی د فشار د نورو لارو چارو څه ویلي دي.

په دې لړ کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش تر څنګ د نړۍ بېلابېلو مشرانو، بشري بنسټونو او خپله افغانانو د یادو بندیزونو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو، زده‌کړو ته د افغان نجونو د لاسرسي غوښتنه بیا بیا کړې ده.

طالبان

د عکس سرچینه، ERICAROBIN_OFFICIAL

له دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو واکمني دوو کالو پوره کېدو په مناسبت له بي‌بي‌سي سره یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه خبره تکرار کړه، چې دوی یې له نژدې دوو کالو بیا بیا کوي. نوموړي ویلي و:

''ښه به دا وي چې په دې هکله اړوند ادارې چې مسوولیت لري او کار یې کړی دی، جزیات ترې وغواړو، خو په عموم کې دا ستونزه باید حل شي، موږ یې د حل پلوي یو او هڅې مو روانې دي، چې یو حل ورته پیدا شي.''

ښاغلي مجاهد وویل، دی نه شي کولای د دې ستونزې د حل لپاره یوه مشخصه نېټه اعلان کړي، خو په خبره یې اړوند ادارو ته به جزیات معلوم وي، چې تر اوسه په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

طالبان

د عکس سرچینه، Puteri

خو د بیا بیا غوښتنو او نیوکو په بدل کې د واکمنو د چوپتیا ټوله قرباني افغان نجونې او ولس پرې کوي، هغه نجونې چې د زدکړو دوام لپاره هر ډول شرایطو ته چمتو دي.

د ښځو حقونو ځینې فعالانو بي بي سي ته ویلي افغان نجونو دوی د تعلیم حق د ترلاسه کولو لپاره ان په چادرۍ یا برقې کې هم ښوونځي ته تګ ته زړه ښه کړی وو خو په خبره یې اوس داسې ښکاري چې "دا موضوع ورو ورو هېره شوي او فکر کوي لکه د طالبانو د لومړۍ دورې تر څو چې دوی واکمن وي د نجونو ښوونځي به بند وي."

افغان ښځو او فعالانو ویلي "طالبان پخپلو ژمنو کې صادق نه دي او نه دي بدل شوي".

په طالبانو کې د زدکړو په پلوی او مخنیوي پاشلي نظرونه

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د نجونو زدکړو د بندیدو او یا خلاصیدو په اړه اوس ډېر وخت طالب چارواکي نه غږېږي خو ځینې وخت دا موضوع په غونډو کې یادېږي.

د دومره لویې او مهمې مسلې په اړه چې څومره فکر او یا کار کیږي، ښکاره د نشت په حساب بلل کیدای شي خو له دې ټولو سره سره خلک او په تېره بیا د زدکړو په عمر برابرې نجونې په تمه دي چې ګوندې یوه ورځ بیا ښوونځيو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.

د طالبانو له منځه چې څوک ډېر د نجونو د زدکړو پر اهمیت غږیږي، د دوی حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال 'عباس ستانکزی' دی.

ښاغلي ستانکزي همدا تېره اونۍ هم په لوګر کې یوې غونډې ته وویل "تعلیم په نجونو او هلکانو فرض دی او په دې برخه کې باید غوښتنې واوریدل شي."

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

ده له دې مخکې هم ورته غږ بدرګه کړی خو په یوه غونډه کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزیر ظاهرآ د ښاغلي ستانکزي د څرګندونو په غبرګون عصري علم مباح بللی و.

د طالبانو تر منځ په دې برخه کې د نظر اختلاف کم ډاګیز شوی خو داسې ویل کیږي چې ګڼ شمېر طالب چارواکي د نجونو د زدکړو پلوي دي او څو محدود مشران یې د دې او نورو موضوعاتو مخالفت کوي.